لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شهزاده چارلس د ملکې له مړینې وروسته په 73 کلنۍ کې د برتانیې شهزاده ونومول شو


واشنګټن ـــــ د برتانيې د ملکې د مړېنې پس د هغې مشر ځوی شهزاده چارلس ته د باچا يا کنګ څوکۍ ورکړل شوې، کنګ چارلس د ډېرې مودې نه د دې څوکۍ تياري کوله.

تېره ورځ د برتانيې اوږد مهاله ملکه الزبت د ۹۶ کالو په عمر کې مړه شوې، هغه نه يواځې د برتانيې رياستي مشره وه، ‌بلکې له اسټريليا، نيوزي لېنډ او کېنېډا سره سره د څوارلس نورو ملکونو د مشرۍ تاج هم د هغې په سر وو.

مېرمن الزبت په کال ۱۹۵۲م کې د برتانيې ملکه ټاکل شوې وه، هغه وخت د هغې مشر زوی شهزاده چارلس فېلپ چې درې کلن وو، د کارن وال ډيوک وټاکل شو او بيا د ۲۰ کالو په عمر کې هغه د وېلز شهزاده ونومول شو.

شهزاده چارلس د خپلې مور په تربيت کې له تېرو ۷۳ کالو راهسې د دې څوکۍ تياري کوله، نوموړی د برتانيې د شاهي خاندان لومړی غړی دی چې د کمبرج يونيورسټۍ نه يې په کال ۱۹۷۰م کې په تاريخ کې ډګري تر لاسه کړه.

د هغې وروسته بيا هغه د سمندري پوځ او د پایلټۍ تربيتونه ترلاسه کړل.

د شهزاده چارلس د شهرت لويه وجه د ډيانا سپنسر سره په کال ۱۹۸۱ م کې د هغه واده وو، چې د هغه د يوې بلې ښځې کمالا پارکر سره د تعلق په سر د هغوی تر منځ په کال ۱۹۹۲م کې جدایي راغله او په کال ۱۹۹۶م کې دغه واده په طلاق ختم شو.

د ډيانا نه د هغه دوه زامن شهزاده ويليم او شهزاده هېري پاتې دي.

د برتانيې او اکثره نورې نړۍ ډېر خلک هم د شهزاده چارلس په دغه کار د هغه نه خفه وو.

شهزادګۍ ډيانا کال پس په ۱۹۹۷م کې په پېرس کې د يو عربي شهزاده ډوډي الفایض سره په موټر کې د يوې حادثې په وخت د سختې ژوبل کېدلو وروسته مړه شوې وه.

چارلس فلپ دريم په کال ۲۰۰۵م کې د کماله پارکر سره واده وکړو چې ورسره د هغه په ضد په برتانيه کې په ولسي کچه تاو تريخوالی يو څه راکم شو.

د شاهي خاندان د نورو غړو په څېر کنګ چارلس په سياسي چارو کې وخت په وخت خپله رایې ورکوله او په موسمي بدلون او دغسې يو شمېر نورو موضاعاتو به يې ویناګانې هم کولې چې د هغه د څوکۍ خلاف ګڼل کېدل.

XS
SM
MD
LG