لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي په زرګونو افغانان بیرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستانه کړي


واشنګټن ــــ د ترکي چارواکي او د کډوالو نړيوال تنظيم وايي، په تېرو شپږو مياشتو کې ترکي د ۱۸۰۰۰ نه زيات افغانان په خصوصي جهازونو کې بېرته افغانستان ته لېږلي دي، چرته چې په لکونو خلک د لوږو تندو سره مخ دی او دغه هېواد د وړاندې نه د لوي بشري بحران ښکار دی.

د کډوالو د نړيوال تنظيم وياندې صفا مسېحلي وي او ای ته ويلي‌، "افغانستان کې حالات داسې نه دي چې ورته دې کډوال ستانه کړی شي" .

ملګري ملتونه وايي، د طالبانو د قبضې وروسته په افغانستان کې بشري بحران تر ټولو خطرناکې کچې ته رسېدلی او ملګرو ملتونو په دغه هېواد کې د بشري مرستو د پاره د ۴.۴ اربه ډالرو د مرستو خواست کړی.

طالبان پخپله هم په افغانستان کې روان بشري بحران مني خو د اقتصادي کړکېچ ذمه وار يې نړيوال بنديزونه ګڼي.

د کډوالو نړيوال تنظيم لخوا تابيه شوی يو رپوټ ښايي، د طالبانو د قبضې وروسته نزدې ۸۴۰۰۰۰ افغانانو د قانونوي اسنادو بغېر نورو ملکونو ته اوړېدلي دي.چې د کال ۲۰۲۱ م د جنورۍ نه تر اګست پورې کډوال شوي افغانانو دوه چنده شمېره ده.

زيات تره افغانان ترکي ته ځي د چرته نه چې بيا هغوی نورو يورپي هېوادونو ته اوړي، رپوټونه وايي‌ تېر کال ۲۳۰۰۰ افغانانو په جرمني کې سياسي پناه اخيستې.

اکثره افغانان د ايران په لار ترکي ته اوړي، تېر کال هم ايران دغسې ۷۶۰۰۰۰ افغانان چې ورسره سفري اسناد پوره نه وو، بېرته افغانستان ته ورلېږلي وو.

د اوکراین د جګړې د لاسه هم نزدې ۱۴۵۰۰۰ يوکريني وګړي په ترکي کې په پناه اخستلو مجبوره شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اېجنسي وايي، په ترکي کې د شام، عراق او افغانستان ۳۸ لکه پناهګزين دېره دي چې دا په ګرده نړۍ کې په يو ملک کې د پناهګزينو تر ټولو زياته شمېره ده، چې د ترکي په اقتصاد يې ډېرې بدې اغېزې کړي او په دغه هېواد کې د ګرانۍ کچه ۶۱٪ ته لوړه شوې ده د دې ترڅنګ د ترکي کرنسي ليرا هم نيم په نيمه خپل قدر باېللی.

په ترکي کې په کال ۲۰۲۳م کې د جون په مياشت کې انتخابات کېږي او اکثره سياسي مشران د ترکي‌د خرابېدونکي اقتصاد لوي علت د پناهګزينو بهير ګڼي.

د ترکي ښی اړخيزه ګوند، د ګوډ پارټي، نعره ده چې فتح به ترلاسه کوي او ټول پناهګزين به د ترکي نه شړي.

په ترکي کې شوې وروستۍ سروی ښايي‌ ۷۸٪ ترکيان غواړي چې د ملک نه يې پناهګزين اويستل شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره يو اېن اېچ سي آر وايي،‌د شام او وېنزوېلا وروسته د افغانستان پناهګزين تر ټولو زيات دي چې شمېره يې اويشت لکه ده او د نړۍ په ۹۸ ملکونو کې رجسټرډ دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG