لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو په پنجشېر کې عام خلک غیرقانوني‌ نیولي او کړولي


واشنګټن ــــ د بشري حقونو د څار سازمان نن د جمعې په ورځ په یو بل رپوټ کې ویلي چې د طالبانو امنیتي ځواکونو په شمالي ولایت پنجشېر کې عام خلک په دې تور په غیرقانوني توګه نیولي او ځورولي چې ګواکې د دوی له مخالفې ډلې سره تړاو لري.

په پنجشېر کې د طالبانو د اطلاعاتو مشر نصرالله ملکزاده څو ورځې وړاندې واشنګټن پوست ته ویلي چې په پنجشېر کې جګړه نه شته، خو د بشري حقونو د څار سازمان وایي د مې میاشتې له نیمایي راهیسې په دې ولایت کې جګړه تېزه شوې ده:

"د ملي مقاومت جبهې ځواکونو د طالبانو پر ټولیو او چیک پوسټونو بریدونه کړي، طالبانو یې په غبرګون کې زرګونه جنګیالي په دې ولایت کې ځای پر ځای کړي او هغوی د پلټنې په عملیاتو کې د سیمې هغه خلک په نخښه کوي چې دوی ګومان کوي د دوی د مخالفې ډلې ملاتړي دي".

د بشري حقونو د څار سازمان د اېشیا د څانګې مرستیاله مشره پېټریشیا ګاسمین وایي طالبانو په پنجشېر کې د «ملي‌ مقاومت جبهې» په وړاندې د جګړې په غبرګون کې په چټکۍ سره د عامو خلکو په وهلو ټکولو لاس پورې کړی دی:

"په خپلو لیکو کې د سنګینو سرغړونو تر سره کوونکو ته په سزا ورکولو کې د طالبانو اوږدمهاله ناکامي نور عام خلک له خطر سره مخ کوي".

د بشري حقونو د څار سازمان وایي د طالبانو ځواکونه په نورو ولایتونو کې هم د پلټنې په عملیاتو کې غیرعدالتي وژنې کړې او نیول شوي جنګیالي او نور بندیان یې په جبري توګه بې درکه کړي دي چې وایي دا جنګي‌ جرمونه دي.

که څه هم طالبانو لا په رسمي توګه د بشري حقونو د څار سازمان د جمعې د ورځې رپوټ ته څه جواب نه دی ویلی خو د دې سازمان د پنجشنبې- زیارت د ورځې رپوټ ته په جواب کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې رد کړې وې. مجاهد په یو بیان کې ویلي وو:

"د بشرحقوقو د څار سازمان هغه ادعاوې ناسمې او بې اساسه دي چې ګواکې د افغانستان اسلامي امارت د چارواکو له خوا بې ګناه خلک وژل شوي یا د اتباعو حقوق تلف شوي دي".

د بشري حقونو د څار سازمان وایي د پنجشېر په اړه دغه معلومات ورته د بشري حقونو لپاره کارکوونکي هغه تن ورکړي چې د طالبانو له بنده له خوشي شویو ګڼ شمېر بندیانو سره یې خبرې کړې او یا یې له هغې سرچینې اخیستي چې د طالبانو د زندانونو په اړه یې مخامخ معلومات لرل.

د رپوټ له مخې را خوشي شویو بندیانو ورته ویلي چې د طالبانو امنیتي ځواکونو د جون میاشتې په پیل کې د پنجشېر د خینج ولسوالۍ شاوخوا 80 تنه ونیول او ویې وهل چې د مقاومت جبهې په اړه ورته معلومات ورکړي.

وایي تر ډېرو ورځو وروسته طالبانو په دوی کې 70 تنه خوشي کړل، خو وایي 10 تنه یې لا هم په دې تور له ځانه سره ساتلي دي چې ګواکې خپلوان یې د دوی د مخالفې ډلې غړي دي، د بشري حقونو د څار سازمان دا اجتماعي سزا بللې ده:

"مخکینیو بندیانو ویلي د ولسوالۍ په زندان کې نیژدې 100 تنه نور بندیان هم ساتل شوي چې له «مقاومت جبهې» سره د تړاو تور پرې لګېږي، دوی یو هم خپلې کورنۍ او وکیل ته رسایي نه لري. ځینې نور په غیررسمي زندانونو کې ساتل شوي‌ دي".

د بشري حقونو د څار سازمان وایي د بشري حقونو د نړیوال قانون یا د جګړې د نړیوال قانون له مخې په جګړه کې ښکېلې ټولې غاړې باید له بندیانو سره انساني چلند وکړي. وایي کله چې څوک بندیان کړي سمدستي باید د جرم په تور مقدمه پرې وشي یا خوشي کړل شي.

دې سازمان د بشري حقونو د ځینو ډلو او د افغانستان د ځایي او نړیوالو رسنیو د رپوټونو په بنیاد ویلي، د ځینو هغو کسانو ځای ځایګی معلوم نه دی چې طالبانو په پنجشېر کې نیولي وو او وایي په دوی کې یې ځینې له «مقاومت جبهې» سره د مشکوک تړاو په تور وژل شوي‌ دي:

"په ځینو ځایونو کې د وژل شویو کسانو مړي نورو کسانو ته د څرګند خبرداري لپاره ښکاره کړل شوي دي".

طالبان چې د تېر کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د وسلو په زور واکمن شول، په خلاف یې په پنجشېر ولایت کې د پخواني قومندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود د «ملي مقاومت» په نوم محاذ جوړ کړ، چې تر اوسه په پنجشېر او ورڅېرمه ولایتونو کې له طالبانو سره جنګېږي.

د طالبانو ځواکونه په پنجشېر کې د طالبانو د دفاع د وزیر ملا محمد یعقوب په مشرۍ جنګېږي، ملا یعقوب د مې میاشتې پر 21مه ویلي وو، هیچاته به اجازه ور نه کړي چې په پنجشېر کې "امنیت خراب" کړي.

XS
SM
MD
LG