لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د دونیڅک له خلکو غوښتي چې سیمه پرېږدي


واشنګټن ـــــ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي په داسې وخت د ختیځ دونیڅک سیمې له خلکو څخه د وتلو غوښتنه وکړه، چې په دې سیمه کې لا هم سخته جګړه روانه ده او روس غواړي‌ چې پر دې سیمه بشپړ کنټرول تر لاسه کړي.

صدر زلنسکي دا اعلان د شنبې- خالي په ورځ خپل ملت ته د شپې په وېډیویي وینا کې وکړ. د رویټرز د رپوټ له مخې ښاغلي زلنسکي خپلو خلکو ته ویلي:

"څومره ډېر خلک چې هم اوس له دونیڅکه وځي، د روس پوځ به هغومره د لږ خلکو د وژلو وخت ولري".

د رپوټونو له مخې د ماشومانو او لویانو په ګډون په لکونو خلک د دونباس سیمې په جنګي سیمو کې بند پاته دي چې په هغوی کې دونیڅک او لوهانسک سیمې هم شاملې دي.

دا هم هغه سیمه ده چې پکې د روانې اوونۍ په پیل کې د اوکراین جنګي بندیان په هوایي برید کې ووژل شول.

ولسمشر زلنسکي ویلي کومو خلکو چې له دونیڅک څخه کډې وړې دي هغوی ته به معاوضه ورکړل شي او کوم چې له دې وروسته وځي له هغوی سره به هم د رسد په برخه کې مرسته وشي:

"ډېر خلک له وتلو انکار کوي خو باید پاته نه شي، که تاسې ته موقع په لاس درشي مهرباني وکړئ له هغو کسانو سره خبرې وکړئ چې لا هم د دونباس په جنګي سیمو کې پاته دي، هغو قانع کړئ چې وتل ضروري دي."

اوکراین د شنبې- خالي په ورځ غوښتنه وکړه له روس سر دې د هغه توغندي برید پر سر حساب وشي چې وایي د اوکراین په ختیځ کې یې د ماسکو تر څارنې لاندې زندان کې په لسګونو اوکرایني جنګي بندیان ووژل شول.

د اوکراین حکومت له ملګرو ملتونو او د سره صلیب یا ریډ کراس له نړیوالې مرسته کوونکې ادارې وغوښتل چې د جمعې د ورځې د حملې په اړه سمدستي پلټنه وکړي.

پر جنګي بندیانو دې برید نړیواله غصه را وپاروله او له هغه وروسته ملګرو ملتونو ژمنه وکړه چې د دې برید په اړه په پلټنو کې به مرسته وکړي. د ملګرو ملتونو د عمومي مشر مرستیال ویاند فرحان حق د شنبې- خالي په ورځ په یوه بیان کې وویل:

"د اولینیوکا په زندان کې د وروستۍ غمیزې په اړه موږ تیار یو د ماهرینو یوه ډله ولېږو چې تحقیقات وکړي، خو دا کار د ښکېلو اړخونو خوښې ته اړتیا لري".

روس او اوکراین په دې اړه پر یو بل د برید تورونه لګوي، خو د یوه دعوه هم په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

تر اوسه هیڅ یوې نړیوالې مرسته کوونکې ادارې ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د بمبارۍ سیمې ته ورشي، سره صلیب غوښتنه کړې چې د ټپیانو د را ایستلو لپاره دې اجازه ورکړل شي.

د رویټرز د رپوټ له مخې روس په یوه بیان کې ویلي چې دوی د ملګرو ملتونو او سره صلیب ادارو ماهرینو ته بلنه ورکړې چې په زندان کې د بندیانو د وژل کېدو په اړه پلټنه وکړي.

د روس د دفاع وزارت ویلي، د دوی تر ولکې لاندې دونیڅک سیمې په دغه زندان کې 40 بندیان وژل شوي او 75 نور ټپیان شوي دي. روس تور لګوي چې اوکراین په دې برید کې امریکايي جوړې وسلې کارولې دي.

خو د اوکراین ځواکونو دا دعوه رد کړې ده او وایي د روس پوځ ځکه پر دې کېمپ بمباري کړې ده چې وایي له بندیانو سره خپل ناوړه چلند پټ کړي.

د دې رپوټ ځینې معلومات له اسوسیېټیډ پریس او رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG