لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغانستان په مزارشریف او کابل کې چاودنو 15 تنه وژلي او تر دېرشو زیات‌ ټپیان


واشنګټن ـــ د افغانستان په پایتخت کابل او د شمالي ولایت بلخ په مرکزي ښار مزار شریف کې په څلورو پرله پسې چاودنو کې لږ تر لږه 15 تنه وژل شوي او تر 30 زیات ټپیان شوي دي.

په بلخ کې د طالبانو د پولیسو ویاند اصف وزیري ویلي دي چې په مزار شریف ښار کې په پرله پسې درو چاودنو کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي او 15 نور ټپیان شوی دي.

ښاغلي وزیري فرانس پریس خبري ایجنسۍ ته ویلي چې درې واړه چاودني په هغو ښاري بسونو کې شوې چې عام خلک پکې سفر کوي. وایي په دغو بسونو پسې ماینونو نښلول شوي وو.

د دغو چاودنو ذمه واري داعش خراسان ډلې د اعماق خبري ایجنسۍ له لارې منلې ده. وزیري دا نه دي چې په چاودنه کې وژل شوي او ټپیان څوک دي خو داعش اکثر شیعه مسلمانان په نخښه کوي.

بل لور ته د کابل ښار په منځ کې د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د ټرېفیک څلور لارې ته څېرمه د حضرت زکریا په نوم جامع جومات کې هم چاودنه شوې ده.

د ایمرجنسي روغتون وايي، چې د شورو- چارشنبې په ماښام په یو جومات کې پر لمونځ کوونکو تر چاودنې وروسته 22 ټپیان ور وړل شوي، چې وایي پینځه تنه یې روغتون ته د رسېدو پر مهال مړه شوي دي.

د کابل د پولیسو وياند خالد ځدراڼ پر ټویټر لیکلي چې په دې چاودنه کې شپږ تنه وژل شوي او 18 نور ټپیان شوي دي. ځدراڼ لیکلي:

"یاده وحشیانه پېښه په کلکو ټکو غندو، زموږ امنیتي ځواکونه هڅه کوي ترڅو د یاد وحشیانه عمل مسؤلین پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري".

تر اوسه کومې ډلې د کابل د چاودنې ذمه واري پر غاړه نه ده اخیستې، خو تر دې وړاندې داعش خراسان ډلې تېره میاشت په بلخ او کابل کې د شیعه مسلمانانو په جوماتونو کې د دا ډول بريدونو ذمه وارۍ منلې وې.

XS
SM
MD
LG