لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراین له ډانباس سیند څخه د روسانو د تېرېدو مخه نیولې


واشنګټن – اوکراین د روسانو د هغې هڅې مخه نیولې چې غوښتل یې له ډانباس سیند څخه تېر شي.

د برتانیې په استخباراتي معلوماتو کې راغلي، "د جګړې په ډګر کې له سیند څخه تېرېدل له ډېر زیات خطر ډک مانور دی او له دې دا څرګندېږي چې د روس قومندانان څومره تر فشار لاندې دي چې باید د اوکراین په ختیځ کې پرمختګ وکړي."

رویټرز خبري ادارې راپور ورکړی چې اوکرایني ځواکونو د ډانباس په سیند باندې ولاړ پول او د روسانو د زغروال ګاډو د کتار ځینې برخې چې غوښتل یې ډانباس سیمې ته واوړي ویجاړې کړې دي.

په دې اړه د اوکراین د پوځ لخوا د جمعې په ورځ یوه ویډیو خپره شوې چې په کې په توره بحیره کې د روس د سمندري ځواک په یوې کښتۍ کې بل شوی اور هم ښکاري.

اوکراین په دوهم ستر ښار خارکیېف کې هم روسي ځواکونه په شا تمبولي. تر دې مخکې روسي سرتیري له کیېف او ددغه هېواد له شمال ختیځ څخه هم وتلي وو.

د رویټرز خبریالانو دا تایید کړې ده چې اوکراین اوس د سیورسکای ډونیټس تر سیند پورې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستي چې دا له خارکیېف څخه ۴۰ کیومټره ختیځ ته پرتې دي.

د خارکیېف ښار چې درنې بمبارۍ پرې شوي لږ تر لږه د دوو اونیو راهیسې ارام بریښي او جګړه شمال لوري ته روانه ده.

بل پلو الجزیرې د امریکا د جګړې د انسټیټیوټ له خولې خبر ورکړی چې داسې ښکاري روس د اوکراین د روبېژني او ښايي ویو وډېوکا ښارونو کنټرول ترلاسه کړی.

د برتانیې د دفاع وزارت استخباراتي معلومات ښيي چې روس هڅه کوي د سلوېنسک او کرامتورسک خواته مخې ته لاړ شي.

دا د دې لپاره چې اوکرایني ځواکونو ته ملاتړ او تازه ځواک و نه رسېږي.

واشنګټن پوست د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو د ادارې یا یونیسېف له خولې خبر ورکړی چې په اوکراین کې یواځې تېره میاشت نېږدې ۱۰۰ ماشومان وژل شوي دي.

د یونیسېف مرستیال مشر عمر عبدي ویلي، "زیات ماشومان ژوبل شوي او د هغوی په حقونو باندې سخت تېری شوی او په میلیونونو نور بې ځایه شوي دي."

او نړیوال بانک خبر ورکړی چې د پیسو لېږد یا مني ټرانسفر دا مهال اوکراین ته په اروپا او مرکزي اسیا کې تر ټولو زیات کېږی او سږ کال ښايي ۲۰ فیصده زیات شي. دا د دې لپاره چې کډوال او نور کسان هغو خلکو ته پیسې استوي چې لا تر اوسه هم په دغه هېواد کې دي.

اروپا د اوکراین په جګړه کې د روس لخوا د اټومي برید یادول شرمناک بللي:

بي بي سي راپور ورکړی چې د اروپايي شورا مشر چارلېز مېشل وايي، د نړۍ امنیت له ګواښ سره مخ دی.

هغه ویلي، "روس چې یو اټومي هېواد دی په یو خپلواک هېواد اوکراین باندې د برید په حال کې دی او د نه منلو وړ او په شرمناکه توګه د اټومي وسلو د کارولو یادونه کوي."

مېشل دا مهال په جاپان کې له هېروشیما څخه لیدنه کوي.

دا هغه ښار دی چې په لومړي ځل پرې اټوم بم غورځېدلی وو.

اوکراین د جنګي جرم په تور لومړنی روسی سرتیری محاکمه کوي:

اوکراین نن یو روسي سرتیری د ادعاو له مخې د جنګي جرمونو له امله محاکمه کوي.

۲۱ کلن وېدېم شېشېمېرېن به لومړنی روسی وي چې په اوکراین د روس د یرغل راهیسې محاکمه کېږي.

څارنوال وايي، شېشېمېرېن د اوکراین یو ملکي وګړی په سر ویشتی او وژلی دی. که چېرې مجرم وپېژندل شي نو کېدای شي‌ د عمر قید سزا ورکړل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG