لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو له چینه غوښتي خپلې ترهګرۍ ضد تګلارې ته دې بیا کتنه وکړي


د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې له مشرې میشل بېچلې سره د لیدو په وخت.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې له مشرې میشل بېچلې سره د لیدو په وخت.

واشنګټن ـــ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشرې میشل بېچلې چین ته سفر کړی او وایي پر بېجینګ یې ټینګار کړی چې خپلې د ترهګرۍ خلاف تګلارې ته بیاکتنه وکړي او ددې خبرې باور ورکړي چې دا تګلاره یې د بشري حقونو له نړیوالو معیارونو سره سمه ده.

د رویټر خبري ایجنسۍ د خبر له مخې مېرمن بېچلې دا خبره تکرار کړې چې شپږ ورځنی سفر د چین د بشري حقونو د پالیسیو په اړه څېړنه نه وه بلکې د چین له حکومت سره د خبرو یوه موقع وه.

د بشري حقونو ډلو او لوېدیځو هېوادونو چین ته د مېرمن بېچلې پر سفر- چې د شنبې- خالي په ورځ ختم شو- نیوکې کړې دي، په دې سفر کې هغه د ایغور مسلمانانو د لوېدیځې سیمې شینجیانګ لیدو ته هم ورغلې وه.

میشل بېچلټ د مې پر 23مه چین ته خپل سفر پیل کړی وو چې د رویټرز په وینا دا په تېرو 17 کلونو کې دې هېواد ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د اعلی چارواکي لومړی سفر دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر تېر کال ویلي وو، دوی په دې باور دي چې په شینجیانګ کې ایغور مسلمانان په غیرقانوني توګه نیول شوي، ناوړه چلند ورسره شوی او په زور کار کولو ته مجبوره کړل شوي‌ دي.

مېرمن بېچلې د شنبې- خالي په ورځ د چین له ګوانګژو ښاره د زوم له لارې یوې آنلاین خبري غونډې ته په دې اړه وویل:

"ما د دوی د ترهګرۍ او توندرورۍ د مخنیوي ګامونو په پراخه توګه د عملي کېدو په بنیاد پوښتنه او اندېښنې را پورته کړې، خصوصاً په دې اړه چې دا د ایغور او نورو مسلمانانو پر حقونو اغېز لرلای شي".

د ملګرو ملتونو په ګډون امریکې هم په وار وار پر چین تور لګولی چې په شینجیانګ کې یې د ایغور مسلمانانو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي خو چین دا تورونه تل رد کړي دي.

رویټر لیکي د مېرمن بېچلې رسایي لږو ځایونو ته وه ځکه چې وایي د چین حکومت د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر هغې ته محدود سفر بندوبست کړی وو او بهرني خبریالان ورسره نه وو.

میشل بېچلې په آنلاین خبري غونډه کې شاوخوا 120 خبریالانو ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل خو د بشري حقونو ډلو ورباندې له دې کبله نیوکه کړې چې وایي لږ معلومات یې خپاره کړي دي.

رویټرز وایي د بشري حقونو ډلې او لوېدیځ هېودونه اندېښمن دي چې د چین حکومت به د مېرمن بېچلې سفر د ایغور مسلمانانو د بشري حقونو په اړه د خپل ریکارډ تایید وګڼي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د مشرې تر خبري غونډې څو ګنټې وروسته د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ما ژاوشو د چین سرکاري رسنیو ته وویل چې د مېرمن بېچلې سفر "د ریښتیني شینجیانګ د لیدو او تجربه کولو موقع برابره کړه".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG