لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په کابل کې «لويه غونډه» رابللې خو ښځې او سیاسي مخالفین به یې پکې نه وي


واشنګټن – طالب چارواکو په کابل کې د لویې جرګې په څېر د پخوانیو جهادي مشرانو «لویه غونډه» را بللې ده، هدف یې د خپل حکومت ځینو پالیسیو او تګلارو ته رسمیت ورکول دي.

د طالبانو لخوا رابلل شوې متنازعه لويه غونډه که يو خوا د نيوکو سره مخ ده خو طالب چارواکي وايي د هېواد د هرې ولسوالۍ او د ټولنې د هرې برخې نمايندګي به ولري.

د رسنيو تر مخه په دې لويه غونډه کې د ښځو او سياسي مخالفينو ګډون نه شته او نه ورته رابلل شوې دي او دغه رنګ مېډيا ته هم ډېر اهميت پکې نه دی ورکړل شوی.

ولې خبري ادارې ای ايف پي ته طالب چارواکو ويلي په غونډه کې به هر چاته د تنقيد کولو اجازت وي او دا يې هم منلي د جينکو په تعليم د طالبانو تر منځ د نظر اختلاف شته.

طالبانو د افغانستان تاريخي او روايتي لويه جرګه په «لويه غونډه» بدله کړې او د دې تر څنګ يې درې رنګه ملي بيرغ د سرکاري ودانیو نه لرې کړی، زوړ پارلمان مات شوی او زوړ اساسي قانون یا آیین معطل پروت دی.

ځايي سرچينې وايي د ديني عالمانو او جهادي شخصيتونو نماينده غونډه د طالبانو د خپلمنځي اختلافونو د ختمولو او د طالبانو واک ته مشروعيت ورکولو د پاره راغوښتل شوې ده.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي. د طالبانو حکومت تر اوسه يو هېواد هم په رسميت نه دی پېژندلی.

په کابل کې د طالبانو نایب وزیراعظم ملا عبدالسلام حنفي نه چې کله خبريالانو وپوښتل چې غونډې ته به د طالبانو امير او ښځې هم راشي که نه؟ نو هغه وويل “دغه څوک چې رابلل شوي هم دوی به ګډون کوي”.

د نايب وزیراعظم د دفتر نه په خور شوي بيان کې ويل شوي د افغانستان د هرې ولسوالۍ نه دوه ديني عالمان او يو جهادي شخصيت به- چې معلوم وي د اسلام د پاره يې جنګ کړی- په غونډه کې ګډون کوي.

د افغانستان په 34 ولایتونو کې نزدې 4000 ولسوالۍ دي او ټول په ټوله د طالبانو په واک کې دي.

په غونډه کې ښځو ته د ګډون اجازت او بلنه نه ورکولو په سر طالبان د بشري حقونو د تنظيمونو د نيوکو سره مخ دي البته د طالبانو وياند سهيل شاهين ويلي غرب دې د افغانستان په اسلامي ټولنه خپل کلتور نه ورتپي.

د ښځو د حقونو کارمندې او د افغان وومن پيس اينډ فريډم ارګنايزيشن نماينده حليمه ناصري ای ايف پي ته ويلي:

“که په غونډه کې ښځې نه وي نو په دې کې شک نشته چې د سړو فيصله به په انصاف نه وي. دا به افغانو ښځو او جينکو ته د منلو وړ نه وي”.

اغلې ناصري وويل په غونډه کې د ښځو ګډون پکار دی ځکه چې د ښځو په اړه پرېکړې کيږي نو يواځې ښځه ده چې خپل درد د هر چا ښه بيانولی شي او زياته يې کړه “بل هيڅوک د ښځې نمايندګي نه شي کولی. د څلوېښتو کلونو او د تېرو لسو مياشتو په کړاونو يواځې ښځې خبرې دي”.

طالبانو د تېرو لسو مياشتو راهسې د جينکو په لوړو زدکړو بندیز لګولی، ښځې د کارونو نه ويستل شوي، ښځې يواځې او بغير د محرمه سفر نه شي کولی او داسې حجاب يې په ښځو لازمي کړی چې د مخ نه پرته د وجود يوه برخه ښکاره نه وي.

د ګيلپ د تازه سروې تر مخه افغانان تر ټولو زيات زړه ماتي خلک دي او چې ترې وپوښتل شي په ژوند کې یې خوند شته، خندا موسکا کوي، په ژوند کې نوي څه شته، پرون دې ښه ارام کړی وو؟ نو د فيصدۍ په اساس دا کچه ډېره ټيټه شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG