د پاکستان د سوداګرۍ دولتي پلاوی چې د 18 نه تر 20 جولايۍ پورې د کابل په سفر وو، په کابل کې د پاکستان سفارت او د طالبانو حکومتي چارواکو ويلي، په سفر کې پاکستاني او افغان چارواکو د سوداګرۍ په پراختیا، ټرانزټ، په پوله د موجودو ستونزو په حل، ويزو په اسانتيا او پوله د تګ راتګ په مهال د افغان مسافرو د ستونزو ترڅنګ په نورو اړوند موضوعاتو خبرې شوي دي.
د پاکستان او افغانستان کې د طالبانو د حکومت د چارواکو ترمنځ د شوو خبرو په اړه د افغانستان او پاکستان سوداګر وايي، دوی په سلا شوو خبرو خوشاله دي او ګټورې يې ګڼي خو چې دا په عمل کې راوستل شي ځکه چې له دې وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ اکثره تجارت د سياسي اختلافاتو ښکار پاتې شوی دی.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرو د ګډ چېمبر مشر خان جان الکوزی وايي، په تيرو 20 کلونو کې د افغانستان او پاکستان تجارت او ټرانزټ د سياست ښکار پاتې شوی او اغېزمن شوی، هر وخت صادراتو ته دروازې بندېدې.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "پاکستان وليدل چې ټرانزټ يې کم شو کارخانې يې ودرېدې، مونږ د پاکستان سره د درې اربه ډالرو تجارت لرلو هغه اوس 800 ملینه ډالرو ته راټيټ شو، په کراچۍ به زمونږ د زرونو په شمېره کې کنټېنرې راتلې اوس هغه سوونو ته راکمې شوې، نو د پاکستان سره د افغانستان تجارت کم شوی دی او پاکستان هم په دې پوهيږي چې که سهولتونه را نه ولي، تجارت يې نه ښه کيږي".
هغه وويل فېصلې هر وخت ډېرې ښې شوي خو هغه بيا په عمل کې نه دي راوستل شوي اوس به هم مالومه شي چې دغه فېصلې په عمل کې راوستل کيږي که نه، د نوموړي په وېنا سیاست بايد د تجارت نه لرې وساتل شي.
پېښور کې د سرحد چېمبر پخوانی مشر مقصود انور وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ تجارت د دواړو هېوادونو او په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا ته ترې ډېره ګټه رسي.
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، "سياسي حالات که هر څنګه وي پکار ده چې تجارت ترې اغېزمن نه شي، تاسو وګورئ د چين او هند اړيکې که هر څنګه دي خو تجارت نه پرېږدي، پکار ده چې تجارت د سياست ښکار نه شي"، په نړۍ کې د دې ډېر مثالونه دي او که حالات هر څنګه وي چې تجارت روان وي د دواړو هيوادونو په ګټه به تماميږي.
د افغان چېمبر اف کامرس مشر محمد یونس مومند وايي، "تېر سياستونه داسې وو چې تجارت ته ډېره توجه نه کېده او سياسي حالاتو به په تجارت اغېزې کولې، اوس هم که سياسي حالات په اقتصادي حالاتو تاثير ونه کړي، ارزو ده چې تجارت پرمخ لاړ شي"
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، اوس چې په کومو خبرو سلا شوې ده تير کال د دوی د وزیر سره د پاکستان په سفر کې هم په دغو موضوعاتو خبرې شوې وې خو په هغې تراوسه عمل نه دی شوی پکار ده چې عمل پرې وشي.
هغه زياته کړه پکار ده دغه ټولې پرېکړې دې د اپټا په قرارداد کې شامل کړی شي دواړه هېوادونه ضرورت چې دوه اړخيزه تجارت سېوا کړي.
په کابل کې د پاکستان سفارتخانې د پاکستاني پلاوي د کابل د سفر په اړه جاري کړي بيان کې ويلي، د تجارت سيکرټري محمد صالح احمد فاروقي په مشرۍ پلاوي په کابل کې د طالبانو د حکومت د تجارت سرپرست وزیر نور الدين عزيزي او بهرنيو چارو سرپرست وزیر امير خان متقي سره ليدلي دي.
ويل شوي په خبرو او ناستو کې دواړه پلاوي سلا شوي چې، "په روان مالي کال کې په دوه اړخيزه تجارت او ټرانزټ کې سېوا والی شوی اړتيا لري چې دا دوامداره وساتل شي او د دوه اړخيزه ګټو په اساس دې نور پياوړی کړی شي".
ويل شوي، "دواړه خواوې سلا شوي چې په پوله به د تجارتي او ټرانزټ د ګاډو کلېرنس په وخت او زر کولی شي، او د سوداګرۍ ګاډو ته به په پوله د تلو راتلو دپاره وقتي اسناد ورکولی شي، په پوله به د ګاډو نه سامانونه نه کوزول کيږي او دې سره به تجارت سېوا شي".
په بيان کې زیاته کړې، "دواړه خواوې په تورخم، خرلاچي، غلام او چمن سپين بولدک باندې د کاريز وخت سېوا کولو باندې موافق شوي دي، ويل شوي د کسټم يا ګمرکاتو چارواکي به د سامانونو د کلېرنس د نظام په ښه کولو سلا شوي دي".
د دې ترڅنګ ويل شوي "داسې ګامونه به پورته کولی شي چې د پېښور او جلال اباد او کوټې او کندهار ترمنځ د مسافرو دپاره بسونه روان کړی شي او دا کار به د اګست د میاشتې پورې په ممکنه توګه پېل کړی شي".
"د ويزو په عمل کې ورپېښې ستونزې د دواړو خواو په همکارۍ سره په ګوته کيږي" او زياته کړی شوې چې "د دواړو خواو ترمنځ به په يادو خبرو د عمل دپاره په دوامداره توګه رابطې ساتلی شي چې تجارتي همکاري نوره سېوا کړی شي".
د يادو ليدنو او خبرو په اړه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزیر مرستیال وياند حافظ ضيا احمد ويلي، "په دغه ناسته کې د پاکستان د انرژۍ وزارت معین راشد محمود ویل چمتو یو له افغان پانګوالو سره په ګډه افغانستان کې د برېښنا پر تولید پانګونه وکړو او راتلونکي کې دغه برخه کې د ډبرو سکارو پرځای مستقیما له افغانستان نه برېښنا را وارده کړو".
هغه ويلي، د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي په ليدنه کې پاکستاني "پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د طالبانو حکومت نه یواځې پاکستان بلکې ټولو ګاونډیو، د سیمې هیوادونو او نړیوالو ته افغانستان کې د پانګونې په برخه کې هر ډول اسانتیاوې برابروي".
پاکستاني پلاوي په داسې حال کې د کابل سفر کړی چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت چې د نغدو پیسو له کموالي سره مخ دی په تېره یوه میاشت کې یې په درېیم ځل د ډبرو سکرو یا کویلې بیې زیاتې کړې دي.
خو په کابل کې د پاکستان د سفارتخانې او طالبانو د حکومت وياند د دواړو خواو د ليدنو په اړه خپرو کړو بیانونو کې د ډبر سکرو يا کويلې د بیعو په اړوند څه نه دي ويلي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت الله برهان په 16م جولايي وي او اې ته ويلي وو چې په اوس وخت کې د یو ټن کویلې یا سکرو بیه 280 ډالره ده.
د جون میاشتې پر 28مه د طالبانو د خزانې وزارت د ډبرو سکرو بیه په هر ټن کې له 90 ډالرو څخه 200 ډالرو ته لوړه کړه. له دې سره سره د کسټم یا ګمرک محصولات هم 10 فیصده زیات کړای شول، چې د یو ټن پر سر پکې 30 فیصده زیاتوالی راغی.
د طالبانو حکومت د افغانستان د ډبرو سکرو یا کویلې بیې وروسته له هغه پرله پسې زیاتې کړې چې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف تېره میاشت اعلان وکړ چې حکومت به یې له افغانستانه د کویلو درآمدات زیات کړي.
شهباز شریف ویلي وو چې د بهرنۍ کرنسۍ د خوندي کولو په خاطر به د افغانستان کویله د ډالرو پر ځای په روپیو اخلي، خو طالبانو تر اوسه دا خبره نه ده تایید کړې چې ګواکې پر پاکستان د ډبرو سکاره په روپیو خرڅوي.