لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برتانیې وزیراعظم بوریس جانس پخپل ګوند تر اختلافاتو وروسته له خپلې څوکۍ استعفا ورکړه


واشنګټن ـــــ د برتانیې وزیراعظم بوریس جانسن د خپلې کابینې د ډېرو وزیرانو تر استعفا او په ګوند کې دننه اختلافاتو وروسته له ګوند او د وزیراعظمۍ له استعفا ورکړه، خو د نوي مشر تر ټاکل کېدو پورې به پر خپله څوکۍ پاته وي.

بوریس جانسن د پنجشنبې- زیارت په ورځ د خپلې استعفا په اړه په بیان کې وویل: "پر څوکۍ د پاته کېدو دپاره له تېرو څو وروځو زما د ټینګار سبب یواځې زما خپله غوښتنه نه بلکې ستاسو مخته د خپلې هغې ژمنې د پوره کولو احساس وو چې په 2019 کې مې کړې وه".

جانسن وویل تر هغو چې د کنزوېټیو ګوند له لوري نوی مشر ټاکل کیږي، دی به د وزیراعظم په توګه کار ته دوام ورکوي. د ښاغلي جانسن په وینا، د ګوند د نوي مشر او وزیراعظم د ټاکل کېدو لپاره به د انتخاباتو چارې را روانه اوونۍ اعلانیږي.

رپورټ وايي ښاغلی جانسن استعفا ورکولو ته پس له هغې راضي شو چې د هغه یو نیژدې مرستیال او د خزانې وزیرناظم الزهاوي هغه ته وویل چې د ملک د بهترۍ لپاره دې خپله چوکۍ پرېږدي.

که څه هم ښاغلي جانسن پر خپله څوکۍ د پاته کېدو ټینګار کاوه خو د کار له دوام سره یې د ګوند په داخل کې مخالفتونه موجود وو او په پارلمان کې د واکمن کنزرویټیو ګوند د تقریبا 50 غړو استعفا او همدارنګه د کابینې د غړو په ګډون د شاوخوا 40 حکومتي چارواکو استعفا کولو هغه مجبور کړ چې خپله څوکۍ پرېږدي.

بوریس جانسن د پنجشنبې د استعفا په وینا کې له یورپي اتحاده د برتانیې وتل، د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه او پر اوکراین د روس د یرغل پر وړاندې د لوېدیځ مشري د خپلو لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.

پر جانسن خپلو سیاسي مخالفینو تور پورې کړی وو چې د کرونا د کورنټین قانون یې مات کړی دی او د کورنټین په وخت کې یې د خپل کار په دفتر کې تقریباً 12 ځله شخصي مېلمستیاوې جوړې کړي دي.

پر بوریس جانسن دا تور هم وو چې د برتانیې د پارلمان د نظم و ضبط د چارو له څارونکي سره یې ناوړه چلند کړی او اخلاقي لارې چارې یې په پام کې نه دي نیولي.

د برتانیې په پارلمان کې د سکاټلېنډ د ملي ګوند مشر ایان بلکفورډ وايي، جانسن پر ځان د خلکو باور له پامه غورځولی دی. بلکفورډ وویل:

"هغه باید درک کړي چې نور د رهبرۍ کولو اخلاقي صلاحیت نه لري او وخت یې ختم شوی دی".

بوریس جانسن په کال 2019 کې له وزیراعظم کېدو وروسته ژمنه وکړه چې له یورپي اتحاده د برتانیې ایستل (برېکزیټ) به بشپړوي او هېواد به له هغه بحرانه باسي چې په 2016م کال کې د برېکزیټ پر سر تر عامو انتخاباتو وروسته پیل شوی دی.

جانسن د امریکې نیژدې ملګری او د روس د یرغل په وړاندې د اوکراین ملاتړی دی. د ده تر استعفی وروسته روس خوشالي څرګنده کړې ده. د روسي صدر ویاند دیمیتري پېسکوف په دې هکله ویلي:

"موږ په ریښتیا سره هم د بوریس جانسن خوښ نه وو، له همدې کبله هغه هم زموږ خوښ نه وو".

د برتانیې د صدراعظم په توګه تر دندې وړاندې بوریس جانسن ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر، د لندن مېر یا ښاروال او د پارلمان غړی پاتې شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG