واشنګټن ـــــ د افغانستان په پایتخت کابل کې نن ماښام په یو جومات کې چاودنه شوې ده چې د عیني شاهدانو په وینا لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د طالبانو چارواکو چاودنه تایید کړې خو د مرګ ژوبلې شمېر یې لا نه دی ویلی، مګر ځینې رسنۍ وایي شل تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د کابل په «خیرخانه» سیمه کې د شورو- چارشنبې په ماښام په «صدیقیه مسجد» کې دا چاودنه په داسې وخت شوې چې سلګونه کسان په جومات کې د ماښام پر لمانځه ولاړ وو.
په کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ وي او اې ډیوه ته وویل چې په چاودنه کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېر یې ونه وایه چې څومره کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د طالبانو د استخباراتو یوه چارواکي بیا رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، چې کېدای شي په چاودنه کې 35 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وي خو وایي کېدای شي شمېر تر دې هم زیات شي.
الجزیره ټیلیویژن د طالبانو د یوه ناپېژانده چارواکي له خولې ویلي چې په چاودنه کې تر اوسه د 20 تنو مړینه تایید شوې ده.
په کابل کې د ایټلي په مرسته چلېدونکي ایمرجنسي روغتون پر خپل ټویټر لیکلي چې تر اوسه پورې د چاودنې له ځایه 27 کسان وروړل شوي دي چې وایي په هغوی کې پینځه ماشومان دي. په افغانستان کې د دې روغتون مشر سټیفېنو ویلي:
"په راوړل شویو کسانو کې تر اوسه درې مړه دي، درې مړه راوړل شوي وو او یو تن په روغتون کې ساه ورکړه".
د کابل د پولیسو له ویاند خالد ځدراڼ سره مو د وټسپ له لارې بیا- بیا د خبرو هڅه وکړه او پوښتنه مو ورته پرېښوه چې د چاودنې په اړه وروستي کره معلومات راکړي خو د رپوټ جوړولو تر وخته یې جواب ونه وایه.
عیني شاهدانو رویټرز ته ویلي چې د کابل په شمالي سیمه کې دا زوروره چاودنه تر ډېر لرې ځای پورې اورېدل شوې او وایي د نیژدې ودانیو ښیښې یې ماتې کړې دي.
د طالبانو د استخباراتو سرچینو رویټرز ته ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې د جومات امام مولوي امیر محمد کابلی هم شامل دی.
رپوټونه وایي د کابل پولیسو د استخباراتو ډله د پېښې ځای ته ورغلې او پلټنې کوي، خو تر اوسه یې دا نه دي ویلي چې د چاودنې هدف څوک وو.
د چاودنې ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر دغه چاودنه «په کلکو ټکو» غندلې ده خو د چاودنې په اړه نور معلومات یې نه دي ورکړي. مجاهد لیکلي:
"د عامو خلکو قاتلین او د داسې جنایاتو عاملین به ډیر ژر نیول کیږي او د خپلو شومو اعمالو په سزا به رسیږي. "
په تېر یو کال کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي په دې هېواد کې پر جوماتونو، د شیعه مسلمانانو پر عبادت ځایونو او مدرسو بمي چاودنې او ځانمرګي بریدونه زیات شوي دي.
په تېرو میاشتو کې د پایتخت کابل په ګډون په شمالي ولایتونو بلخ، کندوز او همدارنګه په ځینو نورو ولایتونو کې پر جوماتونو په خونړیو بریدونو کې په سلګونو کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي، چې د اکثرو ذمه واري داعش خراسان ډلې منلې ده.
د یادونې وړ ده چې یوه اوونۍ وړاندې هم د کابل په ششدرک سیمه کې پر یوه دیني مدرسه ځانمرګی برید شوی وو، چې پکې د طالبانو یو پلوی دیني عالم رحیم الله حقاني، د هغه ورور او درې نور طالبان وژل شوي وو. د دې برید ذمه واري هم داعش خراسان ډلې پر غاړه اخیستې وه.
رحیم الله حقاني د داعش ډلې سخت خلاف وو او طالبانو ته به یې په خپلو ویناوو کې ویل چې د داعش ډلې د وسلوالو په بندي کولو او تسلیمولو باور ونه کړي او هغوی دې وژني.