لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوالو او افغان سیاستوالو د هرات چاودنه کې د عامو خلکو خو طالبانو یواځې د مولانا انصاري وژنه غندلې


واشنګټن ـــــ ملګرو ملتونو، د اسلامي همکارۍ نړیوال تنظیم، امریکې، عرب امارات، ایران، پاکستان او افغان سیاستوالو د افغانستان په هرات کې د وړمې ورځې چاودنه غندلې ده، چې پکې د طالبانو د یو ملاتړي دیني عالم مولانا مجیب الرحمان انصاري په ګډون 18 تنه وژل شوي وو او تر دوه شلو زیات پکې ټپیان شوي وو.

د هرات ښار په ګذرګاه جومات کې د جمعې د ورځې په چاودنه کې وژل شوي کسان پرون خاورو ته وسپارل شول، په وژل شویو کسانو کې د طالبانو د ملاتړي مولانا مجیب الرحمان د جنازې په مراسمو کې زرګونو کسانو ګډون کړی وو.

د جمعې په ورځ غرمه مهال دغه چاودنه په داسې وخت شوې وه چې ګڼ شمېر خلک او امام مولانا انصاري د لمانځه لپاره په جومات کې وو. د پېښې یو عیني شاهد عزیز الله حبیبي رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي:

"خطیب صاحب د جومات خواته روان وو، چې ناڅاپه یو تن راغی او ویل یې چې هغه ته لاس ورکول غواړي، موږ پرېنښود خو خطیب صاحب وویل را پرې یې ږدئ، کله چې هغه نیژدې ورغی، د خطیب یو محافظ ورباندې شکمن وو او په دې وخت کې هغه چاودنه وکړه".

رویټرز د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند له خولې لیکلي چې په دې چاودنه کې 18 تنه وژل شوي او 23 ټپیان شوي وو، خو الجزیزه مېډیا نیټورک د نامعلومو سرچینو په وینا ویلي چې 28 کسان وژل شوي او 45 ژوبل شوي وو.

دغې خونړۍ چاودنې نړیوال غبرګونونه را پارولي او غندلې یې ده. د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ټامس ویسټ دغه چاودنه غندلې او په پېښه کې له وژل شویو کسانو سره یې غمشریکي کړې ده.

ښاغلي ویسټ د ستمبر پر دویمه په یو ټویټ کې دغه پېښه «د ترهګرۍ یو بې حسه» عمل بللی او غوښتنه یې کړې چې په پېښه کې لاس لرونکي کسان باید ونیول شي او عدالت ته وړاندې شي.

که څه هم د هرات د چاودنې ذمه واري لا کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو طالبانو یې پړه پر داعش خراسان ډلې ور اچولې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه پیغام کې ویلي، په تېرو څو ورځو کې یې د افغانستان په لویدیځ کې د داعش ډلې د وسلوالو خلاف عملیات کړي او د دې ډلې یو شمېر غړي یې وژلي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) هم دغه چاودنه غندلې او ویلي یې دي چې په دغه چاودنه کې د ماشومانو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. یوناما پر خپل ټویټر او فېسبوک لیکلي:

"د عبادت ځایونو ته د تللو په ګډون پر هغو افغانانو کېدونکي بریدونه باید ودرول شي چې په خپل ورځني ژوند بوخت وي."

د قطر، عربي اماراتو، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو او د اسلامي همکارۍ سازمان هم د هرات په جومات کې چاودنه غندلې او دا یې د ترهګرۍ یوه پېښه بللې ده.

دوی‌ په راتلونکي وخت کې د دغه ډول چاودنو د بندېدو غوښتنه کړې او له طالب چارواکو یې غوښتي چې د خلکو امن ته پام وکړي.

د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي او په تېر حکومت کې د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم دا برید غندلی دی، خو د مولانا مجیب الرحمان انصاري‌ نوم یې نه دی یاد کړی.

حامد کرزي پر فېسبوک پخپله پیغام کې دا برید د «انسانیت او اسلام خلاف» عمل بلل دی، ډاکټر عبدالله لیکلي چې "پر جوماتونو او مذهبي ځایونو بریدونه او د بې ګناه خلکو په نخښه کول د انسانیت ضد جرم دی".

د بشري حقونو په نړیوال تنظیم ایمنیسټي انټرنېشنل کې د افغانستان لپاره کارکوونکې سمیرا حمیدي پر ټویټر په یوه پیغام کې د طالبانو پر حکومت نیوکه کړې چې ولې یې یواځې د مولوي انصاري پر وژنه خپګان ښودلی او په پېښه کې د وژل شویو ملکي وګړو په اړه یې غبرګون او خفګان نه دی ښکاره کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG