لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایف بي ای مشر: القاعده، داعش خراسان او د هغوی ملګري په امریکا په لویه کچه د ترهګرۍ اراده لري


واشنګټن ـــــ د امريکې د پلټنو د وفاقي ادارې اېف بي ای مشر کرسټوفر رې اندېښنې څرګندې کړې او وایي القاعده، داعش خراسان ډله او د هغوي ملګري په امريکا کې په لويه کچه د ترهګرۍ اراده لري.

د زيارت- پنجشنبې په ورځ د سېنټ عدالتي کمېټۍ ته د پېشۍ په وخت کرسټوفر رې وویل، سره د دې چې د دغې ډلې مشر اېمن الظواهري د اګست په لومړۍ نېټه په کابل کې د خپل کور په بالکنۍ کې په يو ډرون بريد کې وژل شوی دی.

په سېنټ کې د يوې پوښتنې په ځواب کې چې آيا که موقع په لاس ورغله نو القاعده يا داعش به په امريکا کې بريدونه وکړي،‌ ډاېرېکټر رې ووېل، "بېخي به ترې مخ وا نه ړوي".

نوموړي وویل القاعده نن د خپلو مشرانو د وژل کېدلو وروسته په نړيواله کچه د خپلو ملګرو په بهرتي کولو اخته ده او په افريقه او يو شمېر نورو سيمو کې په وړه کچه د خپلو ملګرو ملاتړ کوي.

د القاعده د وژل شوي مشر الظواهري په اړه پخپله لومړۍ ولسي تبصره کې ښاغلي کرسټوفر رې وویل، هغه په دې حیران نه بلکې مايوسه دی چې د القاعده مشر د حقاني شبکې د يو مهم غړي په يو محفوظ کور کې اوسېده.

د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن د وژل کېدلو وروسته د دغې ډلې مشر ایمن الظواهري د اېف بي ای د تر ټولو خطرناکو مجرمانو د لسټ په سر کې وو، چې د نيولو په سر يې ۲۵ ميلينه ډالر انعام ويستل شوی وو.

د الظواهري د وژل کېدلو وروسته د صدر بایډن انتظاميې په طالبانو تور ولګاوه چې دوی ترهګرو ته د خپلې خاورې د نه کارولو خپل لوظونه نه دي پوره کړي، خو طالبان وايي‌ دوی ته د الظواهري په اړه معلومات نه وو.

د ریپبلیکن ګوند سنېټر لینډسي ګراهم د اېف بي آيي د ډاېرېکټر نه وپوښتل د حقاني ډلې په يو کور کې د القاعده د مشر اوسېدل دا نه ښيي چې طالبان د القاعده سره نزدې اړيکي لري، نومړي ځواب ورکړو، " دغه ښه کار نه وو".

که څه هم په افغانستان کې د ډرون په بريد کې د القاعده د مشر په وژلو د بایډن انتظاميې هغه ژمنې سمې ثابتې کړې چې د افغانستان نه د وتلو باوجود دوی هلته د هوايي لارو د ترهګرو مخنيوی کولی شي، خو ډایرکټر رې‌ اندېښمن دی د افغانستان نه د را وتلو سره دوی پوره استخباراتي معلومات نه شي راټولولی:

"زه په دې اندېښمن يم چې القاعده به بيا ځان جوړ کړي او داعش خراسان ډله به هم د افغانستان د خرابې امنيتي وضعې نه ګټې پورته کړي او زه په دې هم اندېښمن يم چې دلته په امريکا کې به هم ترهګر په افغانستان کې د روانې ترهګرې نه متاثره شي".

ډاېرکټر کرسټوفر رې زياته کړه اېف بي ای د يو شمېر افغان کډوالو پلټنې هم کوي څوک چې تېر کال د امريکايانو د راوتلو په وخت په بيړه کې امريکا ته راوستل شوي دي.

په دغه نزدې ۸۰ زره افغانانو کې ۳۲۴ داسې افغانان هم امريکا ته داخل شوي دي چې د امريکې د دفاع د وزارت د ترهګرۍ د څار په فهرست کې شامل وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG