لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان د نشه یي توکو د مخنیوي په عملي مبارزه کې لږ پرمختګ کوي


واشنګټن ــــ د طالبانو اوسني مشر څو میاشتې مخکې د کوکنارو او نشه یي توکو پر کرلو بندیز اعلان کړ، خو هغه د طالبانو د مخکیني مشر په نسبت د تریاکو پر کرلو د بندیز په عملي کولو کې ناکامه ښکاري. ملا محمد عمر د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په وروستي 2000م کال کې په یوه فرمان سره په ټول افغانستان کې د تریاکو کرل تقریباً ختم کړل.

په تېره اپریل میاشت کې وروسته له هغه چې افغان بزګرانو د 2021م کال د کوکنارو له کښته د تریاکو یا افینو حاصلات واخیستل د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده یو فرمان خپور کړ چې د کوکنارو کښت او د نورو ټولو نشه یي موادو پیداوار، خرڅول او کارول یې منع کړل.

په روان کال کې چې د کوکنارو د کښت موسم را نیژدې کیږي، طالبانو د نشه یي موادو د مخنیوي په مبارزه کې د خپلو کامیابیو لپاره یوه معمولي ارزونه وړاندې کړې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د شمېر له مخې په تېر کال کې تر 100 هیکټره یعنې تر 247 ایکړه کم د کوکنارو کښتونه ختم کړل شوي دي، د نشه يي توکو شاوخوا 2,000 سوداګر او قاچاقبر نیول شوي او 4,270 کیلوګرامه تریاک نیول شوي دي.

د نشه یي موادو د مخنیوي په برخه کې د طالبانو دا شمېر تر مخکیني افغان حکومت ډېر کم دی، چې په افغانستان کې یې د نشه یي توکو په وړاندې دوې لسیزې مبارزه وکړه او لویې کامیابۍ یې تر لاسه کړې.

د ملګرو ملتونو او او د تېر حکومت د افغان چارواکو په وینا په 2020 کال کې افغان حکومت د نشه یي موادو په تړاو تر 3,100 ډېر کسان نیولي، شاوخوا 80,000 کیلوګرامه تریاک یې پخپله ولکه کې اخیستي او شاوخوا 1,000 هیکټره یعنې 2,471 ایکړه د کوکنارو کروندې یې ختم کړې دي.

په افغانستان کې د نشه یي موادو د مخنیوي د وزارت پخوانی مرستیال جاوید احمد قایم- چې اوس د امریکې په «اریزونا سټېټ پوهنتون» کې څېړونکی دی- وایي، د د طالبانو پر نیت زیات شک دی چې ایا دوی رښتیا هم د کوکنارو ختمول غواړي که نه. ښاغلي جاوید قایم وي او اې ته وویل:

"د جمهوريت په وخت کې امن يو لوی چېلنج وو. پوليس هغو سيمو ته نه شوای تلای چې کوکنار پکې کرل شوي وو. طالبان دعوه کوي چې ټولې سيمې د دوی تر واک لاندې دي، نو بايد په اسانۍ سره د [کوکنارو ختمولو کار] وکړي".

د نشه يي توکو او جرمونو د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یو این او ډي سي) تر اوسه د 2022م کال لپاره د افغانستان د افینو د پیداوار کلنۍ ارزونه نه ده خپره کړې، خو وايي دا رجحان بدل شوی نه ښکاري. دې ادارې په تېره جون میاشت کې پخپل رپوټ کې ویلي وو:

"که څه هم په کولمبیا کې د سولې بهیر او په افغانستان کې واک ته د طالبانو بیرته راتګ په بنیادي توګه شخړې ختمې کړې دي، دواړه هیوادونه تر اوسه پورې د نشه يي موادو په غیر قانوني کښت او پیدوار کې مهم رول لري".

اقتصادي اړخونه:

د یوې اندازې له مخې په افغانستان کې د تریاکو له پیداواره له 1.8 ارب ډالرو تر 2.7 ارب ډالرو تر لاسه کولو اټکل شوی دی، چې د 2021م کال لپاره د دې هېواد د کورني پیداوار له 12 فیصده تر 14 فیصده برخه جوړوي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې شدید اقتصادي بحران پیدا شوی چې تقریباً ټول افغانان یې له غربت سره مخ کړي دي. ملګري ملتونه وايي، د افغانستان تر نیمايي زیات خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د امریکې د بروکینګز انسټیټیوټ یوه څېړونکې وېنډا فیلباب براون وي او. اې ته وویل، "نشه یي مواد په دې غریب هیواد کې د اقتصادي ګټو یوه ډېره مهم سرچینه ده."، مېرمن براون وایي د نشه یي موادو پیسې هم د طالبانو لاس ته ورځي.

کارپوهان وايي د نشه يي موادو د زورور تجارت په خلاف سخت ګامونه په داسې وخت کې اخیستل چې افغانستان له شدید اقتصادي‌ بحران سره مخ دی دا به د خلکو غربت لا پسې زیات کړي او له طالبانو سره به د خلکو د مخالفت سبب شي.

د رپوټونو له مخې طالبانو په افغانستان کې د نشه يي توکو له غیرقانوني تجارته په سلګونو میلینه ډالر خپلو جیبونو ته اچولي دي. د ملګرو ملتونو او امریکې د چارواکو په وینا طالبانو د 2018م او 2019 ترمنځ د نشه یي موادو له تجارته تر 400 میلین ډالرو ډېره ګټه تر لاسه کړې ده، خو طالبان وایي‌ د نشه يي موادو په کاروبار کې لاس نه لري.

د تېر افغان حکومت د نشه یي موادو د مخنیوي د وزارت مرستیال جاوید قایم وایي کېدای شي د نشه یي موادو په وړاندې د طالبانو جګړه هم د دوی د خپلمنځي اختلافاتو له کبله ورو وي. هغه وويل:

"د طالبانو ځينې ډلې په دې تجارت کې لاس لري. دا به هغوی ته ګرانه وي چې خپل صفونه او کتارونه کنټرول کړي. دا به د داخلي اختلافاتو سبب شي او زه فکر نه کوم چې د طالبانو مشرتابه به دا وخت دا خطر ومني".

د نشه یي موادو کنټرول یواځې د طالبانو کار نه دی:

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکې د څارونکې ادارې «سیګار» په وینا، امریکې په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر مخنیوي تر 8.82 ارب ډالرو زیاتې لګولې دي.

افغانستان چې د نړۍ په کچه د استعمالېدونکو هیروینو تر 80 فیصده زیات پیداوار لري، نورې نړیوالې مرسته کوونکې ادارې لکه ملګري ملتونه، نړیوال بېنک او یورپي اتحاد هم په دې هېواد کې د نشه یي توکو د مخنیوي په هڅو کې وخت په وخت مرسته کړې ده.

که څه هم د افغانستان مخکیني حکومت د نشه يي موادو د مخنیوي وزارت جوړ کړ، خو د حکومت له ټولو هڅو او پيسو لګولو سره سره افغانستان د نړۍ په کچه د ترياکو په پیداوار کې پر لومړي نمبر پاته دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG