لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د ملګرو ملتونو رپوټ رد کړ خو ایمنیستي انټرنېشنل یې ملاتړ وکړ


واشنګټن ـــــ طالبانو د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټر هغه خبرې "مغرضانه" او "له واقعیتونو لرې" بللې دي چې په افغانستان کې یې د بشري حقونو خصوصاً د ښځو او نجونو د حقونو په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده او طالبان یې د امن په ټینګښت کې ناکامه بللي دي. بل لور ته ایمنیسټي انټرنېشنل ویلي، طالبان دې د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټر د څرګندونو عملي کولو ته مجبور کړل شي.

د طالبانو حکومت په تېره څه باندې یو کال واکمنۍ کې د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو د نړیوالو ادارو په رپوټونو کې په وار- وار د بشري حقونو په سرغړونو تورن شوی دی.

اوس تازه بیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچرډ بېنیټ ویلي، له کله چې طالبان واکمن شوي افغانان د بشري حقونو په بحران کې نښتي دي خو نړۍ د دې بحران په ختمولو کې بېوسه ښکاري.

ښاغلي بېنیټ د ګل- دوشنبې په ورځ په جنېوا کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته په افغانستان کې د خپل تېر یوکلن کار لومړی تفصیلي رپوټ وړاندې کړ.

ریچرډ بېنیټ وویل د نړۍ هیڅ داسې هېواد نه شته چې ښځې او نجونه دې پکې د خپل جنس له کبله دومره په تېزۍ سره له خپلو بنیادي بشري حقونو بې برخې شوې وي:

"له کله چې طالبان پر دې هېواد واکمن شوي دي زه د ښځو او نجونو له خپلو سېول یا مدني، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو څخه د خوند اخیستو په وړاندې د طالبانو پر حیرانوونکي رجعت سخت اندېښمن یم".

طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټر خبرې رد کړې دي او وایي هغه په تېر یو کال کې د دوی د حکومت پر "سلګونو پرمختګونو" سترګې پټې کړې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه په څو پرله پسې ټویټونو کې لیکلي چې په افغانستان کې اوسمهال د ښځو ژوند ته هیڅ خطر نه دی پېښ او وایي ښځې په اکثرو سرکاري دفترونو کې خپل کارونه کوي:

"په زرګونو هغو اشخاصو او افرادوته عامه عفوه شوې چې شل کاله يې په متواتر ډول د خپلو هیوادوالو په ضد او د پردو اشغالګرو په حمایت کې ټوپک پورته کړی وو او په بې رحمانه توګه يې افغانان وژل".

د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچرډ بېنیټ د امنیت شورا غونډې ته دا هم ویلي، چې په افغانستان کې امن یو ځل بیا خرابېږي او له وروستیو خونړیو بریدونو څخه- چې د اکثرو ذمه وارۍ داعش خراسان ډلې منلې دي- د عامو خلکو خصوصاً ماشومانو پر اغېزمنېدو یې اندېښنه څرګنده کړې او د امن په ټینګښت او د عامو خلکو په ساتنه کې یې د طالبانو پر وړتیا شک څرګند کړی دی.

ریچرډ بېنټ یو ځل بیا ویلي چې د تېر افغان حکومت د پوځ او نور چارواکي د طالبانو د بخښنې پر اعلان باوجود اوس هم په خپلسرې توګه نیول کېږي، ځورول کېږي، په غیرعدالتي توګه وژل کېږي او تښتول کېږي.

نوموړي دغه ډول ادعاوې د هزاره توکمه شیعه ګانو په اړه هم کړې دي او وایي هغوی د طالبانو په واکمنۍ کې تر ټولو ځپل شوي، په خپلسرې توګه نیول شوي، ځورول شوي، وژل شوي، له خپلو مځکو بې کوره کړل شوي او توپیري چلند ورسره شوی دی.

وایي د داسې تورونو رپوټونه یې هم تر لاسه کړي چې په ممکنه توګه د طالبانو د حکومت خلکو پر عامو خلکو هم تشدد کړی دی، وایي دوی له معافیت پرته د ډار حالت جوړول غواړي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا ټولې دعوې رد کړې دي‌ او وایي "د اقلیتونو ټول حقوق خوندي دي او هيڅ یو يې نه وژل شوی، نه نیول شوی، نه يې د عبادت مخه نیول شوې او نه کوم تور پرې پورې شوی".

بل لور ته د بشري حقونو لپاره کارکوونکې نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټر د تازه خبرو ملاتړ کړی او وایي طالبانو د دوحې تړون عملی کړی نه دی او نه يې د عامې بخښنې فرمان ته غاړه ايښې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنیسټي انټرنېشنل پخپل تازه بیان کې په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ټولې دعوې بیا تکرار کړې دي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې سمدستي د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټر پر څرګندونو عملي ګامونه واخلي او طالبان د بشري حقونو د سرغړونو مخنیوي ته مجبور کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG