لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوال بېنک او د افغانستان د بیارغونې ادارې افغانستان سره د 793 میلین ډالرو درې منصوبې منظورې کړې


واشنګټن ــــ نړیوال بېنک او د افغانستان د بیارغونې ټرسټ فنډ انتظامي کمېټۍ په وروستیو کې د افغانستان لپاره د 793 میلینه ډالرو درې منصوبې منظورې کړې دي چې د ملګرو ملتونو د مرسته کوونکو ادارو په وسیله به عملي کېږي.

په افغانستان کې چې د طالبانو په واکمنۍ کې لوږه او بې کاري تر بل هر وخت زیاته شوې نړیوال بېنک او د افغانستان د بیارغونې ټرسټ فنډ له دې هېواد سره په بېلابېلو برخو کې د بیړنیو مرستو لپاره د شاوخوا اته سوه میلینه ډالرو منظوري ورکړې ده.

نړیوال بېنک د جمعې په ورځ په خپل یو بیان کې اعلان وکړ چې د 793 میلینه ډالرو په ارزښت درې منصوبې به د طالبانو له حکومت پرته د ملګرو ملتونو د مرسته کوونکو ادارو او غیرسرکاري موسسو له لارې په بیړنۍ توګه عملي کړي.

په بیان کې راغلي چې په دغو درو منصوبو کې د خوراک خوندیتوب، د خلکو کار روزګار ښه کول او بیړنۍ روغتیایي مرستې شاملې دي. ددغو منصوبو په عملي کولو کې به د طالبانو حکومت شامل نه وي‌ خو طالبانو یې هرکلی کړی او وایي مرستې ته تیار دي.

نړیوال بېنک وایي «د افغانستان د خوراک د بیړني خوندیتوب» په نوم منصوبې له لارې به له بزګرو سره د خوراک د پیداوار په برخه کې مرسته کوي چې د خوراک د بحران مخه ونیول شي:

"په دې منصوبې سره به له تقریباً درې لکه کورنیو سره د روان 2022م کال په نومبر او له درې لکه کورنیو سره د 2023م کال د مارچ او نومبر تر منځ د کښت په موسم کې مرسته وشي".

نړیوال بېنک وایي د خوراک د دې منصوبې لپاره یې 195 میلینه ډ‌الره ځانګړي کړي دي چې په دوو پړاوونو کې به ورکړل شي. وایي د دغې منصوبې له لارې به له ماشومانو سره د غذا، معذوره او ناعلاجه ناروغانو او هغو کورنیو سره مرسته وکړي چې مشري یې د ښځو پر غاړه وي.

په بیان کې راغلي چې نیژدې یو نیم لک ښځې به د کرنې او د غذا په برخو کې وروزل شي او دغه منصوبه به له سیمه ییزو بازارنو سره د هغو ښځو کاروباري اړیکې لا پسې پیاوړې کړي چې د کرنې کارونه کوي، وایي دا کار به په اسانۍ سره د دوی د محصولات پلورلو ته لاره برابره کړي.

نړیوال بېنک په تېره مارچ میاشت کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د سکولونو د نه پرانیستل کېدو په غبرګون کې یې له دې هیواد سره د شاوخوا 600 میلینه ډالرو څلور منصوبې بندې کړې دي.

نړیوال بېنک وایي د «افغانستان د خلکو د ژوند د ښه کولو» منصوبه به په ښارونو او کلیو کې خلکو ته د لنډ وخت لپاره د کار روزګار موقعې برابرې کړي او هغوی ته به د اړتیا وړ بیړني خدمتونه وړاندې کړي. د دې منصوبې لپاره 265 میلینه ډالر ځانګړي شوي چې په دوو پړاوونو کې به لګول کېږي.

په بیان کې راغلي چې د دې منصوبې مقصد د افغانستان په 6,450 کلیو او ښارونو خصوصاً په هرات، ننګرهار، کندهار، خوست، کندوز، بامیان، بلخ او کابل کې د یو میلین کورنیو د کار روزګار او آمدن ذریعه برابرول دي.

وایي له دې سره سره به په دغو سیمو کې تقریباً 3.9 میلینه کسان له بنیادي اړتیاوو لکه د څښلو له پاکو اوبو، چاپیریال ساتنې او د سړکونو له بیارغونې ګټه تر لاسه کړي.

نړیوال بېنک او د افغانستان د بیارغونې ټرسټ د بیړنۍ روغتیایي مرستې د منصوبې لپاره 333 میلینه ډالره ځانګړي کړي ‌دي چې دا به هم په دوو پړاوونو کې لګول کېږي.

نړیوال بېنک ویلي ددې منصوبې هدف یې دا دی چې د روغتیایي خدمتونو کیفیت ښه کړي او زیات خلک ترې ګټه واخلي، له دې سره سره په افغانستان کې ښځې او ماشومان په دوامداره توګه ابتدایي روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ولري.

په بیان کې راغلي چې د دې منصوبې له لارې به د بنیادي علاج، غذا او په ټول افغانستان کې تر 2,300 په زیاتو روغتیایي مرکزونو کې د کرونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي خدمتونه تر سره شي. همدارنګه دوه میلینه ماشومان به وېکسین کړي او 12 لکه مېندواره ښځو ته به په روغتونونو کې د ماشوم زېږولو اسانتیا برابره کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG