لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکرایني ځواکونو هغه پول په امریکایي توغندیو ویشتلی چې روسي پوځیان پرې ور تېرېدل


واشنګټن ـــــ د اوکرایین ځواکونو د خپل هېواد په جنوبي سیمه کې پر یو داسې پله باندې بمباري کړې چې له سټرېټیجیک پلوه ډېر مهم ګڼل کېږي، روسي چارواکي تور لګوي چې دا پول په هغه راکټ سیسټم ویشتل شوی چې امریکې اوکراین ته ورکړي‌ دي.

د اوکراین د پوځ ویاندې نتالیا ګومینیوک د اوکراین یوه ټیلیویژن ته ویلي چې ځواکونو یې پول په "هدفي بریدونه" کې په نخښه کړی دی.

د وي او اې د رپوټ له مخې د «اېنتونیوسکي پول» چې پر نیپر سیند باندې جوړ شوی د چارشنبې- شورو په ورځ د اوکرایني ځواکونو تر برید وروسته تړل شوی دی.

د اوکراین د اوډیسه ښار پر بندر د روس تر بریدونو وروسته اوکرایني ځواکونو دا برید په داسې وخت کړی چې دواړو هېوادونو د جولای پر 23مه یو تړون لاسلیک کړی، چې په بنیاد یې اوکراین ته د نړۍ بازارونو ته د خپلې غلې دانې د لېږدولو اجازه ورکړل شوې ده.

د اوکراین په خرسون ښار کې د روس د ګومارل شوې ادارې مرستیال مشر کیرل سټریموسوف وایي، پر دې پله باندې برید نهې- سه شنبې په ورځ شوی چې وایي اوس بشپړ نړېدلی نه دی، خو وایي‌ سړک یې له سوریو ډک او خراب دی او موټر پرې نه شي تېرېدای.

سټریموسوف دعوه کړې چې اوکرایني ځواکونو د برید لپاره د های موبیلیټي ارټیلري راکټ سیسټم یا HIMARS په نوم نوي توغندي کارولي دي.

اوکرایني ځواکونو دغه پول تېره اوونۍ هم په هوایي بمبارۍ ویشتلی وو، خو د مسافرو د موټرو او پیاده تګ لپاره پرانیستی وو خو پروني برید په بشپړه توګه بند کړی دی.

رپوټونه وایي دغه پول د اوکراین په جنوب کې د روس لپاره یوه مهمه لاره ده چې خپل پوځیان له همدې لاره د دې هېواد هغې سیمې ته لېږدوي چې د دوی تر ولکه لاندې ده.

د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سلاکار میخایلو پوډولیک د چارشنبې- شورو په ورځ په یوه ټویټ کې پر پول د خپلو ځواکونو بریدونه تایید کړي او وایي روسي ځواکونه باید دا یو خبرداری وګڼي:

"قبضه ګر باید دا زړه کړي چې څنګه تر نیپر سیند هغې غاړې ته تېر شي یا خرسون پرېږدي چې تر اوسه لا امکان لري، کېدای شي چې درېیم ځل خبرداری ور نه کړل شي".

د روس ځواکونو په دې وروستیو ورځو کې د اوکراین په ختیځ او جنوب کې پر ښارونو او کلیو بریدونه زیات کړي دي، خو په خرسون سیمه کې د اوکرایني ځواکونو له جوابي بریدونو سره هم مخ دي. دا سیمه د جګړې په لومړیو کې روسي ځواکونو نیولې وه.

د اوکراین د ختیځ نیپروپیتروسک ښار ګورنر ویلینټین ریزنیشنکو د چارشنبې- شورو په ورځ وویل، روسي ځواکونو د درنو وسلو په وسیله پر دوو سیمو بریدونه کړي دي.

ګورنر ویلینټین وایي په مرخانیڅ ښارګوټي کې یوه ښځه ټپي شوې او څو ودانۍ، یو روغتون او یو ښوونځی په برید کې زیانمن شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي په یوه ویډیو کې دعوه کړې چې له فرورۍ راهیسې په جګړه کې د روس شاوخوا 40,000 پوځیان وژل شوي او لسګونه زره نور ټپیان شوي دي، خو د هغه دعوه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

د روس پوځي چارواکو وروستی ځل د مارچ په میاشت کې خپلو پوځیانو ته د اوښتي ځاني زیان په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړي وو او ویلي یې وو چې 1,351 پوځیان یې وژل شوي دي.

یادونه:- په رپوټ کې ځینې معلومات له اسوسیېټیډ پریس، رویټرز او واشنګټن پوسټ ورځپاڼې اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG