واشنګټن ـــــ د امريکې خارجه وزير اېنتوني بلنکن د جي ټونټي د غونډې په لومړۍ ناسته کې د بحرالکاهل د سيمې د خارجه وزيرانو، د فرانس د خارجه وزيرې کېترين کولونا، د جرمني خارجه وزيرې انا لينا باېر بوک او د برطانيې د مرستيال سېکټري تېم بېرو سره لیدل کتل اوکړل.
د امريکې د خارجه وزارت ترجمان نېډ پراېس د جمعې په ورځ په يو بيان کې ويلي په دغه ناسته کې خارجه وزيرانو د يوکرېن سره په بشري مرستو، د هغوي د امنيت او په نړيواله کچه د يوکرېن د جنګ د لاسه د خوراک د کمي د کشالې په هواري سلا مشوره وکړه.
تېره ورځ د ملګرو ملتونو لخوا شوې يوه تازه څيړنه ښايي، د روس لخوا په يوکرېن د يرغل د لاسه په لومړيو دريو مياشتو کې په نړۍ کې د تېلو او خوراک کمی پېښ شوی چې ورسره ۷۱ ميلينه خلک د غربت د کرښې نه ښکته تلي دي.
د روس خارجه وزير سرګی لارووف د جمعې په ورځ د جي ټونټي د غونډې نه دوه ځله د احتجاج په توګه وتلی، څه وخت چې د امريکې خارجه وزير اېنتوني بلنکن وېنا کوله د روسي خارجه وزير هغه وخت هم د غونډې نه بهر وتلی وو.
خارجه وزير اېنتوني بلنکن پخپله وېنا کې نېغ په نېغه په روس غږ وکړو:
"زه خپلو روسي همکارانو ته وايم، يوکرېن ستاسو ملک نه دی، د دوی غله يا خوراک ستاسو نه دی، تاسو بيا ولې د دوی لارې بندوئ؟ نړۍ ته د يوکرېن نه تلونکې غله مه بندوئ."
د هند د خارجه چارو وزير سبراه منیام جې شنکر، څوک چې به راتلونکي کال له د جي ۲۰ د غونډې کوربه توب کوي، سره د ليدو وروسته خارجه وزير اېنتوني بلینکن د جي ټونټي په اړه وویل:
"دا اداره د نړيوالو کشالو او چېلنجونو په ګډه د هواري يوه موثره اداره ده"
نوموړي وویل په دې کشالو کې زياتره د روس لخوا په يوکرېن د بريد وروسته راپېدا شوي چې نه يواځې امريکې بلکې د نړۍ يو شمېر مشرانو يې د بندولو غوښتنې وکړې چې نړۍ د خپل ولس ستونزو ته پاملرنه وکړي.
خارجه وزير اېنتوني بلینکن به سباله د چين خارجه وزير وانګ اي آن سره ملاقات کوي.
د جي ټونټي د غونډې بله مهمه اېجنډه د امريکې او چين اړيکې او موسمي بدلون دی. په دې غونډه کې د روس او امريکې د خارجه وزيرانو د لېدو کتو امکان نشته.
بلخوا يوکرېن د تورسمندر يا بحيره احمر په يوه جزيره خپل بېرغ پورته کړو چې روس ته خپل مخالفت څرګند کړي خو روسي پوځونو سمدستي په دغه جزيره بريد اوکړو او د يوکرېن پوځي چوکۍ يې تباه کړه.
دغه جزيره چې د يوکرېن د ساحلي ښار اوډيسا نه ۱۴۰ کلوميټره په جنوب کې پرته ده ، په يوکرېن د يرغل رهسې د روس او يوکرېن ترمينځ د جګړې د شرو نه لانجمنه ګڼل کېږي.
دغه جزيره ترډېره وخته د روس په قبضه کې وه، خو تېره اونۍ بيا يوکرېن نيولې وه.