لاس رسیدونکی لینک

 
اوکراین وایي د روس جنګي بېړۍ یې تباه کړې، روس تور پورې کړی اوکراین کې نېټو د دوی په ضد جنګېږي
تازه خبر

اوکراین وایي د روس جنګي بېړۍ یې تباه کړې، روس تور پورې کړی اوکراین کې نېټو د دوی په ضد جنګېږي


واشنګټن ـــــ د يوکراېن پوځ ‌وايي‌ د دوي جنګي ډرون په تور سمندر يا بحيره احمر کې د روس يوه جنګي بېړۍ تباه کړې ده. د يوکراېن پوځ‌ دعوه کړې چې ميزاېل د بېراکټر ټي بي ټو نومې ډرون نه ويشتل شوی دی.

د دې ترڅنګ د ساحلي ښار اوډيسا نه ۸۰ ميله لرې د ډرون په يوه بله حمله کې د روس د ميزایلو دفاعي نظام هم تباه شوی دی، خو روس هم په يوکراین کې د وسلې يو شمېر ګودامونو تباه کولو دعوه کړې.

بل خوا روس په امريکا او نېټو اېتلاف په يوکراېن کې د دوي په ضد د نېغ په نېغه جنګېدو تور لګولی خو امريکا دغه تورونه رد کړي دي.

د اوکراېن ولسمشر ولادوماېر زېلېنسکي خبرداری ورکړی چې د می د نهمې نېټې نه وړاندې روس په اوکراېن کې عمليات سېوا کولی شي.‌ ځکه ولس ته يې د ځان محفوظ ساتلو غږ کړی.‌

د مارېو پول د سټيلو د کارخانې نه نور عام خلک هم راويستلی شوي دي او صدر زېلېنسکي وېلي دي چې د پوځيانو د وېستلو د پاره سفارتي‌ هلې ځلې کوي.‌

د روس صدر پوټن به نن د اتوار- یکشنبې په ورځ د يوکراېن د جګړې په اړه مهمه وېنا کوي.

د امریکې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ترمخه د اوکراېن ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي خپل ولس خبرداره کړی چې د روس د بري ورځې نه وړاندې په مقامي توګه د کرفیو اعلانونو او ساېرنونو ته پام وکړي.

روس د مې نهمه نېټه په کال نولس سوه پنځه څلوېښت کې نازي جرمني ته د ماتې ورکولو په توګه لمانځل کیږي او اوکراېن ويره لري چې څنګه دغه ورځ رانېزدې کيږي، روس خپل بریدونه سېوا کولی شي.

الجزیره په خپل رپورټ کې د اوکراېن د ولسمشر د خولې وېلي دي چې په ماريوپول کې د ازوسټل د سټيلو د پلانټ نه د باقي پاتو اوکراېني ځواکو د محفوظ راويستلو د پاره سفارتي ‌هلې ځلې کوي.

د امریکې د انسټېټوټ فار دي سټډي اف وار څېړنېزې ادارې وېلي دي چې په لویه کچه د ولسي مزاحمت په ماريوپول کې د روس د بري د ورځې منصوبې شنډولی شي.

د سي اېن اېن خبري‌ ادارې ترمخه اوکراېني چارواکو وېلي دي چې روس په شمال مشرقي سيمه کې د ځوابي حملو د مخنیوي د پاره پلونه تباه کوي.

د برتانیې د دفاع وزارت د استخباراتو د وروستیو‌ معلوماتو ترمخه د روس یو جدید ټېنک تباه کړل شوی دی او دا چې د اوکراېن شخړی د روس جدید وسلو او توان ته ډېرزیان رسولی دی.

د استخباراتو د معلوماتو ترمخه روس ته به د شخړې ورستو بېا خپل جدید پوځي سامان واپس برابرولو کې ډېر وخت ولګي او خرچه به هم پرې ډېره راځي ځکه چې روس باندې بندیزونه هم لګېدلی دي.

د جمعې په ورځ اوکراېني‌ چارواکو ویلي دي چې په ګېره کې د اخستل شوي د ماریوپول د سټيلو د پلانټ نه نور عام خلک راويستلی شوی دي. د اوکراېن جنګیالي هڅې کوي چې روس د اهم بندر ښار د نېولو نه منع کړي.

د اوکراېن ناېب وزیراعظمې اېرېنا وېرېشچک ویلي دي چې د جمعې په ورځ د پلانټ نه پنځوست عام خلک راويستل شوی دي. د بشري مرستو په اړه د روس د بېن الوزارتي سنټر ترمخه په دې پنځوستو کسانو کې یولس ماشومان هم شامل دي.

د روس د ناترسه عملياتو باوجود شاوخو دوه زره اوکراېني جنګیالي د ازوستل د سټیلو په کارخانه کې پټ دي. دا اوکراېني جنګیالي د کارخانې په سرنګونو او مورچو کې پټ دي او پرله پسې د وسله غورځولو غوښتنې يې رد کړي دي.

د راېټرز خبري اژانس ترمخه ماريوپول کې مقامي‌ چارواکي تور لګوي چې روس د جمعې په ورځ یو ګاډې په نخښه کړی. په دغه ګاډي کې یو عام تن او یو جنګیالی وژل شوي‌ کوم چې د عامو خلکو د راویستلو د پاره د شوي لوظنامې خلاف ورزي بلل کيږي.

روس د اسټيلو د کارخانه نه علاوه د ازوو سمندر شمالي غاړه ټوله نيولې ده. د لسو اوونیو راهیسې په ګېره کې اخستل شوی ماريوپول باندې روس مسلسل بمباري کوي.

د روس ولسمشر ولادمير پوټېن د اسراېل وزیراعظم نفتالي بېنېټ ته په ټيليفون باور ورکړی چې ماسکو تیاره ده چې د ورځې څه وخت کې په ډزو کې دمه وکړي او د کارخانې نه عام خلک په محفوظه توګه ووېستلی شي.

په واشنګټن کې د سټېټ ډېپارټمنټ وېاند نېډ پراېس د اوربند په اړه د روس په ژمنو ناباوري څرګنده کړی ده.

د روس د خارجه وزارت وېاند د جمعې په ورځ وېلی دي چې روس په اوکراېن کې د وړې کچې د نیوکلاېي وسلو د کارولو ارادې نه لري. او په دې اصول خبر ده چې په اېټومي جنګ کې څوک هم ګټه نه شي کولی ځکه دا نه دي شورو کول پکار.

د پېنټاګان وېاند ویلي دي چې دوي اوکراېن ته د روس په اړه استخباراتي معلومات ورکوي خو د روس د ماسکوه په نامي د پوځي بېړۍ په نخښه کولو د اوکراېن د ارادو نه نه وو خبر.

د واېټ هاوس ترجمانې جېن ساکي هغه رپورټونه دروغ بللي چې وېلی کیږي د روس د جرنېلانو په نخښه کولو د پاره يې اوکراېن ته استخباراتي‌ معلومات ورکړي دي.

واېټ هاوس وېلي دي چې د امریکې ولمسشر جو باېډن او د جي سېون ملکونو مشران به د اتوار په ورځ د اوکراېن ولسمشر ولادوماېر زېلېنسکي سره د انټرنېټ د لارې غونډه کوي.

د ملګرو ملتونو د خوراک او د زرعاتو ادارې وېلی دي چې داسې نخې نخانې ښکاريږي چې ګنې روس د اوکراېن نه غنم پټ کړي وي. د ادارې ناېب مشر جوزف شمېدهوبر د جمعې په ورځ جېنوا کې وېلی وو چې د ګودامونو تباه کولو او د غنمو لوټلو په اړه ځني شواهد دې پلو اشاره کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG