لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې له طالبانو غوښتل شوي نړیوالې ذمه وارۍ دې پوره کړي


واشنګټن ـــــ د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کې یو ځل بیا پر طالبانو ټینګار کړی چې ټولو بشري حقونو ته درناوی ولري، د نجونو بند سکولونه خلاص کړي او ټولشموله حکومت جوړ کړي. غونډې ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي ویلي، طالبان دې د خلکو له ځورولو او غیرعدالتي وژنو لاس واخلي. د طالبانو غبرګون لا په دې اړه مخې ته نه دی راغلی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرونۍ غونډه د روس په غوښتنه رابلل شوې وه، چې پکې په افغانستان کې پر بشري مرستو برسېره د طالبانو د حکومت پر تګلاره هم هراړخیزې خبرې وشوې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر «یوناما» مشر مارکوس پوټزل غونډې ته د وېډیو لینک له لارې له کابله وویل، د طالبانو حکومت چې تر اوسه د نړیوالې ټولنې هیڅ یوه استازي په رسمیت نه دی پېژندلی سبب یې معلوم دی.

ښاغلي پوټزل وویل طالبان پر ځای د دې چې خپلې نړیوالې ذمه وارۍ پوره کړي، د خپل حکومت د رسمیت پېژندنې غوښتنې کوي:

"نړیواله ټولنه د بشري حقونو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو د حقونو، د ټولو خلکو د استازې حکومتولۍ او ګډ نړیوال امنیت په اړه خپل اصول لري او افغانستان د همدې نړیوال نظام برخه ده چې طالبان باید په دې اړه خپلې نړیوالې ذمه وارۍ پوره کړي".

ښاغلي پوټزل وویل، افغانستان په نړۍ کې یواځینی ملک دی چې نجونې پکې د زدکړو له بشپړ حقه محرومې دي.

د یوناما مشر وویل د طالبانو چارواکي د حکومتولۍ له زیاتیدونکو چېلنجونو سره مخامخ دي. وایي طالبان په دوامدار ډول د خپلمنځي اختلافاتو اوازې ردوي او ځان د یو متحد او همږغي حکومت په توګه ښيي، خو وایي "په کابل کې د کابینې او په کندهار کې د طالبانو د مشر هیبت الله اخندزاده ترمنځ اړیکه ناڅرګنده ده".

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق پر طالبانو ږغ وکړ، چې د افغانستان د خلکو بنیادي بشري حقونه له جنسي، نسلي او مذهبي توپیر پرته وساتي او درناوی یې وکړي.

ښاغلي فایق وویل له دغو بنیادي بشري حقونو سرغړونه د نړیوالو بشري حقونو، نړیوالو قوانینو او اسلامي ارزښتونو خلاف کار دی:

"په دغو حقونو کې د نجونو د سکولونو بیا پرانیستل او د ښځو د بشپړو انساني حقونو خوندي کول دي، د [طالبانو] خپل د بخښنې اعلان ته درناوی دی چې سمدستي د خلکو نیول، ځورول، جبري ورکول او د مخکینیو امنیتي ځواکونو او عامو خلکو غیرعدالتي وژل ودروي او ذمه وار کسان یې سزا کړي".

د بشري چارو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي مشر استازي مارټین ګریفیټس غونډې ته د وېډیو لینک له لارې وویل، د افغانستان خلک له سختو ستونځو او ناڅرګند حالت سره مخ دي ځکه چې وایي نیژدې 19 میلینه خلک یې په کافي اندازه خواړه نه لري او په هغوی کې شپږ میلینه د لوږې له خطر سره مخ دي:

ښاغلي مارټین ګریفیټس وویل "د ابادۍ تر نیمایي زیات شاوخوا 24 میلینه خلک بشري مرستو ته اړ دي، درې میلینه ماشومان له شدیدې خواځواکۍ سره مخ دي، په دوی کې یو میلین ماشومان زښت زیات په خطر کې دي، که ځانګړې توجه ورته ونه شي دا ماشومان به مړه شي".

طالبانو لا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د تازه خبرو په جواب کې په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي رېډیو ته ویلي، د دوی په حکومت کې د افغانستان د ټولو خلکو حقونه خوندي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته خبرې کړې او ویلي یې دي نړیواله ټولنه باید د طالبانو له حکومت سره اړیکې زیاتې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG