لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر پوټین وایي د اوکراین جګړه کې روس هیڅ نه دي بایللي او لا به یې پیاوړی کړي


واشنګټن ـــــ د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین وایي هیواد یې په اوکراین کې د جګړې له کبله هیڅ هم نه دي بایللي او نه به یې وبایلي او وایي هلته پوځي عملیاتو د روس خپلواکي لا پیاوړې کړې ده.

صدر پوټین د شورو- چارشنبې په ورځ د روس په ولادیویسټوک ښار کې د «ختیځ اقتصادي فورم» یوې غونډې ته وویل، په اوکراین کې د روس ټول اقدامات به یې د هېواد لپاره ګټور وي:

"دا هر څه د ډونباس له خلکو سره د مرستې لپاره دي او دا [جګړه] به اخر زموږ هیواد په داخلي توګه او زموږ بهرنۍ پالیسي به پیاوړې کړي."

خو امریکا او متحدین یې اټکل کوي چې له کله پوټین پر اوکراین یرغل کړی وایي په لسګونو زره پوځیان یې په جګړه کې وژل شوي او ټپیان شوي او زیاته اندازه پوځي وسایل یې تباه شوي دي.

روس د تېرې فرورۍ میاشتې په وروستیو کې پر اوکراین برید وکړ، خو کله چې د پایتخت کیف پر لور یې پرمختګ ناکامه شو، خپله ټوله پوځي پاملرنه یې د ختیځ ډونباس سیمې ته واړوله.

په ډونباس سیمه کې روسي پلوه جنګیالي له 2014م کال راهیسې له اوکرایني ځواکونو سره جنګېږي.

صدر پوټین د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب پر هغه تړون هم نیوکه وکړه چې د خوراک د نړیوال بحران له کبله یې نړۍ ته د اوکراین د غلې دانې لېږل بیا پیل کړل. پوټین وایي دا غله دانه د نړۍ غریبونو هیوادونو ته نه ځي.

د «جواینټ کوارډینېشن سنټر» په نوم د ګډې همږغۍ مرکز- چې د تړون د عملي کولو څارنه کوي- وایي د ستمبر تر شپږمې پورې څه باندې 2.2 مېټریک ټنه غله او نور خوراکي توکي په شاوخوا 100 بېړیو کې د اوکراین له بندرونو وتلي دي.

دغه غله دانه ایټلي، ترکیې، ایران، چین، رومانیا، جبوټي، جرمني او لبنان ته لېږل شوې ده.

د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سلاکار مایخېلو پوډولیک رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي چې د تړون په اړه د روس څرګندونې "بې تمې" او "بې اساسه" دي.

د برتانیې د دفاع وزارت د چارشنبې- شورو په سهار وویل چې په تېرو څلرویشت ګنټو کې د اوکراین په شمال کې د ډونباس خارکیف سیمې ته نیژدې او د اوکراین په جنوب کې د خرسون اوبلاست په سیمو کې سختې جګړې شوې دي.

د دې رپوټ‌ ځینې معلومات له اسوسیېټیډ پریس، فرانس پریس ایجنسۍ او رویټرزه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG