لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې سېلابونو 29 تنه مړه کړي: شهباز شریف پر نړیوالو له افغانانو سره د بیړنۍ مرستې غږ کړی


واشنګټن ـــــ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې وروستیو سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني تاوانونه اړولي دي چې د طالبانو د حکومت په وینا تر اوسه 29 تنه پکې مړه شوي او سلګونه کورونه نړېدلي دي. د پاکستان وزیراعظم له نړیوالو غوښتي چې له افغانانو سره په دې بدو حالاتو کې بیړنۍ مرسته وکړي.

د طالبانو په حکومت کې قدرتي آفتونو ته د رسېدو وزارت وایي، د مې میاشتې له دویمې نېټې تر ګڼو بارانونو وروسته په پیل شویو سېلابونو کې تر اوسه د افغانستان په دوولسو ولایتونو کې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اوښتي دي.

د رایټرز خبري ایجنسۍ د رپوټ له مخې سېلابونه په لوېدیځو ولایتونو بادغیس او فاریاب او په شمالي ولایت بغلان کې ډېر زورور وو او زیات خلک یې زیانمن کړي دي.

خو وایي په بدخشان، هرات، هلمند، کندهار، جوزجان، تخار، میدان وردګ، کندوز، او پروان کې یې هم کورونه نړولي دي.

د طالبانو د قدرتي آفتونو په وړاندې د مبارزې د وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم وایي، د سېلاب ځپلیو سیمو سروې یې پیل کړې او تر اوسه د ټولو تاوانونو اندازه نه ده معلومه خو وایي اغېزمنو سیمو ته یې د خپل حکومت له توان سره سم مرستې ور پیل کړې دي:

"د سروې ټیمونه مو لېږلي چې پوره سروې وکړي او ارقام تر لاسه کړي، نور ټیمونه مو بیا لېږلي چې د شهیدانو کورنیو ته زموږ له وس سره سم نغدې پیسې ورکړي او کوم کورونه چې خراب شوي زیانمن شوي او خلک یې کډه شوي هغو ته خوراکي مواد او لوښي ور ورسوي".

د طالبانو د قدرتي آفتونو په وړاندې د مبارزې د وزارت د اطلاعاتو د څانګې مشر حسیب الله شیخاني رایټرز ته ویلي، چې د سېلابونو او توفانونو له کبله تر اوسه 22 تنه مړه شوي او 40 ټپیان شوي دي.

خو د دې وزارت یوه بل چارواکي غلام غوث ناصري بیا ازادي رېډیو ته ویلي چې د کورونو د نړېدو او نورو پېښو کې د مړیو شمېر 29 ته رسېدلی دی.

حسیب الله شیخاني وایي په دغو سیلابونو کې 500 کورونه ویجاړ شوي، 2000 کورونه زیانمن شوي، 300 څاروي مړه شوي او شاوخوا 3000 ایکړه د کرنې مځکې ته تاوان رسېدلی دی.

د طالبانو حکومت وایي د سره صلیب [ریډ کراس] نړیواله مرستندویه اداره ورسره د سېلاب ځپلو لپاره مرسته کوي خو وایي له نورو نړیوالو ادارو هم د مرستو غوښتنه کوي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په افغانستان کې د سېلابونو له کبله د خلکو پر مړینه او د کورونو پر ویجاړۍ خفګان څرګند کړی دی. د وزیراعظم د دفتر په رسمي ټویټر پاڼه په څو پرله پسې ټویټونو کې شهباز شریف ویلي چې پاکستان به په دې سختو حالاتو کې له افغانانو سره خپله مرسته ونه سپموي.

شهباز شریف پر نړیواله ټولنه ټینګار کړی چې له مخکې څخه اغېزمنو افغانانو سره بیړنۍ مرستې وکړي او د اسلامي همکارۍ سازمان باندې یې هم ږغ کړی چې د افغانستان لپاره ځانګړي شوي فنډ لپاره خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي.

په افغانستان کې دا سېلابونه او توفانونه په داسې وخت کې راغلي چې د دې هېواد شاوخوا شل میلینه خلک د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له تېرو شاوخوا اتو میاشتو راهیسې د بې روزګارۍ او بې کورۍ له کبله له شدیدې لوږې سره مخ دي.

د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې پېشبیني کړې، چې په راتلونکو ورځو کې به د افغانستان په 27 ولایتونو کې باران ووري او اټکل کوي چې سېلابونه به راشي.

د یادونې وړ ده چې هر کال د پسرلي له پیل سره د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د ګڼو بارانونو له کبله سېلابونه راځي او خلکو ته مالي او ځاني تاوانونه اړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG