لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سریلنکا کې تر احتجاجونو وروسته صدر د استعفی اعلان کړی او وزیراعظم وایي استعفی ته تیار دی


واشنګټن ـــــ د سریلنکا صدر ګوتابایا راجاپکسا وروسته له هغه د استعفی اعلان وکړ، چې زرګونه احتجاج کوونکي د اقتصادي بحران له کبله د شنبې- خالي په ورځ د هغه دفتر ته ور ننوتل. بل لور ته د دې هېواد وزیراعظم وایي د اتحادي حکومت جوړولو ته تیار دی.

د سریلنکا پولیسو پرون په تجارتي پایتخت کولمبو کې د هغو زرګونو احتجاج کوونکو د مخنیوي لپاره پر هغوی اوښکې بهونکی ګېس وغورځاوه چې د حکومت په ضد یې د دې کال تر ټولو لوی لاریون پیل کړی وو.

د رایټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې په زرګونو احتجاج کوونکي په بسونو، رېل ګاډو او ټرکونو کې د سریلنکا له هر کونجه کولمبو ته ورغلي وو چې له اقتصادي بربادۍ د دوی د ژغورلو لپاره د حکومت د ناکامۍ په وړاندې خپله غصه ښکاره کړي.

د کولمبو ښار د مرکزي روغتون یوې ویاندې رسنیو ته ویلي چې درې تنه په ډزو تر لګېدلو وروسته روغتون ته ور وړل شوي او 36 نور د اوښکې بهوونکي ګېس د استعمال په وجه ټپیان شوي دي.

د سریلنکا ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا د شنبې- خالي په ورځ تر هغه لږ وخت مخکې له خپل صدارتي دفتره وتښتید چې د اقتصادي کړکېچ په وجه پارېدلو احتجاج کوونکو یې پر کور او دفتر برید وکړ.

په زرګونو کسانو د سریلنکا د مشر کور محاصره کړی وو او د هغه د استعفا غوښتنه یې کوله. یو سرکاري چارواکي فرانس پریس خبري ایجنسۍ ته ویلي صدر راجاپاکسا د سریلانکا له سمندري پوځ سره په امن کې دی.

همدارنګه ویل کېږي چې د دې هېواد وزیراعظم هم د هغه پر دفتر تر برید وروسته خوندي ځان ته رسول شوی دی.

د سریلنکا د پارلمان سپیکر ماهیندا یاپا ابېوردینا تر قهرجنو مظاهرو وروسته په یو وېډیو پیغام کې وویل، صدر ګوتابا پلان لري چې د جولای پر 13مه استعفی ورکړي. په دغه وېډیو کې چې رایټرز خبري ایجنسۍ خپره کړې هغه وایي:

"ما خپله ولسمشر له هغو پرېکړو خبر کړ چې د ګوندونو د مشرانو په غونډه کې شوې وې، هغه ومنله چې دغه پرېکړې به عملي کوي او ماته یې وویل [له ما یې وغوښتل] چې هېوادوالو ته ووایم هغه به د راتلونکې چارشنبې- شورو په ورځ استعفا وکړي او په سوله ییزه توګه د واک سپارل به باوري کړي، ځکه نور د هېواد ناارامه کولو ته اړتیا نه شته".

سریلنکا کې د حکومت په ضد د اقتصادي بحران د راوستلو په تور احتجاجونه
سریلنکا کې د حکومت په ضد د اقتصادي بحران د راوستلو په تور احتجاجونه

احتجاج کوونکي د سریلنکا پر حکومت تور لګوي چې وایي له څو میاشتو راهیسې یې ددې هیواد 22 میلینه خلک له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ کړي دي.

له څو سیاسي ګوندونو سره تر خبرو اترو وروسته د سریلنکا د وزیراعظم رانیل ویکرما سینګهې دفتر وویل، هغه هم تیار دی چې له خپلې څوکۍ استعفا ورکړي او د ټولو ګوندونو د یو اتحادي حکومت جوړولو ته لاره برابره کړي.

د سریلنکا سیاسي بحران وروسته له هغه پر ټولنیزو رسنیو په ډرامایي ډول را ښکاره شو چې په سلګونو کسان د ولسمشر راجاپاکسا صدارتي ماڼۍ ته ننوتي وو، د حکومت په ضد یې نعرې وهلې، ځینې په کوټو کې ناست وو او ځینو بیا په تالاب کې لامبو وهلې.

چارواکو تر دې احتجاج مخکې شاوخوا 20,000 پوځیان ځای په ځای کړي وو او د ولسمشر له دفتره بهر یې امنیت ټینګ کړی وو، خو دوی ونه توانیدل چې د امنیتي خنډونو په وسیله د احتجاج کوونکو مخه ونیسي.

سریلنکا دا مهال د بهرنۍ کرنسۍ له سخت کمښت سره مخ دی چې له کبله یې له بهرنیو هېوادونو دارو درمل، تېل او خوراکي توکي په ډېره محدوده کچه ورځي او دا په اوو لسیزو کې په دې هېواد کې تر ټولو بد مالي بحران ګڼل کېږي.

د دې هېواد خلک د خپل ملک د زوال پړه پر ولسمشر ګوتابیا راجاپاکسا وراچوي او له تېرې مارچ میاشتې راهیسې په پراخه کچه د سوله ییزو احتجاجونو له لارې د هغه استعفا غوښتنه کوي.

څېړونکي وایي سیاسي بحران کولای شي د پیسو له نړیوالې ادارې ای ایم ایف سره د سریلانکا خبرې زیانمنې کړي چې د درې اربه ډالرو پور اخیستلو په لټه کې دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG