لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روس خبريال خپله نوبل امن جايزه د اوکرين د ماشومانو د پاره په 103.5 ميلين ډالر نيلام کړه


واشنګټن - د روس په ازادو اخبارونو کې د يو اخبار چيف ايډيټر ډيميټري موراټوف خپله هغه د نوبل ګټلې جايزه په 103.5 ميلين ډالره نيلام کړه چې په کال 2021 کې ورته ورکړل شوې وه.

ښاغلي موراټوف ویلي دغه پيسې به يې د روس د يرغل په وجه د بې کوره کړل شوو اوکريني ماشومانو د پاره خرڅ کيږي.

نيلام منتظيمينو د بولۍ ګټونکي نوم څرګند نه کړو خو د کډوالو د نړيوالې ورځې په موقع نيلام شوې جايزه تر اوسه د ټولو نه په زياته بيه خرڅه شوې ده.

موراټوف د نيلامۍ نه وروستو وويل “زما هيله وه چې د يووالي د پاره به دا ډېرې پيسې راوړي خو دا باور مې نه کولو چې دومره ډېرې پيسې به وکړي”.

دا پيسې به د يونېسېف په لاس د اوکرين بې کوره شوو ماشومانو ته رسول کيږي. موراټوف او د فيلپينز خبريالې ماريا رېسا دا جايزه په خپلو هېوادونو کې د اظهار د ازادۍ د پاره د کار کولو په سر ګټلې وه.

په يو تصوير کې ښيي چې د نيويارک په ټايمز سنټر کې يو تن دغه جايزه د نيلام نه وړاندې ميډيا ته وښودله.

د دې نه وړاندې په کال 2014 کې د نوبل امن جايزه په 4.76 ميلين ډالره نیلام شوې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG