لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: طالبان دې د نورو اسلامي‌ هېوادونو نه د ښځو حقونه زده کړي


واشنګټن ـــــ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمېشن مشرې د جمعې په ورځ په طالبانو غږ کړی د ښځود حقونو د ښه کولو په اړه دې د نورو اسلامي ملکونو نه زدکړه وکړي او په افغانستان کې دې په منظمه ډول د ښځو ځورول ودروي.

په جنېوا کې د بشري حقونو د کمېشن شورا ته مېرمن مېشل بېچلېټ په افغانستان کې د ښځو او جينکو سره په روان زور زياتي سخته اندېښنه وښودله.

تېر کال د اګست په مياشت کې په واک کې د راتلو سره سم طالبانو تر ټولو زيات د ښځو او جينکو د حقونو سرغړونه کړې او د هغوی نه يې د تېرو لسيزو حقونو تروړلي دي.

مېرمن مېشل د بشري حقونو د کمېشن غونډې ته وویل، "که حالات زر تر زره بدل نه شوو نو د هغوی (ښځو) مستقبل به نور په تيرو کې ډوب شي".

په افغانستان کې د ښځو او جينکو د حقونو په اړه راجوړې شوې بېړنۍ غونډې ته مېرمن مېشل وویل، نړيواله ټولنه دې په طالبانو فشار واچوي، چې په افغانستان کې د ښځو او جينکو د حقونو احترام اوکړي.

د بشري حقونو د کمېشن مشرې وویل، "زه په سختۍ سره واکمن حکومت ( طالبان) ډاډه کوم چې د نورو لويو اسلامي هېوادونو نه دې د ښځو او جينکو د حقونو په اړه تربيه واخلي، او د نړيوالو قوانينو سره سم دې په مذهبي تناظر کې د ښځو او جينکو حقونه خوندي کړي".

نوموړې وویل، د اسلامي ملکونو د همکارۍ د تنظيم افغانستان ته وروستۍ غونډه يو مهم ګام دی.

مېرمن مېشل چې پخپله هم د مارچ په مياشت کې افغانستان ته تللې وه، وايي په دغه هېواد کې د يو ميلين نه زياتې جينکۍ د سکولونو نه بهر دي او په ښځو سخت بنديزونه د هغوي امروزه ژوند د کړمو سره مخ کړی چې پکې ښځو ته د حجاب اچولو امر شوی او د محرم بغېر ورته د سفر کولو اجازت هم نشته، هغه وايي،‌ دې سختو فېصلو په افغانستان کې د ښځو ژوند ګران کړی.

کله چې طالبانو نزدې کال وړاندې د واک ترلاسه کړو نو ژمنه يې کړې وه چې د کال ۱۹۹۶نه تر کال۲۰۰۱ پورې چې د هغوي کوم حکومت و، دا ځل به هغه شان سختي نه کوي.

هغوی ويلي وو دوی به د بشري حقونو احترام کوي او په افغانستان کې به د اسلامي شريعت سره سم ښځو له خپل پوره حقونه ورکوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمېشن مشرې غونډې ته وویل، " د هغوي( طالبانو) د ډاډګېرنو باوجود مونږه اوليدل چې ښځې او جينکۍ د زور زیاتي د يو منظم نظام لاندې د اولسي ژوند نه ويستلی کېږي".

مېرمن مېشل د طالبانو نه غوښتنه اوکړه د شپږم ټولګي نه پورته د جينکو د سکولونو پرانستلو د پاره دې يوه پخه نېټه اوټاکي او د ښځو نه دې دغه بنديزونه پورته کړي چې دوي به حجاب اوچوي او يا به د محرم نه بغېر سفر نه شي کولی.

د دې ترڅنګ دې په هېواد کې د جنس په بنياد شوي تشدد د يو خپلواکه کمېشن د لارې پلټنې اوکړي او چې څوک په دغه جرمونو کې ککړ وي ورسره دې حساب اوکړی شي.

طالبان نزدې له تېر يو کال رهسې په افغانستان قابض دي خو تر اوسه يو هېواد هم د هغوي حکومت نه دی تسليم کړی، نړۍ وايي تر څو چې طالبانو په هېواد کې يو ټول شموله حکومت نه وي جوړ کړی او د ښځو او جينکو د حقونو ترڅنګ يې ټول بشري حقونو ته احترام نه وي ورکړی تر هغې به يې حکومت نه منلی کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG