لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پکتیا کې د نجونو پینځه سکولونه بیرته پرانیستل شوي، طالبان وایي پلټنې کوي چې دا کار د چا په امر شوی


واشنګټن ـــــ د افغانستان د پکتیا ولایت په مرکز او یوه بله ولسوالۍ کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونو د طالبانو د تعلیم وزارت له اعلان پرته پرانیستل شوي دي، د ښځو د حقونو فعالانو یې هرکلی کړی، خو د طالبانو ویاند وایي په دې اړه پلټنې کوي چې دا سکولونه د چا په امر پرانیستل شوي دي.

بل لور ته د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې نوی تعلیم کال پیل شوی خو جینکۍ تر 352 ورځو وروسته هم لا سکولونو ته نه دي پرېښودل شوې.

د نړیوالو تر پرله پسې ټینګار او د افغان ولس پر بیا- بیا غوښتنو برسېره هم طالبانو په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د سکولونو د بیا پرانیستلو پرېکړه لا نه ده کړې، خو په پکتیا ولایت کې یې له څو ورځو راهیسې ځینې ښوونځي پرانیستل شوي او نجونو تر اوږده ځنډ وروسته بیرته خپل تعلیم پیل کړی دی.

د طالبانو د ځایي چارواکو په وینا په مرکز ګردېز کې څلور د نجونو ښوونځي بیرته پرانیستل شوي دي. په پکتیا کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ادارې مشر خالقیار احمدزی وایي د نجونو ددغو ښوونځيو د بیرته پرانیستلو پرېکړه خپله د ښوونځیو مشرانو یا پرنسپلانو کړې ده:

"د پکتیا د پوهنې ادارې له خوا ورته نه ځانګړی حکم شوی دی او نه یې د مخنیوي هڅه شوې ده".

د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې هم یواځې د نجونو یو سکول پرانیستل شوی دی چې هلته د سکول د یو استاد هاشم خېل هاشمي په وینا زرګونه نجونه پکې زدکړې کوي. ښاغلي هاشمي د دې سکول د پرانیستل کېدو په اړه ازادي رېډیو ته ویلي:

"پینځه ورځې کېږي چې نجونو تر شپږم پورته زدکړو ته ځي، داسې رسمي مکتوب نه شته چې له مخې یې اجازه ورکړل شوې وي چې تاسو ښوونځیو ته تلای شئ".

افغانو ښځینه فعالانو او د زده کوونکو نجونو کورنیو په پکتیا کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د څو ښوونځیو د پرانیستلو هرکلی کړی دی. د ښځو د حقونو فعالې او د نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوونکې ژولیا فارسي وي او اې ته وویل چې دغه سکولونه پر طالبانو د خلکو د فشار له کبله پرانیستل شوي دي:

"موږ غواړو چې د پکتیا غوندې په ټولو ولایتونو کې د نجونو لپاره ښوونځي بیرته پرانیستل شي، خدای دې وکړي چې نور خلک هم د پکتیا د خلکو په شان همت وکړي او پر طالبانو فشار راوړي چې په نورو ولایتونو کې هم سکولونه پرانیستل شي."

که څه هم طالبانو تېر کال تر واکمنېدو وروسته تر شپږم پورته د نجونو د سکولونو د رسمي پرانیستلو اجازه نه ده ورکړې خو د رسنیو د معلوماتو له مخې په بلخ، کندوز، جوزجان، بادغېس او د هرات په ځینو سیمو کې نجونې سکولونو ته ځي او خپل تعلیم کوي.

د طالبانو مرکزي حکومت او د تعلیم وزارت لا په پکتیا کې د نجونو د ځینو سکولو د خلاصېدو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو د حکومت ویاند یې ذبیح الله مجاهد نن په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، په دې اړه معلومات نه لري او څېړنې کوي چې دغه سکولونه د چا په امر پرانیستل شوي دي.

د بشري حقونو د څار په اداره کې د ښځو لپاره کارکوونکې هیدربار په پکتیا کې د نجونو د سکولونو د پرانیستلو کېدو تر خبر وروسته پر ټویټر لیکلي "ټولنې، کورنۍ او نجونې ټول د نجونو تعلیم غواړي، د نجونو زدکړه د افغانانو یو ارزښت دی".

نن د افغانستان په ختیځو ولایتونو ننګرهار او لغمان کې د تعلیمي کال اوله ورځ وه، خو هلته لا هم د نور هېواد غوندې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه بند وو او هغوی په کورونو کې د خپل مستقبل په اړه د طالبانو پرېکړې ته د ترخه انتظار شېبې شماري.

د طالبانو حکومت چې تر یو کال تېرېدو وروسته هم لا د نړۍ هیڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، له څو مهمو غوښتنو یې یوه د نجونو د سکولونو بیرته پرانیستل دي خو طالبان وایي کله چې یې له اسلامي اصولو او ځایي کلتور سره سم خپلې تیارۍ بشپړې کړې نجونو ته به د تعلیم اجازه ورکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG