لاس رسیدونکی لینک

 
ناروې: تر کلب دباندې ډزو کې دوه تنه وژل شوي، 21 ټپیان، پولیسو «د ترهګرۍ عمل» بللی
تازه خبر

ناروې: تر کلب دباندې ډزو کې دوه تنه وژل شوي، 21 ټپیان، پولیسو «د ترهګرۍ عمل» بللی


واشنګټن ـــــ د ناروې په مرکز اوسلو کې په یوه وسلوال برید کې دوه تنه وژل شوي او شاوخوا 21 نور ټپیان شوي دي. پولیسو دا د ترهګرۍ پېښه بللې ده.

دا برید د جون پر 25مه په ځایي‌ وخت د شپې شاوخوا یوه بجه د همجنس بازانو پر یوه کلب شوی وو.

د ناروې وزیراعظم یوناس ګارسټورا ویلي، چې دا پر "بې ګناه خلکو یو ظالمانه او له صدمې ډک" برید وو. وزیراعظم ګارسټورا پر خپل فېسبوک د پېښې له اغېزمنو کسانو سره خواخوږي کړې ده:

"موږ لا هم نه پوهیږو چې د دې وحشتناک عمل تر شا څه وو، خو هغو [د ایل جي بي ټي کیو ټولنې غړو] ته چې دې پېښې وېرولي او په غم کې دي، دا ویل غواړم چې موږ ټول درسره ولاړ یو".

پولیس وایي د برید په تړاو یې یو تن نیولی چې د ناروې ایراني نسله ښهریت لرونکی دی او دا پېښه یې د «اسلامي ترهګرۍ عمل» بللی دی.

پولیسو د نیول شوي تن نوم نه دی ښکاره کړی خو وایي دا خبره تایید شوې ده چې هغه ذهني ناروغي لرله. پولیس پر مشکوک نیول شوي کس د وژنو، د وژنې د هڅو او ترهګرۍ تورونه لګولي دي.

پولیس وايي، نیول شوی بریدګر تر دې وړاندې په کوم لوی جرم تورن نه وو، خو وایي له هغه یې وسله هم تر لاسه کړې دي‌ چې یو اټومېټیک ټوپک او یوه توپنچه ده.

ډزې په اوسلو ښار کې په «لندن پب» کې دننه او بهر شوې دي، چې هلته ګڼ شمېر د ایل جي بي ټي کیو ټولنې غړي یا همجنس بازان را غونډ شوي وو. «لندن پب» د همجنس بازانو د ټولنې د اوسلو تر ټولو مشهور کلب دی.

د اسوسیېټیډ پریس په وینا، د ناروې د سرکاري خبري ایجنسۍ این آر کې خبریال اولار روینبرګ ورته ویلي چې هغه د برید په وخت د پېښې په ځای کې موجود وو:

"ما یو سړی ولید بېګ یې په لاس کې وو، ناڅاپه یې ټوپک راویست او ډزې یې پیل کړې. لومړی ما فکر کاوه چې دا یو جعلي ټوپک دی، بیا چې د نیژدې شرابخانې د دروازو او کړکیو ښیښې ماتې شوې نو ما منډې کړې چې پټ شم".

د پولیسو ویاند ټور بارسټیډ وویل چې په برید کې ټپي شوي کسان روغتون ته وړل شوي دي، چې وایي نور یې برسېرن ټپیان وو او رخصت کړل شوي خو اته تنه اوس هم تر درملنې لاندې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG