لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امېنډا بېنېټ د وي او اې د سرپرستې ادارې د مشرۍ لپاره د سېنټ کمېټۍ منظوري تر لاسه کړه


واشنګټن ـــــ د امریکې د سېنټ د بهرنیو اړیکو کمېټۍ د امریکې د نړیوالې مېډیا ادارې یا یو ایس اې جي ایم د مشرۍ لپاره د وي او اې د مخکینۍ مشرې مېرمن امېنډا بېنېټ منظوري ورکړه، چې صدر جوبایډن دې څوکۍ ته نومولې وه.

د یونایټیډ سټېټس اېجنسي فار ګلوبل مېډیا د مشرې په توګه د ټاکل کېدو لپاره مېرمن امېنډا ته په سېنټ کې د اکثریت غړو له خوا د رایو اخیستلو اړتیا ده.

د سېنټ په کمېټۍ کې د اکثریت ډیموکرېټانو د اړیکو مشر جوان پېچن وي او اې ته وویل، کمېټۍ په کانګرس ودانۍ کې د پنجشنبې- زیارت د ورځې په غونډه کې په «یوه خوله» د مېرمن بېنېټ منظوري ورکړه:

"د دې معنا دا ده چې هغه [امېنډا بېنېټ] د حکومتي څوکیو لپاره په ګڼو نومول شویو کسانو کې وه چې د یوې ډلې په توګه د ټولو تایید وشو". یو ایس اې جي ایم د ويس آف امریکا سرپرسته اداره ده.

ښاغلي پېچن وویل د مېرمن امېنډا او پینځو نورو نومول شویو امریکایي سفیرانو منظوري د هغه «پراخ تړون» برخه وه، چې د ډیموکرېټانو د کمېټۍ مشر باب مېنډیز یې وړاندیز کړی وو.

پېچن وایي "د نتیجې په توګه، هیڅ یوه رایه هم نه ده ریکارډ شوې"، خو دا یې ونه ویل چې په تړون کې څه شامل دي او د ډیموکرېټانو په اکثریت سېنټ کې به د امېنډا بېنېټ د وروستۍ منظورۍ لپاره رایې کله ورکول کېږي.

د وي او اې د رپوټ له مخې په سېنټ کې ډیموکرېټانو په ښکاره د یو ایس اې جي ایم مشرۍ ته د مېرمن امېنډا د نومول کېدو مخالفت نه دی کړی او وایي امکان لري چې په سېنټ کې هم منظوري ورکړل شي.

د سېنټ کمېټۍ تر غونډې وروسته د ریپبلکن ګوند سنېټر مېکرو روبیو له کانګرس ودانۍ بهر وي او اې ته وویل، ده په هغو خلکو کې د مېرمن امېنډا نوم نه واورېد چې پر مختلفو نومول شویو کسانو بحث کېده.

امېنډا بېنېټ د خبریالانو لپاره د مشهور نړیوال پولیټزر انعام ګټونکې ده، چې له 2016 او تر 2020م کال پورې د ويس آف امریکا مشره وه.

امېنډا د 2020م کال په جون کې له خپلې څوکۍ هغه وخت استعفی ورکړه، چې د مخکیني ولسمشر ډانلډ ټرمپ له خوا نومول شوی مایکل پېک د سېنټ منظوري تر لاسه کړه او د یو ایس اې جي ایم مشر وټاکل شو.

د ریپبلکن ګوند له سنېټر مېکرو روبیو وپوښتل شول چې د بېنېټ د نومول کېدو په اړه څه نظر لري، روبیو وویل ده د هغې مرکې پر طریقه ځینې پوښتنې لرلې چې وي او اې د چین له مشهور حکومت مخالف تن سره د امېنډا بېنېټ د مشرۍ په وخت کې کړې وه.

"خو بالاخره، تاسو پوهیږئ، هغه د نومول شویو کسانو په ګروپ کې شامله وه، د هغې د منظورۍ په اړه کومه شخصي رایه نه وه، ځکه نو د دې منظوري ورکړل شوه."

روبیو د مېرمن بېنېټ د 2017م کال هغې پرېکړې ته اشاره وکړه چې د چینایي بیلینېر یا ارب پټي او پر بېجینګ له مشهور تنقید کوونکي ګوو وېنګوي سره د وي او اې د مېنډرین څانګې پلان شوې درې ګنټې مرکې د لنډولو په اړه یې کړې وه.

مېرمن بېنېټ هغه وخت د مېنډرین سرویس مشر ساشا ګونګ او د دې څانګې نور کارکوونکي له دې کبله له کاره ګوښه کړي وو چې ګوو وېنګوي د اوږدې مرکې د لنډولو په اړه د دې لارښوونې یې نه وې عملي کړې.

پر مېرمن بېنېټ تنقید کوونکو تور لګولی وو چې د حکومت مخالف ګوو وېنګوي د خاموش کولو لپاره یې د چین حکومت فشار ته غاړه ایښې ده، خو د وي او اې د پبلک ریلېشن دفتر وویل چې د هغې لایو یا مخامخ مرکې د کولو پرېکړه د دریمې ډلې تر بیاکتنې د خبریالۍ د غوره اصولو په بنیاد شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG