لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو مشر نړۍ ته: نه پر شریعت معامله درسره کوم، نه تعامل درسره کوم، نه یو قدم درسره مخته ځم


پېښور ــــ د افغان طالبانو مشر هبت الله اخند په افغانستان باندې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په وړومبي ځل کابل ته ورغلی اؤ دغلته یې دعلماؤ راجوړې شوې یوې سترې غونډې ته په وینا کې ویلي چې که پرې اټوم بم هم استعمال شي خو حکومت به یې د شریعت له لارې یو قدم هم شاته لاړ نه شي.

پخپله په دې وینا کې هبت الله اخند د جینکو د تعلیم په اړه هیڅ نه دي ویلي البته د غونډې برخه والو ته یې ویلي "موږ بايد د نړۍ د نيوکو پروا ونه کړو، بلکې د اسلامي نظام د پلي کولو هڅه وکړو"، نوموړي د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی خو نړیوالو ته یې ویلي:

"زه ستا د فرمایشاتو نه یم، نه دي فرمایشات منم او نه یو قدم درسره مخته ځم، نه تعامل درسره کوم، نه پر دې شریعت باندې معامله درسره کوم، اوس خو به راغلی یې د بمانو مور به دې استعمال کړې وي چې دا اټم ګرده راباندې استعمال کړې".

په سوشل مېډیا د کابل غونډه کې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده ګډون ته د شک په نظر کتل شوي اؤ ګڼو فعالینو داسې څرګندونې کړي چې ګنې د طالبانو د مشر په نوم غونډې ته راڅرګند شوی شخص مولوي هبت الله نه ؤ .

وتلی خبریال ښاغلی طاهر خان چې دا مهال پخپله هم په کابل کې موجود دی، وایي دطالبانو دمشر د وینا په مهال افغاني اؤ بهرني خبریالان د غونډې تالار ته نه دي ورپرېښودل شوي.

د طاهر خان په وینا کومه وینا چې هیبت الله اخند دې غونډې ته کړې هغه یو رقم د طالبانو راتلونکې تګلاره واضحه کول وؤ خو هغه وایي فکر کوي چې د هبت الله دا وینا به د نړۍ سره د طالبانو اړیکې نورې هم کړکیچنې کړي. طاهر خان وي او اې ډیوه ته وویل:

"هغه وویل په دنیاوي معاملاتو کې خو به موږ له دنیا سره تعلق ساتو خو په اسلامي نظام کې مونږ د چا فرمایشونه نه منو، د ښځو د حقونو عمومي خبره وشوه خو جینکو د تعلیم په اړه خبره ونه شوه، بله خبره هم واضح شوه چې د ټولشموله حکومت خبره یې رد کړه".

طالبانو دمولوي هیبت الله لخوا په پښتو ژبه شوې دا وینا دهغه له ویډیو پرته په رسنیو خپره کړې ده چې هغې کې نوموړي د خپل حکومت د سیاستونو دفاع کړې ده او وایي طالبان په بشپړ ډول د اسلامي نظام د پلي کولو حق لري.

دهغه وینا وه افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په خپلواک ډول پریکړې کوي او د هیڅ کوم هیواد تر اغیز لاندې نه دي.

د طالبانو مشر وویل "نړۍ دې د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي، موږ مستقل یو د هیچا فرمایشات نه منو."

اخندزاده وویل چې دا هیڅکله د طالبانو موخه نه وه چې د بهرنیو اشغالګرو په وړاندې د مقاومت پرمهال افغانان په نخښه کړي خو هغه افغانان چې د بهرني اشغال ساتنه کوي، "مونږ هغوی سره له جګړې پرته بله چاره نه درلوده"

نوموړي د اسلامي امارت د سیاستونو دفاع هم وکړه او وي ویل چې حکومت د نړیوالې ټولنې له ننګونو سره مخ دی.

هغه وويل "کله چې موږ د اسلامي محاکمو د پرېکړو پلي کول پيل کړو، زموږ د حکومت پر وړاندې به زيات مخالفتونه رامنځته شي".

دهغه په وینا"موږ بايد د نړۍ د نيوکو پروا ونه کړو، بلکې د اسلامي نظام د پلي کولو هڅه وکړو".

هغه پر بهر میشتو افغانانو غږ وکړ، چې خپل وطن ته ستانه شي،خو زیاته یې کړه ،چې چاته به زیان نه رسوي او نه به تخریب کوي او که چیرې یې د نظام پر خلاف توطیه وکړه نو بیا به ورته سزا ورکړل شي.

د ملا هبت الله اخوندزاده په اړه د خلکو غبرګون:

په ټولنیزو رسنیو بیا ځینو څېړونکو اؤ فعالانو داسې شکونه هم ښکاره کړي چې ګنې دکابل غونډې ته وینا کوونکی په ریښتیا ملاهیبت الله اخند نه ؤ‌.

د افغانستان دملي راډیو ټیلي ويژیون پخوانی رییس اسماعیل میا خیل هم یو له هغو کسانو له جملې څخه دی چې دملا هیبت الله دغه غونډه کې په ګډون شک څرګندوي.

هغه په ټویټر لیکلي "سم هندي سریال دی. کله یې اروا راښکاره شي، کله په دویمه څېره کې را پیدا شي او کله خپله را ژوندی شي. غږ خو د یوه پنځوس کلن معلومېده خو نه پوهېږم چې د منصورخیلو دغه مشر به نن چا لیدلی وي او که نه؟"

همدا شان څېړونکي اؤ لیکوال میرویس افغان هم ورته شک ښکاره کړی اؤ په ټویټر یې لیکلي "نوی،ځوان، په صحت برابر، په تېرو شلو کلونو کې شل کاله نور ځوان شوی مولوي صیب هیبت الله را څرګند شو. زوړ هیبت الله چې لهجوي تغیر هم له نوي هیبت الله سره لري له نن وروسته رسمأ ختم شو. شکر دی هیواد ته خدای ژوندی امیرالمومنین ورکړ، په ننۍ وینا کې د اردو ژبې(سرزمین) ټکی هم کاراوه"

زیاتره مهال په ټولینزو رسنیو داسې دعوې کیږي چې ګنې دطالبانو مشر هیبت الله اخند څه موده وړاندې دبلوچستان دکچلاک په سیمه کې په یو ځانمرګي برید کې وژل شوی خو طالبان بیا دا دعوې په کلکه ردوي .

طالبان وخت په وخت کندهار ولایت کې ولسي غونډو ته دملا هیبت الله د ویناؤ کولو دعوې هم کوي خو تر اوسه یې دهغه داسې واضحه ویډیو مخې ته نه ده راوړې چې دهیبت الله اخند مخ پکې روښانه وښکاري.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG