لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراین او روس په استنبول کې د نړۍ بازارونو ته د اوکراین د غلې لېږلو تړون لاسلیک کړ


واشنګټن ــــ پر اوکراین د روس تر یرغل پینځه میاشتې وروسته یو لوی پرمختګ شوی او دواړو هېوادونو یو تړون لاسلیک کړی دی چې مقصد یې د نړۍ بازارونو ته د اوکراین د میلینونه ټنه غلې لېږل او په پرمختلونکو هېوادونو کې د میلینونو خلکو لپاره د خوراکي توکو د زیاتېدونکي بحران کمول دي.

د ملګرو ملتونو او ترکي په منځګړتوب له څو میاشتو د روانو خبرو په نتیجه کې د تړون لاسلیک کېدو دا غونډه د جمعې په ورځ په استنبول کې شوې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش وایي د اوکرایني غلې د خلاصېدو پر سر د دغو خبرو لومړیتوب له انسانانو سره ښېګړې ته وده ورکول وو. په دې مهال د اوکراین او روس استازو ته وویل:

"تاسې تر خنډونو را تېر شوئ او د یو داسې کار لپاره مو خپل اختلافونه څنګ ته کړل چې د ټولو په ګټه دی، دا تړون داسې په اسانه نه دی شوی".

ښاغلی ګوتېریش وایي پوښتنه دا نه ده چې دغه تړون به دغو دواړو هېوادونو ته څومره ګټه ولري بلکې دا مهمه ده چې زموږ د نړۍ خلکو ته به یې څومره ګټه وي، وایي "په دې کې شک نه شته چې دا تړون د نړۍ لپاره وشو".

اوکراین د نړۍ د هغو هېوادونو په سر کې راځي چې نړۍ ته زیاته اندازه غله دانه لېږي او په کال کې د 400 میلینه کسانو لپاره د غلې پیداوار لري، خو شاوخوا 20 میلینه ټنه غله یې له څو میاشتو راهیسې په ګودامونو او بېړیو کې پرته ده چې روس په تور سمندر کې بنده کړې ده.

«د بلیک سي انیشیېټیو» یا [د تور سمندر پیل] په نوم دغه تړون د روس د دفاع وزیر سرګي شویګو او د اوکراین د انفراسټرکچر وزیر اولیکسانډر کوبراکوف لاسلیک کړی دی، خو ورسره د ترکیې د دفاع وزیر او د ملګرو عومي مشر هم لاسلیک کړی دی.

د تړون د لاسلیک کولو غونډې ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان وویل، دی هیله لري چې «د تور سمندر پیل» په نوم په "دوستانه او سوله ییزه فضا" کې لاسلیک شوی دغه تړون به د جګړې د پای ته رسولو لپاره د بدلون سبب شي:

"دغه کار چې موږ یې نن په استنبول کې له روس او اوکراین سره یو ځای کوو، دا به یو نوی بدلون وي چې د سولې لپاره به هیلې را ژوندۍ کړي، دا زما مخلصانه هیله ده".

رپوټونه وایي دغه لومړنی تړون به د 120 ورځو لپاره وي، خو د ملګرو ملتونو یوه چارواکي وویل دا تړون به تر هغه وخته دوام لري چې د اوکراین او روس جګړه نه وي ختمه شوې.

ملګري ملتونه له څو میاشتو راهیسې د اوکراین او روس لخ چارواکو سره جلا جلا کار کوي، چې مقصد یې یوې خواته په تور سمندر کې د اوکراین پر جنوبي بندرونو د روس بندیز لرې کول او بلې خواته د نړۍ بازارونو ته د روس خوراکي توکو او سرې ته بې له ځنډه لاسرسی اسانه کول دي.

روس هم نړۍ ته د غلې دانې لېږلو او د سرې پیدا کولو یو مخکښ هېواد دی، خو له جګړې راهیسې په نړیوال بازار کې د سرې بیه دوه برابره شوې ده، چې په نتیجه کې یې د حاصلاتو بیه هم لوړه شوې ده.

د غلې دانې د تړون تر لاسلیک کولو مخکې د ملګرو ملتونو عمومي مشر او د روس د دفاع وزیر په شخصي توګه د روس د خوراکي توکو او سرې سوداګرۍ ته د خنډونو د لرې کولو لپاره د مفاهمت یو یادښت لاسلیک کړ.

ملګري ملتونه وايي پر اوکراین د روس تر برید مخکې 276 میلینه خلک د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ وو، خو اوس چارواکي اټکل کوي چې دا شمېر 345 میلینه ته رسېدلی دی. تمه کیږي دا تړون به هغو میلینونو خلکو ته ګټه ورسوي چې د جګړې له کبله د خوراکي توکو د بیو زیاتوالي اندېښمن کړي‌ وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG