لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: پر دوو طالب مشرانو بندیزونه زموږ په وړاندیز لګېدلي. طالبان: دا پرېکړه له انصافه لرې ده


واشنګټن ـــــ د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو په کابینه کې پر دوو اعلی چارواکو د ملګرو ملتونو له خوا سفري بندیزونه د دوی په وړاندیز لګول شوي‌ دي. طالبانو هم د دوی د تعلیم پر وزیر او مرستیال بندیزونه له انصافه لرې بللي دي.

د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس د سه شنبې- نهې په ورځ په خبري غونډه کې وویل، امریکې وړاندیز کړی وو چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا ګام واخلي:

"[دا کار مو ځکه وکړ] چې طالبان پوه شي تر شپږم ټولګي پورته له تعلیمه د نجونو منع کول بدې نتیجې لري، د ملګرو ملتونو دا پرېکړه یې یو مثال دی. امنیت شورا په خپلو اعلامیو کې بشري حقونو، نجونو، ښځو او اقلیتونو ته د احترام نه لرلو له کبله خپلې اندېښنې شریکې کړې دي."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا پرېکړه له انصافه لرې او د دوی پر حکومت بې ‌ګټې فشار بللی. د دې وزرات د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد رسنیو ته په یو استول شوي تصویري پیغام کې ویلي:

"د بهرنیو چارو وزارت په اسلامی امارت دا ډول فشارونه د ازمویل شويو ناکامو تجربو تکرار بولي چې هیڅ نتیجه به ور نه کړي."

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي دوی به په ملګرو ملتونو کې له خپلو شریکو هېوادونو او نورو سره په دې اړه سلا مشورو او همږغۍ ته دوام ورکړي، چې د افغانو ښځو او نجونو او نورو د حقونو او ازادۍ محدودوونکي جواب ووایي.

نیډ پرایس وایي په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو جواب ورکول یواځې د هغو کسانو کار نه‌ دی چې په دې هېواد کې د تشدد په وروستیو پېښو تورن دي بلکې هغه کسان هم پکې شامل دي چې بشري حقونو خصوصاً د اقلیتونو حقونو ته پام نه کوي.

بل لور ته د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا پرېکړه ستایلي چې د بندیزونو په فهرست کې یې د دوی د نورو 13 مشرانو د سفرونو د اجازت وخت غزولی دی.

ملګرو ملتونو د طالبانو د لوړو زدکړو لنډمهالی وزیر عبدالباقي حقاني او د تعلیم وزارت مرستیال سید احمد شهیدخېل د جون پر 21مه د بندیزونو په هغه فهرست کې ساتلي چې نه شي کولای نورو هېوادونو ته سفر وکړي. ملګرو ملتونو د دې سبب د ښځو پر کار او ازادۍ او د نجونو پر تعلیم بندیزونه بللي وو.

ټاکل شوې وه چې د طالبانو پر 15 مشرانو د سفر کولو د اجازت موده د جون پر20 ختمه شوې وای، خو د فرانس خبري‌ ایجنسۍ د ځینو سفارتکارانو له خولې ویلي‌ چې په دوی کې د 13 طالب مشرانو د سفري معافیت موده لږ تر لږه دوې میاشتې نوره هم غزول شوې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مشره هېدر بار ویلي وو، دا پرېکړه تر هیڅ نه کولو ښه ده خو وایي ناهیلې کوونکې ده ځکه چې وایي د نجونو د تعلیم او ښځو د حقونو پر سر په هغوی باندې باید زیات فشار واچول شي.

په مجموعي توګه تر اوسه د طالبانو پر 41 چارواکو لا هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ‌سفري بندیز لګېدلی دی. درې کاله وړاندې د امریکې د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت پر مهال د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره یواځې د 14 طالب مشرانو پر سفر بندیز د لنډې مودې لپاره لرې کړی شوی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG