واشنګټن ـــــ د بشري حقونو لپاره کارکوونکې نړیواله اداره ایمنیسټي انټرنېشنل وایي په تېرو څو ورځو کې په افغانستان کې پر هزاره شیعه مسلمانانو باندې په بریدونو باندې اندېښنه څرګنده کړې او وایي په دغو بریدونو کې شاوخوا 120 تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما او ایمنیسټي انټرنېشتل د دغو بریدونو د منصفانه پلټنو غوښتنه کړې.
د اګست پر اتمه ایمنیسټي انټرنېشنل په افغانستان کې پر هزاره توکمه شیعه مسلمانانو باندې د بریدونو په اړه یو ځانګړی رپوټ خپور کړی او تور یې پورې کړی چې په تېر یوه کال کې پر دغو لږکیو ګڼ شمېر بریدونو شوي دي خو وایي طالبانو یې د مخنیوي لپاره هیڅ ګامونه نه دي اخیستي.
په رپوټ کې د جنوبي اېشیا لپاره د ایمنیسټي انټرنېشنل څېړونکي زمان سلطاني ویلي، "په افغانستان کې پر هزاره شیعه لږکیو باندې له پلان سره سم بریدونه د انسانیت خلاف جرم بلل کېدای شي او باید په ښکاره وغندل شي".
د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنیسټي انټرنېشنل په خپل رپوټ کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې پر شیعه مسلمانانو د وروستیو بریدونو په اړه پر نړیوال قانون او معیار برابر سمدستي، بې طرفه او بشپړه پلټنه وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر «یوناما» هم د تېرې اوونۍ په پای کې د کابل په دوو چاودنو کې د عامو خلکو پر مرګ ژوبله اندېښنه څرګنده کړې او وایي په دغو چاودنو کې تر تر 120 ډېر کسان ټپیان او ووژل شول. یوناما د اګست پر اوومه پر خپل ټویټر او فېسبوک لیکلي:
"د داعش خراسان ډلې له خوا په کابل کې د وروستیو چاودنو تر ذمه وارۍ منلو وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کورنۍ د اقلیتونو لپاره د لا زیات امنیت غوښتنه کوي چې دوی د عاشورا مراسم له نورو بریدونو پرته په امن تر سره کړي".
د تېر کال د اګست پر 15مه چې طالبان د وسلو پر زور پر افغانستان واکمن شوي، په کابل، بلخ، کندوز او ځینو نورو ولایتونو کې پر هزاره شیعه مسلمانانو باندې ګڼ شمېر بمي بریدونو شوي دي چې ذمه وارۍ یې داعش خراسان ډلې منلې دي. په دغو بریدونو کې سلګونو عامو خلکو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ایمنیسټي انټرنېشنل وایي د نړیوال قانون او بشري حقونو د سرغړونو په بنیاد په دغو «جرمونو» کې لاس لرونکي مشکوک مجرمین باید ملکي یا سېون عدالتونو ته وړاندې شي او د مرګ له سزا پرته په منصفانه توګه سزا شي.
د دې ادارې څېړونکی زمان سلطان وایي "طالبان ذمه وار دي چې د ټولو ضروري اقداماتو په تر سره کولو سره په افغانستان کې د عامو خلکو امنیت وساتي او دوی باید ژر تر ژره په هېواد کې داسې ګامونه واخلي چې د ټولو خلکو خوندیتوب ډاډمن شي".
د بخښنې نړیوال سازمان ایمنیسټي انټرنېشنل دا رپوټ په داسې وخت خپور کړی چې پرون د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې شعیه مسلمانانو د محرم د لسمې د عاشورا مراسم په سخت امنیت کې تر سره کړل.
دغه شعیه مسلمانان- چې اکثر یې هزاره ګان دي- وایي، د طالبانو په واکمنۍ کې یې سږ کال دغه مراسم په امنیتي اندېښنو کې په داسې حال کې تر سره کړل، چې د موبایل ټیلیفونونو نیټورکونه غیرفعاله وو، د موټرو پر تګ راتګ بندیز وو او بازارونه بند وو.
د اګست پر پینځمه د کابل په لوېدیځ کې په چاودنه کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او 18 ټپیان شوي وو، په ورپسې د خالي- شنبې په ورځ په یوه بازار کې په بله چاودنه کې هم د رویټرز خبري ایجنسۍ د رپوټ له مخې اته تنه وژل شوي او 22 ټپیان شوي وو.
طالبانو لا د ایمنیسټي انټرنېشنل او د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یوناما اندېښنو او پر شعیه مسلمانانو د بریدونو په اړه د پلټنو غوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی، خو په وروستیو میاشتو کې یې په وار وار دعوه کړې چې د داعش خراسان ډلې په ضد یې د پلټنو عملیات کړي او د دې ډلې ځینې کسان یې وژلي او ځینې یې ژوندي نیولي دي.