لاس رسیدونکی لینک

 
ملګرو ملتونو په طالبانو ټينګار کړی چې په بشري حقونو بندیزونه ختم کړي
تازه خبر

ملګرو ملتونو په طالبانو ټينګار کړی چې په بشري حقونو بندیزونه ختم کړي


د ملګرو ملتونو امنيتي شورا [سيکيورټي کونسل] د زیارت/ پنجشنبې په ورځ د افغانانو سره په زلزله د خواخوږۍ څرګندونه کړې او په طالب چارواکو يې په ښځو د بندېزونو د لرې کولو او په هېواد کې د ثبات دپاره فشار دومداره ساتلی دی.

د البانيه سفير فېريټ هوکسا د 15 کسيزې شورا د نهه غړو په استازيتوب خبريالانو سره په خبرو کې ویلي،

"مونږ د طالبانو څخه غوښتنه کوو چې په سمدستي توګه هغه پاليسيانې او کړنې بيرته واخلي کومو چې د بشري حقونو او د افغان ښځو او جينکو بنيادي ازادي محدوده کړې، او کومې چې بشري، اقتصادي، د بشري حقونو او ټولنيز بحران سېوا کوي او په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات هدف کمزوری کوي".

د طالبانو حکومت په 23 مارچ د هلکانو او جينکو دپاره د ثانوي تعلیم دپاره سکولونه پرانستي خو لا چې درسونه پېل شوي نه وو، د طالبانو حکومت امر کړی وو چې د شپږم ټولګي نه بره جينکۍ دې بیرته کورونو ته ولېږل شي.

او د طالبانو د تعلیم وزارت ويلي وو، "کله چې په دې اړه له شريعت او افغاني دود او کلتور سره سمه جامع طرحه جوړه او د اسلامي امارت د مشرتابه حکم وشي بيا به مکاتبو او ليسو ته رسماً خبر ورکول شي."

ملګرو ملتونو ويلي د طالبانو دغه پرېکړې 1.1ملينه جينکۍ اغېزمنې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر مارټن ګريفټس د شورا غړو ته ویلي، "په نړۍ کې بل يو داسې هېواد نشته چې د سيکنډري سکولونو څخه جينکۍ منع کوي".

طالبانو په افغانستان کې بې د نارينه و څخه د ښځو په ګرځېدو هم بندېز لګولی او په 7 مې يې ټولو ښځو ته امر کړی چې مخونه او سرونه پټ ساتي او په کورونو کې پاتې شي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې ترينه ساها ويلي، "که طالبان د نړيوالې ټولنې سره خپلې اړيکې سمول غواړي، بايد په سمدستي توګه د ښځو د ټولنيز ژوند ، سياسي او اقتصادي ژوند څخه لرې نه ساتلو په اړوند ګامونه پورته کړي".

طالبان چې په افغانستان کې په واک کې راغلي تراوسه يو ملک هم د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.

د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو د مرستو او همکارۍاستازي رميز الکبروف د کابل نه د ويډيو لنک د لارې د شورا غړو ته ويلي مونږ د طالبانو د حکومتي ځواکونو او وسله والو سياسي مخاليفينو ترمېنځ په پنجشېر او بغلان ولايتونو کې نښتې وينو، هم دغسې وينو چې سیاسي مخالفين او داعش په طالبانو بريدونه کوي.

د ګل يا دوشنبې په ورځ ملګرو د طالبانو د 13 غړو سفري بندېزونه غځولي او د تعلیم په برخه کې اړونده دوه طالب چارواکو باندې يې دغه سفري بنديز په ځای کړی دی.

د طالبانو يو لوړ پوړي چارواکي د ملګرو ملتونو دغه اقدام ته غېر مخلصانه او ناانصافي ويلي وو.

يوې فعالې يلدا رويان ويلي، که په راتلونکو 60 ورځو کې د ښځو د حقونو په اړوند کوم پرمختګ ونه شو، د طالبانو په مشرانو دې سفري بنديزونه ولګول شي.

هغې پوښتنه راولاړه کړې، که افغان مېرمنۍ/ ښځې په ازاده نه شي ګرځېدی نو طالبان دې ولې ګرځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG