لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو د حجاب د پرېکړې خلاف کابل کې احتجاج: ملګرو ملتونو او یورپي ټولنې پرې اندېښنه څرګنده کړې


واشنګټن ــــ په کابل کې ښځو د حجاب په اړه د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په ضد احتجاج پر سړکونو او په کورونو کې دننه کړی دی او وایي چادري یا برقه د افغانو ښځو حجاب نه دی. یورپي‌ اتحاد، ناروې او ملګرو ملتونو پر ښځو د حجاب د لازمي کولو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي او وایي هر افغان حق لري چې د خپلې خوښې جامې واغوندي.

د مې پر اتمه چې طالبانو په افغانستان کې پر ښځو په بازارونو او دفترونو کې حجاب په سختۍ سره لازمي اعلان کړی، په افغانستان او نړۍ کې یې پراخ غبرګون را پارولي دي.

په کابل کې نن د نهې- سه شنبې په ورځ ښځې د طالبانو د دې پرېکړې په ضد سړکونو ته را وتلې وې او په لاسونو کې یې شعارپاڼې را اخیستې وې چې پرې لیکلي وو «چادري زموږ حجاب نه دی»، «ښځې مه یرغمل کوئ» او نعرې یې وهلې.

احتجاج کوونکو ښځو په خپلو شعارونو کې وویل چې د افغانستان خلک د سهار ماښام ډوډۍ ته محتاج دي او له طالبانو یې وغوښتل چې پر خپل تازه حکم له سره غور وکړي. په احتجاج کې شریکې یوې ښځې مونیسه مبارز رایټرز ته ویلي:

"طالبان د حجاب په نوم پر افغانو ښځو خپل کلتور مسلط کوي، له کله راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي‌ دي، د دوی ټول کارونه د ښځو خلاف دي، دوی غواړي چې ښځې تر کورونو محدودې کړي او له ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو یې را وګرځوي".

د افغانو ښځو دغه احتجاجي لاریون د کابل ښار له انصاري چوک څخه پيل شوی او په شهرنو سیمه کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت تر ودانۍ پورې یې دوام کړی. په احتجاج کې شریکو ځینو ښځو ویلي طالبانو یې د مظاهرې مخه نیولې او یو شمېر یې د لنډ مهال لپاره نیولې وې.

د طالبانو د امر بالمعروف ونهی عن المنکر وزارت د تېرې شنبې- خالي په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې د ښځو د حجاب په اړه یوه تفصیلي پرېکړه خپره کړه چې پکې امر شوی ښځې به له کوره بهر‌ چادري یا بل حجاب اغوندي او له سره تر پښو به ځانونه پټ ساتي.

د وي او اې اشنا د رپوټ له مخې نن ځینې ښځې په یوه کور کې دننه هم را غونډې شوې او د طالبانو د حجاب پرېکړه یې غندلې ده. پر ټولنیزو رسنیو په یوه ویډیو کې دوی ویلي چې د طالبانو دا پرېکړه ورته د منلو وړ نه ده.

د طالبانو دا پرېکړه له افغانستانه بهر هم غندل شوې ده، د یورپي ټولنې د بهرنیو چارو استازي جوزیپ بورېل ویلي هر افغان- که ښځه وي که سړی- حق لري چې د خپلې خوښې جامې واغوندي.

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې یوې مشرې سیما باهوس هم د طالبانو پر پرېکړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او وایي د حجاب په اړه د طالبانو وروستۍ پرېکړه د ښځو او نجونو د ازادۍ په مخ کې یو بل خنډ دی.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت هم د طالبانو دغې پرېکړې ته غبرګون ښوولی او پر ښځو یې د طالبانو محدودیتونه «غیر قابل قبول» بللي دي. دغه وزارت په یو بیان کې ویلي‌ د افغانو نجونو د زدکړو او د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو تازه محدودیتونه به افغانستان له انساني، اقتصادي او بشري ناورین سره مخ کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG