لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یورپي کمیشن مشره کیف ته تللې، پوټین او د چین صدر نن پر اوکراین خبرې کوي


واشنګټن ــــ نن یوې خواته د یورپي کمیشن مشره اوکراین ته تللې او له صدر زلنسکي سره یې د اوکراین او یورپي اتحاد پر همکارۍ خبرې کړې دي، بل لور ته ټاکل شوې چې د چین او روس ولسمشران نن د شانګهای تنظیم په غونډه کې سره وویني او د اوکراین د جګړې او نورو نړیوالو مسئلو په اړه خبرې وکړي.

په اوکراین کې له تېرې فرورۍ میاشتې راهیسې پیل شوې جګړه په روس باندې پر نړیوالو بندیزونو باوجود لا هم روانه ده او د امریکې ولسمشر جوبایډن تېره ورځ ویلي وو چې دا جګړه به نوره هم اوږده شي.

نن د یورپي کمیشن مشرې اورسلا وون ډېرلاین د جګړې له پیلېدو راهیسې د اوکراین پایتخت کیف ته په درېیم ځل سفر کړی او د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي په ګډون یې د دې هېواد له نورو چارواکو سره خبرې کړې دي.

د وي او اې د رپوټ له مخې مېرمن اورسلا تر سفر مخکې ویلي "په داسې وخت کې چې اوکراین [په یورپي اتحاد کې] د ګډون پر لور پرمختګ کوي، په نننۍ لیدنو کې به د دواړو هېوادونو د اقتصادونو او ولس د را نیزدې کېدو په اړه هم خبرې شاملې وي".

اوکراین د روان کال په فرورۍ میاشت کې وروسته له هغه په یورپي اتحاد کې د شاملېدو غوښتنه وکړه چې روس ورباندې بریدونه پیل کړل. یورپي اتحاد په جون میاشت کې اوکراین ته د نوماندۍ حیثیت ورکړ.

د یورپي کمیشن مشرې اورسلا وون ډېرلاین نن کیف ته له رسېدو وروسته پر ټویټر لیکلي، "په کیف کې ډېر څه بدل شوي دي، اوکراین اوس د یورپي اتحاد کېنډیډېټ یا امیدوار دی".

بل لور ته په ازبکستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان په دوه ورځنۍ غونډه کې به د چین صدر نن له خپل روسي سیال ولادیمیر پوټین سره ویني او د اوکراین د جګړې په ګډون به پر نورو نړیوالو مسایلو ورسره خبرې کوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پخپله وروستۍ وینا کې په روس باندې سختې نیوکې وکړې او تور یې پورې کړ چې روسي ځواکونو د کروز میزایلو په وسیله د اوکراین پر کریویي ري ښار باندې بمباري کړې ده.

زلنسکي وویل میزایلو د اوبو یو ډېم ویشتلی چې وایي هیڅ "پوځي ارزښت یې نه درلود"، خو په لکونو خلکو له دې ډېمه ګټه اخیسته.

د اوکراین صدر دا هم وویل چې د اوکراین په شمال ختیځ کې د خارکیف سیمه نیژدې ټوله وروسته له هغه نیول شوې ده چې اوکرایني ځواکونو په ځوابي بریدونو کې له روسي ځواکونو لویې سیمې بیرته ونیولې.

د اوکرایني ځواکونو په لاسته راوړنو کې د ایزیم ښار بیرته نیول هم شامل دي چې صدر زلنسکي پرون د چارشنبې- شورو په ورځ له خپلو پوځیانو سره د دې ښار لیدو ته ورغلی وو او د هغوی د هڅو مننه یې وکړه.

د برتانیې د دفاع وزارت نن وویل، د اوکراین ځواکونه د خارکیف د اوبلاسټ د نویو ازادو کړو سیمو د کنټرول ټینګولو ته دوام ورکوي او روسي ځواکونه په لویه کچه د «اوسکیل سیند» له لوېدیځې غاړې وتلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG