واشنګټن ــــ ازبکستان په خپله یوه خپلواکه جمهوریه قراقلپاکستان کې وروسته له هغه د یوې میاشتې لپاره بیړنی حالت اعلان شوی چې سترو احتجاجي مظاهرو د دې هېواد ولسمشر شوکت میرزایوف دې ته اړ کړ چې په آیین کې بدلونونه بیرته ختم کړي.
د رایټرز د رپوټ له مخې د ازبکستان په اوسني آیین کې قراقلپاکستان د ازبکستان تر ولکې لاندې یوه خپلواکه سیمه ده او حق لري چې په ټولپوښتنه له دې هېواده جلا شي. تمه کیږي چې دوی به په راتلونکو میاشتو کې ریفرنډم یا ټولپوښتنې ته لاړ شي.
د ولسمشر شوکت مرزایوف مطبوعاتي مرستیال شېرزاد اسدوف په ټیلیګرام کې لیکلي چې د قراقلپاکستان په جمهوریه کې بیړنی حالت به د یکشنبې- اتوار له نیمې شپې د اګست تر دویمې پورې وي.
اسدوف په بیان کې ویلي چې دا کار یې په دې خپلواکه سیمه کې د خلکو د خوندیتوب د ډاډمنتیا، د دوی د حقونو او ازادۍ د ساتنې او امن د پر ځای کولو کړی دی.
د ازبکستان ولسمشر د شنبې- خالي په ورځ قراقلپاکستان ته تللی وو او ژمنه یې کړې وه چې د آیین هغه تجویز شوي بدلونونه به بیرته ختم کړي چې د سیمې حیثیت یې کمزوری کړی وو.
چارواکو د شنبې- خالي په ورځ وویل چې دوی د "پراخو پاڅونونو پلانوونکي" نیولي چې په آیین کې د اصلاحاتو د وړاندیزونو خلاف یې بېساری لاریون کړی وو او غوښتل یې په پایتخت نوکوس کې انتظامي ودانۍ ونیسي.
د جمعې په ورځ وروسته له هغه چې د ازبکستان په آیین کې د پلان شویو بدلونونو مسوده خپره شوه، زرګونه کسان د سیمې د مرکزي ښار سړکونو ته راووتل.
قراقلپاکستان د اوزبکستان په شمال لوېدیځ کې پروت دی چې ابادي یې تقریباً دوه میلینه ده، د قراقلپاک په نوم قوم پکې اوسېږي او په همدې نوم خپله ژبه لري. دغه اقلیتي قوم سني مسلمانان دي.
پر انټرنیټ بندیزونه:
که څه هم د قراقلپاکستان حکومت- چې ټینګ کنټرول لري- په مظاهرو کې د زیانونو په اړه څه نه دي ویلي، خو د ټیلیګرام اکاونټونو هغه وېډیو خپره کړې چې لیدل کېږي د پولیسو د عملیاتو پر وخت خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره اونۍ په دې سیمه کې انټرنیټ ته لاسرسی محدود شوی وو او لږ تر لږه یوې شخصي رسنۍ د قراقلپاکستان په انتظامي حیثیت کې د بدلونونو په اړه یوه مقاله تر خپریدو لږ وروسته بیرته له خپلو پاڼو لرې کړه.
د وي او اې د رپوټ له مخې د پخواني شوروي په دې زورواکه جمهوریه کې ناڅاپي احتجاجونه غیرقانوني دي، خو وایي بیا هم دغه احتجاجي مظاهرې د زورواک ولسمشر شوکت میرزایوف واکمنۍ ته تر ټولو ستر چېلنج بلل کیږي.
د صدر میرضیایف مطبوعاتي څانګې د شنبې- خالي په ورځ وویل چې هغه د قراقلپاکستان د پارلمان له غړو سره غونډه کړې او ویلي یې دي چې د سیمې په اړه د آیین مادې به "د سیمې د اوسېدونکو له نظرونو سره سم بدلیږي."
په وړاندیز شويو بدلونونو کې- چې د قراقلپاکستان اوسېدونکي یې احتجاجونو ته را پارولي- یو وړاندیز د ټولپوښتنې له لارې له ازبکستانه د جلا کېدو لپاره د دې خپلواکې سیمې آییني حق ختمول دي.
د ازبکستان ټوله ابادي 35 میلینه ده چې اکثریت یې مسلمانان دي او دا د منځنۍ اېشیا هغه هېواد دی چې ابادي یې تر ټولو ډېره ده.