واشنګټن ــــ په کابل کې پرون د سیکانو پر ګوردواره په بمي برید او ډزو کې دوه تنه وژل شوي او اووه تنه ټپیان شوي وو، ملګرو ملتونو، هند او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په ګډون ګڼ شمېر سیاسي مشرانو دا برید په کلکه غندلی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما پر خپله ټویټر او فېسبوک پاڼه د سیکانو پر برید په کلکه غندلی دی او لیکلي یې دي:
"پر ملکيانو بريدونه بايد په سملاسي توګه ودرول شي. يوناما د سیکانو، صوفيانو او هزاره افغانانو په ګډون د ټولو لږکيو د خونديتوب غوښتنه کوي".
د شنبې- خالي په سهار وختي د کابل په کارتې پروان سیمه کې د سیکانو پر ګوردواره لومړی بمي چاودنې شوې وې او وروسته د وسلوالو کسانو او طالبانو تر منځ نښته پیل شوې وه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور رسنیو ته ویلي وو، چې له درو چاودنو او جګړې وروسته یو سیک وګړی او یو طالب وژل شوي او اوه تنه ټپیان شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل حکومت له خوا دا برید "په کلکو ټکو" غندلی او دا یې د افغان ولس "د دښمنانو" کار بللی دی. مجاهد پر ټویټر لیکلي:
"د افغانستان اسلامي امارت د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي او د دې جنایت د عاملینو د پېژندنې او مجازاتو لپاره د جدي اقداماتو ډاډ ورکوي".
د دې برید ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو په دې وروستیو کې چې پر شیعه مسلمانانو په بلخ، کندوز او کابل کې کوم بریدونه شوي ذمه وارۍ یې داعش خراسان ډلې منلي دي.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر په کابل کې د سیکانو پر ګوردواره برید یو «ډارن» عمل بللی او په یو ټویټ کې یې لیکلي چې دا برید باید د ټولو له خوا په کلکه وغندل شي:
"موږ له هغه راهیسې- چې له دې بریده خبر شوي یو- دا پېښه له نیژدې څارو. زموږ تر ټولو لومړۍ او مهمه اندېښنه [د سیک او هندو] لږکیو خیرښېګړه ده".
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په کابل کې د سیکانو پر ګوردواره برید غندلی دی. په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په پرله پسې درو ټویټونو کې په افغانستان کې پر وروستیو بریدونو اندېښنه څرګنده کړې ده:
"پاکستان په افغانستان کې پر عبادت ځایونو د ترهګرۍ پر وروستیو بریدونو سخت اندېښمن دی. تېره ورځ ترهګرو په کندز کې د امام صاحب جومات په نخښه کړ چې ګڼ شمېر لمونځ کوونکي یې شهیدان او ټپیان کړل. د ترهګرو دغه عمل په بشپړه توګه ناوړه دی چې مذهبي ځايونه په نخښه کوي".
د افغانستان په پارلمان کې د هندوانو او سیکانو مخکینۍ استازې انارکلي هنریار هم دغه برید غندلی دی. انارکلي د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له خپلې کورنۍ سره هندوستان ته کډه شوې ده. هغې پر ټویټر لیکلي امکان لري چې د دې برید تر شا د پاکستان لاس وي، خو پاکستان په افغانستان کې په دا ډول بریدونو کې تل لاس لرل رد کړي دي. انارکلي هنریار لیکلي:
"هندوان او سیکان د افغانستان اصل اوسېدونکي دي، ځینې هېوادوال وایي د کابل او ډیلي د نویو اړیکو په خاطر هندوان او سیکان په نخښه کېږي، موږ افغانان یو او بې له ویزې په هند کې د پاتېدو اجازه نه لرو، نو ولې د هند ټاپه راباندې لګېږي".
د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي، د تېر حکومت د ملي پخلاینې د شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او د مخکیني ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په ګډون ګڼ شمېر نورو افغانانو هم دغه برید په کلکه غندلی دی.
د تېر کال په اګست کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شول د نورو لکونو افغانانو غوندې په زرګونو افغان هندوان او سیکان هم هندوستان ته کډه شول خو یو شمېر یې لا هم په هېواد کې پاته دي.