لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو د افغانستان د زلزله ځپلو سره د ۱۱۰ میلین ډالرو بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې


واشنګټن ــــ ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بشري مرستندويه ادارو له افغان زلزله ځپلو سره د ۱۱۰ میلیون ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره اوچا وايي د افغانسستان پهجنوب ختیځ کې د جون د ۲۲ مرګونې زلزلې د مهمو ضرورتونو تر څنګ کورونه، د صحت مرکزونه، د اوبو انتظام او ګڼ شمېر ښوونځي زیانمن کړي دي.

اوچا تیره شپه په خپل راپورټ کې ویلي چې د یادې زلزلې له امله ۳۶۲۰۰۰ کسان اغېزمن شوي دي. د ملګرو ملتونو دفتر ويلي:

"د افغانستان په جنوب ختیځ کې د یوې زوروري زلزلې له امله په سلګونو کسان مړه شوي او ټپیان شوي دي. ملګري ملتونه او د هغوی بشردوستانه ملګري د افغانستان په درې ولسوالیو کې د زلزلې له امله د ۳۶۲۰۰۰ اغېزمن شوو خلکو سره د مرستې لپاره د ۱۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت درې میاشتنۍ بېړنۍ غوښتنه پیلوي."

اوچا تیره ورځ هم په خپل رپورټ کې وویل چې د پکتیکا ولایت په ګیان او برمل او د خوست په سپیرې ولسوالۍ کې د زلزلې له امله ۲۳۱۶ کورونه نړېدلي او يو شمېر نور د نړېدلو سره مخ دي.

اوچا وایي چې ۸۰۰ کورنۍ هيڅ سرپناه نه لري او د شين اسمان لاندې شپې سبا کوي. د یاد سازمان د معلوماتو له مخې په زلزله کې اووه ښوونځي هم ویجاړ شوي دي چې پنځه یې په ګیان او دوه یې د سپیرې په ولسوالۍ کې دي.

له افغان زلزله ځپلیو سره د مرستې بهیر:

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې له افغان زلزله ځپلیو سره د چین په بشري مرستو بار دوه طیارې کابل ته رسېدلي دي چې د ۸ میلیونو ډالرو ماليت پورې کمبلې او نور توکي پکې دي.

د وي او اې اشنا د رپوټ له مخې ځايي خلک وايي، د پکتیکا ولایت په ګیان او برمل ولسوالیو کې د زلزلې تازه جټکې محسوس شوي دي او د دوی له قوله خلک د زلزلې له ویري له خپلو نړیدلو کورونو څخه لرې په خېمو کې اوسیږي.

د ملګرو ملتونو نه علاوه نړيوالو مرستندوی ادارو هم د انلاين مرستو اپيلونه کړي ځکه چې د افغانستان بينکي نظام د امريکا او غربي هېوادونو د بندېزونو سره مخ دی.

د طالبانو حکومت د پيسو په انلاين ورکړه راکړه بندېز لګولی او وايي دا کار يې ځکه کړی چې يو خو يې کاروبار روڼ نه دی او بله دا چې اسلام د دې اجازت نه ورکوي ځکه په اسلام کې يې کوم مثال نشته.

ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې مرستې دې بايد په راروانو درې مياشتو کې هغه خلکو ته ورورسي چې خپل کورونه بيرته روغ کړي او نور خلک د مرګ ژوبلې نه وژغورل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG