لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان په سلمان رشدي شوې حمله د افسوس وړ ګڼلې


دپاکستان پخواني وزیر اعظم عمران خان په برطانوي ليکوال سلمان رشدي د امریکا په نيويارک اېالت کې شوي خونړي برید ته خپل عکس العمل کې دا حمله د غندنې او افوس وړ ګرځولې ده. خو لا هم د پاکستان حکومت دې برید ته په سرکاري کچه کوم غبرګون نه دی ویلي.

څېړونکي وايي د سلمان رشدي لانجمن کتاب شېطاني اېتونو ته د مسلمانانو غبرګون دا پکار دی چي دا کتاب دې د سره لولي نه او رد دې یې کړي.

د زيارت په ورځ د ورځپاڼې دي ګارډين سره مرکه کې ښاغلي عمران خان په سلمان رشدي حمله بوګنوونکې او افوسناکه ګرځولې او ویلي یې دي د سلمان رشدي لانجمن کتاب شېطاني اېتونه خلاف د مسلمانې نړۍ قهر او غصه د پام وړ ده خو زياته کړه يې ده چې په دې باندې د بريد جواز نه جوړېږي.

د یادونې وړ ده چې نزدې لس کاله وړاندې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر په هند کې يوه دستوره کې په دې د ګډون کولو څخه انکار کړی و چې هغه دستورې ته سلمان رشدي هم بلل شوی و.

ښکاره دې وى چې د شېطاني اېتونه کتاب ليکوال سلمان رشدي باندې یوه اوونۍ وړاندې د امریکا په لويدېځ اېالت نيو ېارک کې يو تن د چړې برید کړی ؤ چې په کې نوموړی سخت ژوبل شوی خو مطبوعاتي رپورټونه وايي چې اوس یې روغتيايي وضعیت ښه دی.

دسلمان رشدي لانجمن کتاب شېطاني اېتونه په کال 1988 کې خپور شوی و او په دې باندې اسلامي نړۍ کې سخت غم او غصه څرګنده کړی شوې وه او دا کتاب یې د مذهب دسپکاوي سره سم بللی و.

هغه وخت اېت الله خمېني د اېران د اسلامي انقلاب مشر د یاد کتاب د چاپ کېدو وروسته د سلمان رشدي پرضد د مرګ فتوه جارى کړې وه خو سلمان رشدي اؤ د ادب سره تړلو يو شمېر شخصیتونو دا تورونه څو وارې رد کړي چې ګني کتاب یې د اسلام خلاف دی.

دې کتاب ته د اسلامی نړۍ د رد عمل په اړه وتلی ساېنس پوهه، ليکوال او استاد پروېز هود بهاي ډيوه ته وايي اول خو ډېرو خلکو له سره دا کتاب لوستی هم نه دی او دا یې د يو بل اؤرېدلي چې په کتاب کې د اسلام توهین شوی او له دې ورستو یې په الغاؤ تلغاو اؤ احتجاجونو لاس پورې کړو.

وايي دې کتاب ته ښه رد عمل دا دی چې باید خلک یې ونه لولي او رد دې کړي او بله دا باید چې مسلمانان په ځان کې لږ زغم پېدا کړي.

دې کتاب ته څنګه غبرګون پکار دی؟ دې لړ کې چې کله ډيوه د اسلامي نظریاتي کونسل چېرمېن ډاکتر قبله اېاز سره رابطه وکړه نو نوموړي وېل دلته په پاکستان کې هم لويې ديني عالمان شته او هغوى وايي چې سلمان رشدي په ځان پورې د ټولو مسلمانانو قرض ادا کړو خو وايي په دې باندې علمي خبره کول به مشکله وي، دلته وېره ده ډېره سخته.

کال 1989 کې ددې کتاب د خپريدو خلاف په پاکستان او هند کې هم سخت او خونړي احتجاجونه شوي وو او دغه کال د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د پولیس او مظاهره چيانو ترمنځ نښتو کې شپږ او د هند په ممبۍ ښار کې نزدې 12 کسان مړه شوي وو.

په اسلام اباد کې مظاهرچیانو هڅه کوله چې د امریکا په سنټر ورننوځي.

د قاید اعظم پوهنتون اسلام اباد پخوانۍ د فزکس استاد او شنونکي ډاکټر ای اېچ نییر ډيوه ته وايي په پاکستان کې د مذهب دسيکاوې موضوع زيات حساسیت لري او خو وايي دی پخپله هم ددې خلاف دی چې ګني څوک دې د چا د مذهبي شخصیت سپکاوي وکړي.

نوموړی وايي د سلمان رشدي کتاب شېطاني ايتونه ته باید چې مسلمانان علمي ځواب ووايي.

هغه بيا وايي په پاکستان کې بدمرغي دا ده چې خلک دين د خپل سياست د پياوړتيا لپاره کاروي او يو تاثر دا هم دی چې دلته ملیان د جماعت په لاوډ سپيکر داسې تبليغات کوي چې د بل ژوند په خطر کې اچوي.

په برطانوي لېکوال سلمان رشدي باندې په خونړي برید تورن تن هم وېلي چي هغه ددغه لانجمن کتاب شېطاني اېتونه يوازي دوه پاڼې لوستې دي.

په پاکستان کې د سياستمدارانو، حکومتي چارواکو په ګډون د هېواد ازاد خياله ليکوالانو هم په سلمان رشدي شوي بريد ته کوم چټک او ښکاره غبرګون نه دی ښودلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG