لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سري لنکا صدر د ملک نه د وتلو په وخت په هوايي ډګر ايسار کړل شوی


واشنګټن - د سري لنکا صدر ګوتابايا راجاپکسا هغه وخت په ايرپورټ ګېر پاتې شو او د ملک نه د بهر وتلو هڅه يې شنډه شوه کله چې د ايميګريشن عملې هغه ته د سفر اجازت ورنه کړو.

راجاپکسا د ملک د ډوبيدونکي اقتصاد او د هغه خلاف د ولسي احتجاجونو په ترڅ کې ژمنه کړې وه چې د شورو- چهارشنبې په ورځ به د خپلې څوکۍ نه استعفا ورکوي.

درې اويا کلن راجاپکسا د حکومتي چارواکو تر مخه غوښتل دوبی ته لاړ شي او دا سفر يې پس له هغې کولو چې په زرګونو احتجاج کوونکي يې د خالي- شنبې په ورځ په سرکاري کور ورختلي وو.

د صدر په حيث راجاپاکسا ګرفتارېدی نه شي خو هغه غوښتل د استعفا نه وړاندې د داسې حالت نه ځان بهر اوباسي چې ممکن هغه بندي کړل شي.

خو د ايميګريشن عملې په ايرپورټ هغه د لوړپوړو چارواکو د پاره جوړې کمرې ته د تللو نه انکار وکړو چې د هغه په پاسپورټ د بهر وتلو مهر ولګوي او راجاپکسا د ولسي غبرګون د ويرې د عامو مسافرو په لار تلل نه غوښتل.

صدر او د هغه مېرمنې شپه په يو پوځي مرکز کې تېره کړه چې د هوايي ميدان په څنګ کې دی او نزدې څلور پروازونو په دې وخت کې الوت وکړ چې کولی يې شو راجاپکسا او د هغه کورنۍ د ملک نه بهر وباسي.

د دې نه وړاندې د صدر ورور باسېل هم دوبۍ ته د تللو هڅه کړې وه خو د ايميګريشن عملې ورته اجازت نه وو ورکړی. ځينو مسافرو پرواز ته د باسېل په ختلو اعتراض کړی وو چې له کبله يې باسېل په تادۍ د پرواز کولو نه په شا شو او د ايرپورټ نه بهر ووتلو.

د سري لنکا چارواکي وايي د صدر په ماڼۍ کې يو سوټ کېس- چې د دستاويزاتو ډک دی- هم پاتې شوی او ورسره 17.85 ميلين نغدې روپۍ- شاوخوا 50 زره ډالره- هم دي چې د ملک عدالت ته حواله کړل شوي.

د صدر د دفتر له خوا په دې اړه هيڅ نه دي ويل شوي چې هغه چرته او په څه حال کې دی خو راجاپکسا د عهدې په لحاظ د ملک د مسلح ځواکونو کمانډ اِن چيف دی.

د سري لنکا اقتصاد کښېناستلی نو مخکې به څه کيږي؟

د سري لنکا وزير اعظم رانيل ويکرماسينګې تېره مياشت ويلي وو چې په قرضو چلېدونکی اقتصاد کښېناستلی او ملک دومره پيسې نه لري چې خوراک او تېل خلکو ته پوره کړي.

نغدې پيسې نشته چې د بهر نه پرې د ضرورت بنيادي توکي ملک ته راوغوښتل شي ځکه ملک د وړاندې نه په قرض بيرته ورکولو کې پاتې راغلی او اوس د ګاونډي هند او چين هېوادونو او اي ايم ايف نه د مالي مرستو غوښتنه کوي.

د خبرونو تر مخه د سري لنکا وګړي د خوراکي توکو د کمښت په وجه ډوډۍ هم پوره نه خوري او تېلو ته په ساعتونو ساعتونو خلک په قطار کې ولاړ وي او دا د يو داسې ملک په حقله ريښتيا دي چې اقتصاد يې په ښکته روان دی.

د مېډيا تر مخه سري لنکا چې 51 بيلين ډالره قرضدارې ده په اخستل شوې قرضه د سود ورکولو هم جوګه نه ده نو د قرضو بيرته ورکول خو لويه خبره ده.

د ملک اقتصاد چې زياتره په سيلګرۍ چلېدو هم د کرونا وبا د لاسه او هم په 2019 کې د شویو ترهګرو بريدونو له کبله ډېر اغېزمن شوی او د ملک پيسه 80% غورځېدلې ده.، د بهر سره تجارت ګران شوی او د خوراکي توکو بيې 57% لوړې شوې دي.

په پاکستانۍ مېډيا او په خاصه توګه سوشل مېډيا د پاکستان او سري لنکا موازنه کيږي او ويل کيږي د سري لنکا نه پس دا صورتحال د پاکستان هم کېدونکی دی.

پخواني وزير اعظم عمران خان د خپل اقتدار په وخت کې ويلي وو د سري لنکا صدر ورته د ګرانۍ نه د خلاصي ګور/ چل ښودلی او هم دغه رنګ چلن به په پاکستان کې هم وکړي.

خو ولې په تازه بيان کې يې ويلي د پاکستان حالت هم د سري لنکا په شان کيږي ځکه هغلته د څو کورنيو حکمراني وه.

په نړۍ کې دا وخت يواځې چين دی چې پاکستان ته قرضې ورکوي خو اقتصادي ماهرين وايي د چين د قرضې ورکولو شرايط راڼه نه دي او هم دغه رنګ پاکستان د اي ايم ايف نه قرضه غواړي خو ولې اي ايم ورته داسې شرطونه ايښودي چې د پاکستان موجوده حکومت يې په شش و پنج کې اچولی که نوره ګراني راولي او ټيکسونه سېوا کوي نو ولسي غبرګون ته مخامخ کيږي او که دا نه کوي بهرنۍ قرضې اخستل ورته ګرانيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG