لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان د اېشیا کپ کرکټ سیالیو په لومړۍ لوبه کې سریلنکا ته په اتو وکټونو ماتې ورکړه


پېښور ــــ دافغانستان دکرکټ ملي لوبډلې دایشیا جام یا کپ په سیالیو کې دخپلې لوبې پیل په فاتحانه انداز کړی اؤ دسریلنکا لوبډلې ته یې په اتوؤ وکټونو ماتې ورکړې ده.

د ایشيا جام د 15 پړاو سیالۍ پرون ماښام په دوبۍ کې پیل شوي چې ددې سیالیو وړومبۍ مقابله د افغانستان اؤ سریلنکا دلوبډلو ترمنځ شوې ده.

په اسيا جام کې شپږ لوبډلې برخه لري چې پکې په ګروپ ای کې هند، پاکستان او هانګ کانګ او ګروپ بي کې سري لنکا، بنګله دېش او افغانستان شامل دي.

د شنبې- خالي په ماښام ترسره شوې سیالۍ کې افغانستان د پچې په ګټلو سره سریلنکا ته د توپ وهلو بلنه ورکړه خو دسریلنکا وړومبی توپ وهونکی کوشل مینډس د وړومبي اوور په پینځم توب د فضل الحق فاروقي په توپ په داسې حال کې وسوزیدو چې یوازې دوه منډې یې جوړې کړې وې.

د فضل الحق فاروقي په ورپسې بال یا توپ دسریلنکا بل توپ وهونکی چریتهـ اسالینکا هم پرته له کومې منډې جوړولو وسوزیدو.

د سریلنکا لخوا لوبې ته ته تر ټولو مخکې وتلی دریم لوبغاړی پاتهم نیسانکا د دریوؤ منډو په جوړولو د نوین الحق په توپ وسوزیدو.

کله چې دسریلنکا منډې ۴۹ ته ورسیدې نو دمجیب الرحمان په توپ د انوشکا ګناتهیلا وهل شوی توپ جنت کریم کیچ کړو اؤ دغسې یې څلورم لوبغاړي یوازې ۱۷منډې جوړې کړې.

مجیب الرحمان د۱۰م اوور په دویم توپ وانیندو بسورنګا هم وسوزولو اؤ په ورپسې اوور کې کپتان داسن شناکا له کومې منډې جوړولو پرته دمحمد نبي په توپ وسوزیدو.

د سریلنکا اووم لوبغاړې بهانوکار راجاپکسې هغه مهال وسوزیدو چې ددغه لوبډلې منډې یوازې ۶۹ ته رسیدلې وې. تر دې وروسته محمد نبي متهیشا پاتهیرانا یوازې په پینځوؤ منډو وسوزولو.

د سریلنکا ټوله لوبډله د وروستي اوور په څلورم توپ یوازې د ۱۰۵منډو په جوړولو وسوزیده.

د افغانستان له لوري دې سیالۍ کې فضل الحق فاروقي درې،مجیب الرحمان اؤ محمد نبي دوه، دوه اؤ نوین الحق یوازې درې وکټې ترلاسه کړې.

د سریلنکا لوبډلې لخوا افغانستان ته د ورکړل شوي هدف پوره کولو لپاره چې کله حضرت الله ځاځی اؤ رحمت الله ګربز توپ وهنې ته را ووتل نو چټک لوبه یې وکړه اؤ په شپږو اوورونو کې یې ۸۳منډې جوړلې کړې

رحمت الله ګربز د۴۰منډو جوړولو نه وروسته وسوزیدو خو حضرت الله ځاځي په مسولانه ډول خپلې توپ وهنې ته دوام ورکړو .

د ځاځي سره توپ وهنې ته ولاړ لوبغاړی ابراهیم ځدران هم د۱۵منډو په جوړولو وسوزیدو .

د افغانستان دوه لوبغاړي په لسم اوور کې د۱۰۳منډو په جوړولو وسوزیدل خو حضرت الله ځاځي اؤ نجیب ځدران خپلې منډې ۱۰۶ ته ورسولې اؤ په اسانۍ سره یې دسریلنکا لوبډلې نه دا سیالي په ۸ وکټونو وګټله.

حضرت الله ځاځي ۳۷ اؤ نجیب الله ۲ منډې جوړې کړې وې.

د افغانستان دوېمه سیالي به په ۳۰م اګست د بنګله دېش سره وي. د اسیا کپ وروستۍ سيالۍ په کال 2018م کې شوې او فاينل يې هند ګټلی وو.

د 2018م په اسيا کپ کې افغانستان په خپله لومړۍ سيالۍ کې د سري لنکا او په دوېمه کې يې د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړې وه او په درېمه سیالۍ کې يې د پاکستان نه ماتې خوړلې وه.

دغه ډول په څلورمه سيالۍ کې يې د بنګله دېش نه په درېو رنزونو ماتې خوړلې او پينځمه سيالي يې د هند سره سر په سر يا برابر شوې وه چا هم نه وه ګتلې.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG