لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې یوې څېړنیزې ادارې خپل مشر او د پوځ پخوانی جنرل د ایف بي ای د پلټنو له کبله په رخصتۍ لېږلی


واشنګټن ــــ د امريکا څېړنيزې ادارې د پوځ پخوانی جنرل په رخصت لېږلی چې خلاف يې د ايف بي ای پلټنې روانې دي.

بروکینګز انسټيټيوشن خپل موجوده صدر او د امريکا د پوځ پخوانی جنرل جون ايلن د شورو لا چهارشنبې په ورځ د ادارې نه په رخصت لېږلی ځکه چې د هغه خلاف د قطر د پاره د غيرقانوني لابېنګ په اړه ايف بي ای پلټنې پيل کړي.

د بروکینګز اعلان د اې پي د هغه خبر نه يوه ورځ وروسته وشو چې پکې ويل شوي وو ايف بي ای په نيزدو کې د پلټنو په ترڅ کې د جنرل ايلن الېکټرانک ډيټا تر لاسه کړې چې پکې د هغه د پردې شاته د هلو ځلو تفصيل دی چې څنګه ايلن په کال 2017 هڅه وکړه قطر د امريکا په پاليسۍ اثر انداز کړي. په ياد کال کې د قطر او ګاونډيانو تر منځ سفارتي تاوتريخوالی وو.

ايلن په کال 2017 کې په افغانستان کې د امريکا او نېټو ځواکونو مشر وو، د هغه خلاف د کوم جرم چارجیز نه دي لګول شوي او هغه پخپله وايي هيڅ غلط کار يې نه دی کړی.

بروکینګز خپلې عملې ته په يو ايميل کې ليکلي چې پلټنې د ادارې خلاف نه دي روانې او اداري چارې به ايکزېګټيو وايس پرېزېډنټ ټېډ ګيير په مخه وړي. په ايمېل کې ليکلي شوي:

“مونږ ډاډمن يو چې د بروکینګز ټيم دا استعداد لري چې د اعلی کچې خدمات ورسوي، ازادي وساتي او خپل اهميت ثابت کړي”.

ايف بي ای د ايلن د پلټنو سره سره يو بل پخوانی سفارتکار رچرډ اولسن څوک چې په متحده عرب امارات او پاکستان کې د سفير په حيث پاتې شوی هم په خپله ولقه کې اخیستی چې تېره اوونۍ يې د ايف بي ای تورونو ته تسليم شوی وو.

د دې تر څنګ عماد زبيري چې يو سياسي پانګوال دی د کرپشن په تور کې دوولس کاله قيد شوی. د کانګرس يو شمېر نور غړي هم د پلټنو په ترڅ کې پوښتل شوي دي.

د ايف بي ای يو ايجنټ د سرچ وارنټ په ملاتړ په خپل بيان حلفي کې ويلي “پوره ثبوتونه لري چې ايلن په اراده د فارن لابينګ قانون مات کړی او بيا يې د دروغو بيانونه ورکړي او ډېر مهم دستاويزات يې ايسار کړي دي”.

د قطر د پاره د ايلن د مبينه کار په ترڅ کې چې کومې پلټنې کيږي په هغې کې قطر ته د ايلن سفر، د ملک د سرمشرانو سره ملاقاتونه چې پکې ورته رو ګودر وښيي څنګه به د امريکا په پاليسۍ اثر انداز کېږئ او څنګه به خپله مدعا د وايټ هاوس چارواکو او د کانګرس غړو ته رسوئ.

ايلن د بروکینګز انسټيټيوشن د صدر جوړېدو نه وړاندې د ادارې يو سينير فيلو وو او د ادارې د دفتري ايمېل په ذريعه يې د قطر سره رابطې کړي دي.

قطر د ډېرې مودې نه د بروکینګز غټ مالي مرستيال دی خو ولې اداره وايي د قطر نه مالي مرستې اخیستل يې بند کړي.

د ادارې په ايميل کې ويل شوي “د بروکینګز پاليسۍ په ځای او کوټلې دي چې د هغه چا نه مرستې وا نه اخلي چې په ريسرچ اغېز ولري

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG