لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر بایډن له فلسطین وروسته نن د خلکو له نیوکو سره سعودي عرب ته سفر کوي


واشنګټن ــــ د امریکا ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ په وېسټ بېنک کې د فلسطین له مشر محمود عباس سره وکتل، چې تمه کیږي په ختیځ بیت المقدس کې د روغتونونو لپاره د پام وړ مرستو پېکېجونو په شمول په اقتصادي ګامونو غور کوي. همداراز بایډن د سعودي عربستان ته خپل سفر پېلوي.

ښاغلي بایډن په وېسټ بېنک کې د طبي ادارو لپاره د 100 میلیون ډالرو مالي مرستو بسته اعلان کړه چې هدف یې د فلسطین روغتیايي خدماتو سره مرسته کول دي.

همداراز په نورو پلان شویو اعلانونو کې هغه څه شامل دي چې د فلسطین اقتصادي پراختیا باندې غور کوي، لکه په غزه او لوېدیځ بېنک کې د 4G وایرلېس شبکې پراخول هم شته.

بل لور ته بایډن سعودي عربستان ته خپل سفر پېل کړی او په دې کار سره به لومړی امریکايي ولسمشر وي چې له اسرایل څخه داسې یو عرب هېواد ته نېغ سفر کوي چې اسرایل په رسمیت نه پېژني.

د ولسمشر بایډن تر رسېدو له مخه لا سعودي عربستان تېره ورځ د پنجشنبې- زیارت په ورځ ناوخته اعلان وکړ چې خپل هوايي فضا اسرایلو ته د "ټول بار وړونکو" الوتنو پر مخ پرانیزي، کوم باندې چې سعودي بندیز لګولی وو.

د فرانسې خبري اداره وايي د امریکا د ملي‌ امنیت سلاکار جیک سولیوین په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا له تېرو څو میاشتو راهېسې له سعودي عربستان سره د ولسمشر جو بایډن د دوامداره ډپلوماسۍ نتیجه ده چې مثبته پایله یې د هغه په دې سفر کې لیدل کېږي.

بایډن منځني ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کې د پنجشنبې- زیارت په ورځ د اسرایلو له سرپرست صدراعظم یایر لاپید سره هم وکتل.

له لیدنې وروسته دواړو مشرانو په یوه ګډه خبري غونډه کې په دې موافقه وکړه چې ایران ته به اجازه ورنکړي چې اټومي ځواک شي او یو مهم تړون یې لاسلیک کړ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG