لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې په تېره نیژدې یوه لسیزه کې د پولیو لومړۍ پېښه مخې ته راغلې ده


واشنګټن ـــــ د امریکې په نیویارک ښار کې یو ځوان په وروستیو ورځو کې د پولیو په ناروغۍ اخته شوی دی، چې د چارواکو په وینا دا په تېره تقریباً یوه لسیزه کې په امریکا کې د پولیو لومړۍ پېښه ده.

چارواکي وایي دغه ناروغ- چې د نیویارک په روکلېنډ ښارګوټي کې اوسېږي- معذوره شوی دی، خو د هغه نوم او عمر یې تر اوسه نه دی ښکاره کړی.

د سیمې روغتیایي چارواکي یې وایي شاوخوا یوه میاشت مخکې ورباندې د پولیو نخښې ښکاره شوې وې خو وایي په وروستیو کې یې له هېواده بهر یې سفر نه دی کړی.

د امریکې د روغتیا د چارواکو په وینا داسې ښکاري ناروغ د پولیو یا ګوزڼ ناروغي له وېکسینو اخیستې ده، وایي کېدای شي له هغه چا ور پورې شوې وي چې ژوندی وېکسین یې لګولی، خو وایي هغه وېکسین په امریکا کې نه بلکې په نورو هېوادونو کې شته.

د رپوټونو له مخې دغه ځوان نور ساري ناروغ نه ګڼل کیږي، خو طبي څېړونکي هڅه کوي دا معلومه کړي چې هغه ته پولیو وایرس څنګه ور پورې شوی او ایا نور خلک خو به له دې وایرس سره نه وي مخ شوي.

د نیویارک د روکلېنډ کاونټۍ د روغتیا کمیشنره ډاکټره پېټریشا شنابیل روپرټ وایي، ډېری امریکایانو د پولیو وېکسین لګولی خو وایي هغه خلک ممکن په خطر کې وي چې وېکسین یې نه دی لګولی.

د نیویارک د دغې سیمې روغتیایي چارواکو په بیړنۍ توګه د پولیو د وېکسین لګولو مرکزونه ټاکلي دي او هغه خلک یې ورتګ ته هڅولي دي چې دغه وېکسین یې تر اوسه نه دی لګولی.

پولیو یو وخت په امریکا کې تر ټولو وېروونکې ناروغي وه، چې هر کال به خپرېده او په زرګونو کسان به یې معذوره کول چې په هغوی کې به اکثره ماشومان وو.

د امریکې د ناروغیو د مخنیوي مرکز وایي په دې هېواد کې د پولیو وېکسین په لومړي ځل په 1955م کال کې پیل شو، چې د وېکسین د ملي کمپېن په نتیجه کې په 1960م کلونو کې په امریکا کې د پولیو پېښو په کال کې تر 100 را کمې شوې او په 1970م کلونو کې تر 10 پېښو هم را کمې شوې.

د رپوټونو له مخې 43 کاله مخکې په 1979م کال کې په امریکا کې پولیو ختمه اعلان شوه یعنې له هغه وروسته یې په پرله پسې توګه خپرېدل تم شول.

د امریکې د روغتیا مرکزي اداره وایي ډېر لږ امریکې ته راتلونکو مسافرو پولیو راوړې ده، وایي وروستۍ پېښه په 2013م کې مخې ته راغلې چې یو اووه میاشتنی ماشوم له هنده امریکې ته راغلی وو. وایي هغه ماشوم هم د پولیو هغه ډول درلود چې په نورو هیوادونو کې د وېکسین په ژوندۍ بڼه کې موندل کیږي.

په افغانستان او پاکستان کې موجوده پولیو یوه سیمه ییزه ناروغي ګڼل کېږي چې لا هم ختمه نه ده، خو له دې پرته د افریقې، منځني ختیځ او اېشیا په ډېرو هېوادونو کې هم په وروستیو کلونو کې د دې ناروغۍ پېښې ثبت شوې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG