لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ځينو وړو هېوادونو د مېډيا په ازادۍ کې غټې لاس ته راوړنې


واشنګټن - سره د دې چې په نړيواله کچه د ميډيا په ازادۍ بندېزونه سېوا کيږي خو په څه هېوادونو کې داسې ځلانده نخښې نښانې شته چې غواړي خپل حکومتي نظامونه نور هم ښه کړي.

د دغو هېوادونو ذکر د «رپورټرز وېداوټ بارډرز» لا آر ايس ايف د کال 2022 په نړيوال رپورټ کې شوی چې دې اوونۍ په پېرس کې خور شوی دی.

يو پکې وړوکی هېواد سېچېلس دی چې د سوېلي افريقې برخه ده او د پرېس په ازادۍ کې د نړۍ په کچه ديارلسم نمبر دی. د نړۍ په 180 هېوادونو او سيمو کې ياد هېواد د افريقې په کچه د مېډيا په ازادۍ کې په اول نمبر دی.

د دې يوه وجه دا ده چې د ميکسيکو، روس، هند، ميانمار او د نورو ځايونو په نسبت په سېچېلس کې د خبريالانو خلاف د تشدد کومې غټې پېښې نه دي شوي.

د آر ايس ايف د افريقې څانګې مشر ارناډ فروجر وايي “دا په ريښتيا يو داسې هېواد دی چې د خبريالانو خلاف پکې تشدد نه دی شوی. دلته په مظاهرو کې په خبريالانو تشدد نه کيږي لکه د مثال په توګه د خپل کار په سر نيول کيږي نه او د خبريالانو د پاره يو محفوظ ځای دی”.

سېچېلس يو وړوکی هېواد دی چې ټوله ابادي يې نزدې 100,000 ده چې د برتانوي کالونۍ نه یې په کال 1976 کې ازادي واخیستله او يو جمهوري هېواد وګرځېدلو.

دا وخت په ياد ملک کې د مېډيا لس ادارې فعالې دي چې درې پکې شخصي ټيليويژنونه او ريډيوګانې دي او فروجر وايي د مېډيا ازادۍ د هېواد نوم بام ته خېژولی دی.

هغه وايي “سېچېلس چې په تېرو کلونو کې څه نه لرل وجه يې د ميډيا د ازادۍ نشتوالی وو. مېډيا د سياستمدارو او حکومتي چارواکو د لاسه پابنده وه خو اوس نور هغه حالات نه شته”.

دلته وړومبی شخصي ټي وي په کال 2017 کې پرانستل شو چې خبريالانو ته يې د حکومت د اثر رسوخ نه د ازاد جرنلزم کولو لار هواره کړه.

فروجر وايي “ته اوس په سېچېلس کې د هر څه په اړه پلټنې کولی شې. د مېډيا ادارو ته نوره ازادي په لاس ورغلې”.

هغه وویل د ارکېپلاګو قوم لا په جزيره کې اوسېدونکو خلکو د ازادې مېډيا د برکته په سيلګرۍ کې شهرت وموند ځکه سيلګر دلته ځان خوندي ګڼي او که چرې په مېډيا بندېزونه وی نو د هېواد دا جنتي مخ به داسې نه و پاتې.

د خپل کلني رپورټ په تيارولو کې ار آيس ايف دې کال يوه نوې طريقه خپله کړې چې په هر هېواد کې پکې د سياسي، قانوني، اقتصادي، ټولنيز کلتورونو او امنيت جاج اخستل شوی.

دې هر څه ته په فراخه توګه کتنو د سوېلي شرقي اېشيا دوه نور واړه هېوادونه ځلولي چې په تاريخي توګه د غټو غربي جمهوريتونو د اثر لاندې پاتې شوي.

ايسټ ټيمور د لسيزو راهیسې روانې د تشدد د لړۍ وروسته د انډونيشيا نه په کال 2002 کې ازادي اخیستې چې ټوله ابادي يې 1.3 ميلين ده او د آر ايس ايف د انډیکس مطابق په اوولسم نمبر دی.

بهوټان چې د چين او هند سره يې پولې لګېږي په هماليه سيمه کې يو بې سمندره هېواد دی او ټوله ابادي يې 775,000 ده د بادشاهت نه اييني نظام ته بدل شو او خپل وړومبي انتخابونه يې په کال 2008 کې وکړل. بهوټان د پرېس د ازادۍ په حواله په 33 م نمبر دی.

په دواړو هېوادونو کې جمهوري ادارې په دوامداره توګه مضبوطيږي او د آر ايس ايف د اېشيا پېسیپیک د ډایريکټر ډېنيل بسټارډ په وينا د رواياتو پابند بهوټان د هغو وروستيو هېوادونو نه يو وو چې 25 کاله وړاندې يې په ملک کې د ټيليويژن او انټرنټ د چلولو اجازت ورکړو خو ولې اوس په دغه بادشاهت کې مېډيا نوره هم په خورېدو ده.

هغه وايي “څه چې مونږ په بهوټان او ايسټ ټيمور کې وينو په دې کې ټول قوتونه سره د حکومتونو، پارلمان او عدليه دا حقيقت مني چې مېډيا دې ازاده وي او د جمهوريت په راوستلو کې خبريالان پوره پوره مل پاتې دي”.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG