لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراین وایي د روس په تازه بمبارۍ کې درې تنه عام خلک وژل شوي او 23 ټپیان شوي


واشنګټن ـــــ د روس د بهرنیو چارو د وزیر تر خبرداري یوه ورځ وروسته چې ویلي یې وو ماسکو تیار دی چې په اوکراین کې خپله جګړه له دونباس سیمې پر مخ هم وغزوي، پرون یو ځل بیا روسي ځواکونو د اوکراین پر بېلابېلو ښارونو د اوږده واټن بریدونه پیل کړي دي.

بل لور ته د اوکراین لومړۍ مېرمنې اولینا زلنسکا واشنګټن ته د سفر په مهال د امریکې کانګرس ته په وینا کې ویلي دي چې هېواد یې د هوايي دفاع وسلو ته اړتیا لري.

د اوکراین چارواکي وایي روسي ځواکونو یې د هېواد په دویم لوی ښار خارکیف کې د یوه مارکیټ په ګډون پر څو نورو ښارونو تازه هوایي بریدونه کړي دي چې وایي درې کسان پکې وژل شوي او 23 نور ټپیان شوي دي.

د خارکیف سیمه ییز ګورنر اولیګ سینګبوف ویلي چې په وژل شویو کې یو ماشوم هم شامل دی، خو پولیسو او نورو چارواکو بیا ویلي چې په سیمه کې کوم پوځي هدف نه وو.

ګورنر اولیګ سینګبوف د ټولنیزو رسنیو له لارې پر خلکو ږغ کړی او لیکلي یې دي، "د خارکیف له اوسېدونکو غواړو چې ډېر احتیاط وکړي. دښمن په وحشت او ناترسۍ پر ښار ډزې کوي، په خپلو کورونو کې و اوسئ".

د خارکیف مېر یا ښاروال ایهور تیریخوف وایي "د روس پوځ د خارکیف د استوګنې پر سوله ییزو ځایونو ناببره ډزې کوي، چې عام خلک پکې وژل کیږي."

د اوکراین د دونیڅک ښار سیمه ییز ګورنر پاولو کایریلینکو وایي، د روسي ځواکونو د غوندیو په بریدونو کې د اوکراین تر واک لاندې کراماتورک او کوستیانتینیوکا ښارونو کې دوه سکولونه تباه شوي دي او یو توغندی پر باخموت ښار هم لګېدلی دی.

د روسي ځواکونو دغه تازه هوایي‌ بریدونه یواځې یوه ورځ وروسته له هغه شوي دي چې د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګيلاوروف پرون سرکاري رسنیو ته وویل، روس له دې کبله په اوکراین کې خپل بریدونه پسې پراخوي چې وایي امریکا او نور لوېدیځ هېوادونه پرله پسې اوکراین ته وسلې لېږي.

ښاغلي لاوروف ویلي وو، چې د جګړې جغرافیه یې اوس بدله شوې ده، وایي "دا یواځې دونیڅک او لوهانسک نه دي، خرسون، زاپوریزیا او څو نورې سیمې هم دي. دا [د بریدونو] بهیر به پرله پسې او په دوامداره توګه روان وي".

د برتانیې د دفاع وزارت د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل، روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځ د دونباس په سیمه کې له لومړۍ کرښې سره په هغه ځای کې په ټیټه کچه خپلو بریدونو ته دوام ورکړی چې د دوی د جګړې هدف دی.

دې وزارت په خپله ورځنۍ ارزونه کې ویلي، کېدای شي‌ روس د دونیڅک ښار په شمال ختیځ کې د ووهلییرسکا په نوم د بجلۍ مرکز بند کړي، وایي روسي ځواکونه د مهمو بنیادي ځایونو نیولو ته لومړیتوب ورکوي.

امریکې اعلان کړی چې اوکراین ته به د نورو توپونو په ګډون څلور نور راکټي سیسټمونه ولېږي. د دفاع وزیر لویډ آسټن د چارشنبې- شورو په ورځ په پېنټاګان کې وویل:

"اوکرایني ځواکونه اوس د HIMARS په ګډون د اوږد واټن توغندي سیسټمونه ښه ډېر کاروي، چې امریکې، زموږ ملګرو او شریکانو ورکړي دي، د اوکراین ملاتړي په دونباس کې ښه په کلکه د روس د پرمختګونو مخه نیسي."

د امریکې د پوځي مرستو له تازه اعلان سره سم د اوکراین د ولسمشر مېرمنې په واشنګټن کې د نورو دفاعي وسلو غوښتنه کړې ده. مېرمن اولینا زلیسنکا د جولای پر 20مه د امریکې کانګرس ته وویل، اوکراین د امریکې د پوځي مرستو مننه کوي، خو وایي هېواد یې د هوايي دفاع لپاره داسې وسلو ته اړتیا لري، چې د روسي ځواکونو د ترهګرو بریدونو په وړاندې د اوکراین وګړي خوندي کړي.

اولینا زلینسکا وویل، دوی غواړي د اوکراین هره مور او پلار وکړای شي خپلو ماشومانو ته ووايي چې ارام ویده شي او بیا به بله هوايي حمله نه کېږي.

یادونه:- د دې رپوټ ځینې معلومات له اسوسیېټیډ پریس، فرانس پریس او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG