لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سلمان رشدي حالت نازک، سترګه یې بایلونکې ده، صدر بایډن پر هغه برید «وحشیانه» بللی


واشنګټن ـــــ د امریکې ولسمشر جوبایډن د «شیطاني ایتونه» په نوم لانجمن کتاب لیکوال سلمان رشدي باندې په نیویارک کې شوی برید وحشیانه بللی او وایي دی او مېرمن یې جیل بایډن په دې برید حیران او خواشیني دي. د ملګرو ملتونو عمومي مشر وایي دې برید بوږنولی دی.

پر سلمان رشدي د جمعې په ورځ په داسې وخت یو تن د چاقو په وسیله ناڅاپي برید کړی او زخمي کړی یې وو، چې هغه په یو سېمینار کې د وینا لپاره سټېج ته ختلی وو.

د هغه استازي اېنډريو وایل رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، د رشدي حالت نازک دی او ويره ده چې يوه سترګه يې کار پرېږدي. اېنډریو د جمعې په ورځ ویلي په برید کې د هغه د یو لاس رګونه پرې شوي او ځیګر یې زیانمن شوی دی، خو د شنبې- خالي په ورځ یې تازه معلومات رسنیو ته نه دي ورکړي.

له سپینې ماڼۍ څخه د شنبې- خالي په ورځ په خپاره شوي بیان کې ولسمشر جوبایډن ویلي، د امریکې او نړۍ له خلکو سره یو ځای د سلمان رشدي د روغتیا لپاره دعا کوي. ښاغلي بایډن هغه کسان زړور بللي او ستایلي چې سمدستي یې پر سلمان رشدي برید کوونکی نیولی دی.

په بیان کې صدر بایډن سلمان رشدي د ناول او داستان یو زړور لیکوال بللی او وایي هغه له ډار پرته د اړتیا وړ نړیوالو ارمانونو د تر سره کولو لپاره ولاړ دی او وایي ریښتیا، جرئت، مزاحمت او له ویرې پرته د نظریاتو شریکولو وړتیا د هرې ازادې ټولنې بنیادي ستنې دي:

"نن موږ له رشدي او ټولو هغو کسانو سره چې د بیان د ازادۍ لپاره ولاړ دي همږغي کوو او یو ځل بیا د خپرو ژورو امریکایي ارزښتونو د تکرارولو ژمنه کوو".

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش هم وایي، پر سلمان رشدي برید بوږنولی دی، د هغه ویاند سټیفن دوجاریک د جمعې په ورځ ناوخته په یو بیان کې د ښاغلي ګوتېریش له خولې لیکلي:

"تشدد هیڅکله د هغو الفاظو جواب نه دی چې نورو کسانو د نظر او بیان د ازادۍ په کارولو سره ویلي یا لیکلي وي".

د نیویارک پولیسو د سلمان رشدي د روغتیایي حالت په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، په کوم روغتون کې چې د هغه علاج روان دی، د هغه ویاند هم ویلي چې د ناروغ په اړه معلومات نه شي شریکولای.

د نیویارک د پولیسو ویاند د خبري غونډې په وخت ویلي، د هادي ماتر په نوم 24 کلن حمله کوونکی یې سمدستي نیولی وو چې د امریکې د نیوجرزي ریاست اوسېدونکی دی. پولیسو ویلي دا لا نه ده معلومه چې متر په رشدي حمله ولې کړې ده.

بریدګر هادي ماتر د شنبې- خالي په ورځ په نیویارک ښار کې عدالت ته وړاندې شوی دی، د عدالت قاضي ویلي په رشدي باندې هدفي برید شوی او مخکې له مخکې پلان شوی وو.

په خټه هندي برتانوی 75 کلن سلمان رشدي د لیکوال په توګه په 1981م کال کې هغه وخت مشهور شو چې د Midnight's Chidlren [د نیمې شپې ماشومان] په نوم ناول یې چاپ شو. دغه کتاب بکر پرایز هم ګټلی دی.

خو په نړیواله کچه هغه د خپل لانمجن کتاب The Satanic Verses[شیطاني آیتونه] له کبله ډېر شهرت لري چې مسلمانان يې د اسلام سپکاوی ګڼي او په ضد يې په نړيواله کچه مظاهرې هم شوې وې چې پکې تر څلوېښتو پورې کسان وژل شوي‌ وو.

اسوسیېټیډ پریس وايي ایران پر دغه ناول هغه مهال بندیز لګولی وو او په 1989م کال کې د ایران روحاني مشر ایت الله روح الله خمېني د رشدي د قتل فتوه جاري کړې وه. ایران د رشدي د قتل په سر درې میلینه ډالر انعام هم اعلان کړی وو.

سلمان رشدي تر یو درځن زیات کتابونه لیکلي چې ځینې یې ناولونه دي او اکثر کتابونه یې د نړۍ ګڼ شمېر ژبو ته ژباړل شوي دي، د ده لانجمن کتاب «شیطاني آیتونه» هم ډېرو ژبو ته ژباړل شوی، خو د پاکستان په ګډون تر شل زیاتو هېوادونو پر دې کتاب بندیز لګولی وو.

په 1991 کې د دې ناول جاپاني ژباړونکی په چاقو ووژل شو او ایټالیایي ژباړونکی یې سخت ټپي شو. د ناول نارویجی خپروونکی په 1993م کال کې په اوسلو کې له خپل کوره بهر درې ځله په ډزو وویشتل شو او سخت ټپي شو.

اې پي خبري ایجنسۍ وایي وايي د مرګ ګواښونو او د هغه پر سر تر انعام وروسته رشدي ډېره موده پټ ژوند شروع کړ او د برتانيې حکومت ورته محافظ ورکړ چې 24 ګنټې به له هغه سره وو.

احمد سلمان رشدي د 1947م کال د جون پر 19مه د برتانوي هند په مهال په یوه مسلمانه کشمیري کورنۍ کې په ممبۍ کې زېږېدلی، د ژوند زیاته برخه یې په لندن کې تېره کړې او په 2000م کال کې امریکې ته راغلی او په 2016م کال کې یې د امریکې شهریت هم اخیستی وو.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG