لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کابل کې پر یوه موټر چاودنې څلور تنه وژلي او درې ټپیان


واشنګټن ـــ د افغانستان په پایتخت کابل کې د شنبې- خالي په ماښام د سورلیو پر یوه ښاري موټر بمي چاودنه شوې ده چې د طالبانو د پولیسو په وینا څلور تنه پکې وژل شوي او څو نور ټپیان شوي‌ دي.

د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ فرانس پریس خبري ایجنسۍ ته ویلي، د کابل ښار په ختیځ کې د احمدشاه بابا په نوم سیمه کې بتخاک چوک ته څېرمه په یوه مرسډیز موټر کې بم ایښودل شوی او چاودل شوی دی.

خالد ځدراڼ دا نه دي ویلي چې په موټر کې څوک د چاودنې هدف وو، خو یوې ځایي رسنۍ «افغانستان انټرنېشنل» پر خپل ټویټر یوه ویډیو خپره کړې چې پکې وېډیو جوړوونکی وایي په وژل شویو کې درې تنه د تېر حکومت کارکوونکي‌ وو:

"ځانمرګی سوی دی، درې نفره د مخکینۍ ادارې [د تېر حکومت] پرسونل پکې وژل سوي او یو عام تن پکې شهید سوی دی، درې نفره پکې ټپیان سوي دي".

د پولیسو ویاند لومړی ویلي وو ګومان کوي چې دا به په موټر کې د سلنډر چاودېدو پېښه وي ځکه چې تر چاودنې وروسته پر موټر اور بل شوی وو.

د چاودنې ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو په تېرو میاشتو کې هم په کابل کې د سورلیو پر هغو موټر د بمي چاودنو ذمه وارۍ داعش خراسان ډلې منلي چې هزاره شیعه مسلمانان پکې سپاره وو.

د تېر کال په اګست میاشت کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي د کابل، کندوز، بلخ او ننګرهار په ګډون په یو شمېر سیمو کې بمي چاودنې او ځانمرګي بریدونه شوي دي چې پکې سلګونه عام خلک وژل شوي او ټپیان شوي دي.

په کابل، بلخ او کندوز کې پر جوماتونو د هغو ځانمرګو بریدونو او چاودنو ذمه وارۍ داعش خراسان ډلې پر غاړه اخیستې دي چې پکې شیعه مسلمانان په نخښه شوي وو.

که څه هم د طالبانو حکومت وایي داعش خراسان ډله په افغانستان کې خپل کوم مرکز نه لري خو وخت په وخت د دې ډلې پر وسلوالو د بریدونو او عملیاتو خبرونه ورکوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله وایي د دوی د استخباراتو د ادارې ځانګړو ځواکونو تېره شپه په یو لړ خاصو عملیاتو کې د شمالي ولایت تخار د مرکز تالقانو ښار په یوه سیمه کې د داعش خراسان ډلې خلاف عملیات کړي دي:

"د یادو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د خوارجو [داعش خراسان] د مهم قومندان یونس ازبکستاني په شمول اته تنه کلیدي افراد و وژل شول".

خو د سیمې عیني شاهدانو بیا ځینو رسنیو ته ویلي چې دا جګړه د طالبانو د مختلفو ډلو تر خپل منځ شوې ده، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG