لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: په شکاګو کې د ازادۍ د ورځې په پرېډ ډزو کې شپږ تنه وژل شوي 30 ژوبل


د امريکې په شکاګو ښار کې د امریکا د ازادۍ د ورځې نمانځلو [4 جولايۍ] د پرېډ په مراسمو ډزې شوي لږ تر لږه شپږ تنه پکې وژل شوي او 30 نور ژوبل شوي دي.

چارواکو ويلي ډزې کوونکی 22 کلن تن يې د ګل/ دوشنبې په ماښام نيولی دی.

د الينوايز ګورنر جی بي پريټزکر ویلي، یو امریکايي طاعون د امریکايانو جشن تباه کړی دی، هغه ويلي، زه سخت په غصه يم بايد چې داسې نه وی شوی، ځکه مونږ په کال کې يو ځل څلورمه جولايي نمانځو، اوس دغه ډول ډزې په اوونۍ کې يو ځل کېدل روايت ګرځېدلی.

په شکاګو کې دغه پېښه د امریکا د ازادۍ د جشن نمانځلو په مهال سهار په هغه ځای کې رامنځته شوی چرته چې پرېډ کېدو، د ډزو سره ډېر خلک په تښېته ليدل شوی چې پکې په ډېرو وينې هم بهېدې.

د شکاګو د هايي لېنډ پارک يو 37 کلن تن باربارا هېرټ ويلي، يو ځای هم خوندي نشته.

د هايي لېنډ پارک د پوليسو مشر لو جوګمېن ویلي، چې 22 کلن رابرټ اي کريمو د ډزو د ځای نه نزدې پينځه ميله لرې نيول شوی د چا عکس چې د ډزو د پېښې څو ساعته وروسته خپور کړی شوی او خلکو ته خبرداری ورکړی شوی وو چې دغه وسله وال تن خطرناک دی.

پولیسو د دغه مشکوک تن په اړه نور معلومات نه دي ورکړي. پوليسو ويلي د ډزو په پېښه کې ګڼ کسان په ځای مړه شوي او يو ژوبل په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

د امریکې صدر جوبايډن د ګل په ورځ ويلي، چې هغه او لومړۍ مېرمن جل بايډن د ډزو دغه پېښې غمجن کړي دي او د ازادۍ په ورځ امریکايي ټولنه غمجنه کړی شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG