د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، "پروپېګنډا، ناسم مالومات او دورغ د پاکستان سره د اړيکو په لار کې خنډ جوړېدو ته پرې نه ږدو".
په لسمه مې د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت په وې پاڼه د ورکړل شوي تفصیل ترمخه د بھرنیو چارو د وزارت د وياند نېډ پرايس نه په خبري کانفرنس کې پوښتنه شوې چې، "د پاکستان مخکنی وزیراعظم عمران خان اوس هم په امریکا تور لګوي چې د امریکا په هڅو هغه د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی او د امریکا ضد کمپاين يې روان کړی دی، ايا دغه کمپاين به د امریکا او پاکستان اړيکې خرابې کړي يا دا څه ارزښت لري؟".
نېډ پرايس په ځواب کې وويل، "مونږ به پروپېګنډا، غلط مالومات، ناسم مالومات او دروغ د دوه اړخيزه اړيکو په لار کې خنډ جوړېدو ته پرې نه ږدو، مونږ د پاکستان سره اړیکو ته ارزښت ورکوو".
د پاکستان مخکنی وزیراعظم عمران خان چې د اپرېل په میاشت کې په قومي اسمبلۍ کې د بې باورۍ د پرېکړې/ عدم اعتماد د تحریک د لارې د وزیراعظمۍ څخه لرې کړی شوی هغه تور لګوي چې امریکې د هغه پرضد سازش کړی او د دغه سازش په مرسته مخالفه ګوندونو هغه د وزيراعظمۍ نه لرې کړی دی.
امريکې او پاکستان کې مخالفه ګوندونو چې اوس په حکومت کې د عمران خان دغه تور رد کړی دی. مخالفه ګوندونو چې د عمران خان پرضد د بې باورۍ تحریک وړاندې کړی وو، ويلي يې وو، په ملک کې د ګرانۍ او بدانتظامۍ له امله عمران خان لرې کول غواړي.
خو عمران خان پرله پسې دغه تور تکراروي او د وزيراعظمۍ څخه لرې کولو وروسته چې يې جلسې پېل کړي غوښتنه کوي چې په ملک کې دې انتخابات وشي، خو د مخالفه ګوندونو په شريکه جوړ حکومت وایي انتخابات به په خپل ټاکلي وخت کيږي.
څيړونکي وايي، د عمران خان پرله پسې د امریکايي سازش خبره د پاکستان او امریکې په اړيکو يو څه اغېزې کولی شي، خو د څيړونکو په خیال عمران خان د سازش خبره يواځې د سياسي ګټو ترلاسه کولو دپاره کوي.
د نېډ پرايس نه پوښتنه شوې چې "د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د پاکستان نوی د بهرنيو چارو وزیر بلاول بټو زرداري د خوراک د خونديتوب غونډې ته رابللی، په دغه ليدنه کې څخه بحث کېدی شي او ايا د دواړو ترمنځ يو په يو ليدنې تمه هم کېدی شي؟".
نوموړي په ځواب کې وويل، "په نيويارک د خوراک د خونديتوب په دغه غونډه کې د دواړو خواو ليدنه نه ده ټاکل شوې، هغه څه چې زه يې ویلی شم تېره اوونۍ په شپږمه مې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د پاکستان د نوي سيال بلاول بټو زرداري سره خبرې کړي".
هغه زياته کړه په "دغو خبرو کې د امریکا او پاکستان د 75 کالو د اړيکو په اړوند خبرې شوي چې څنګه وکړی شي چې دغه اړيکې په راتلونکې کې پياوړي شي. دا پراخه اړيکې دي. د بهرنیو چارو وزير (انتوني بلينکن) په دغو خبرو کې د افغانستان د ثبات او د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې د امریکا او پاکستان په کلکه ژمنه ټينګار کړی. او دوی د اقتصادي اړيکو، تجارت او پانګونو، هوا يا اقليم، انرژۍ، روغتيا او تعليم په موضوعاتو هم بحث کړی".
هغه وويل، "دا پراخه خبرې اترې شوي، لکه څنګه چې ابتدايي د پېژندګليو خبرې اکثره دغه ډول اوږدې وي. او هغه هيله څرګنده کړې چې دغه خبرې به دوام ولري".
د نېډ پرايس نه پوښتنه شوې چې، "د پاکستان د استخباراتي ادارې (اي اېس اي) مشر په واشنګټن کې دی، ايا هغه به د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن يا د بهرنيو چارو د وزارت د بل کوم چارواکي سره ويني؟".
هغه وویل، "د پاکستان د چارواکو نه دې د دغه سفر او ليدنو په اړه مالومات ترلاسه کړل شي، زه د بلينکن سره د ليدنې په اړه مالومات نه لرم".
په پاکستان کې د اي اېس اي د امریکا د سفر په اړوند په رسمي ډول چارواکو څه نه دي ویلي، خو په ټولنيزو رسنيو پرې ځېنې بحث شوی چې دغه سفر د بلاول د امریکا د سفر نه وړاندې د معمول دوره ده يا بل څخه مقصد يې هم کېدی شي، خو په دغه اړوند ښکاره څه نه دي ويل شوي.